Irish Times:امریکا په مزار کې عملیاتي مرکزجوړوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36882

دخبریدو نیټه : 2010-07-08

سرچینه: ایرش ټایمز

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

ایرش ټایمز ورځپاڼي په خپله ننۍ ګنه کې د افغانستان په شمال کې د امریکایي قواوو د نویو پروژو په باب یوه لیکنه کړي.

په لیکنه کې راغلي چې د امریکا دولت پلان لري د مزار په ښار کې د ازبکستان پولي ته نږدې د خاصو عملیاتو یو مرکز جوړ کړي.

ایرش ټایمز لیکي چې د امریکا دولت دغې پروژې ته اوه هکټازه ځمکه او سل ملیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د ورځپاڼي په لیکنه چې د امریکا مرکزي قومانداني  د ۲۰۱۰  او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په مرکزي  اسیا ا و د افغانستان په شمال کې د ۳ اعشاریه ۸ ملیارده امریکایې ډالرو په لګښت د یو شمیر پوځي تاسیساتو د جوړلو پلان لري.

ایرش ټایمز لیکي چې دغه نوی مرکز به د مزار ښار شمال پلو له ازبکستان سره نږدې د ښار په ۵۶ کیلومترۍ کې جوړ شي.

ورځپانه لیکي چې کله د دغه مرکز د جوړلو مناقصه د بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو تر منځ تر سره شي نو ګټونکی شرکت به په اتلسو میاشتو  کې دغه پروژه بشپړوي او د امریکا حکومت ته به یې سپاري.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۱ کال تر پای او د ۲۰۱۲ کال تر لومړیو پوري باید دغه مرکز په بشپړه توګه چمتو وي.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما تیره میاشت وویل چې هیواد یې پلان لري په ۲۰۰۹ کال کې افغان ځواکونوته د ټولو مسولیتونو د سپارلو لړۍ پیل کړي او په ۲۰۱۱ کال کې به له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو لړۍ پیل کړي.

ایرش ټایمز لیکي چې په دغه مرکز کې به د کارکونکو لپاره داستوګني کوټي، د مخابراتو ودانۍ، د تکتیکي عملیاتو مرکز، ګدام، د روزنې میدانونه، د صحي خدمتونو څانګې او نور اړین ملحقات شامل وي.

په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان جنرال دیوید پتریوس د اپریل په میاشت کې د امریکا د سنا د نظارت کميټې ته وویل چې د افغانستان په لري پرتو سرحدي سیمو کې د امریکایې پوځي اډو جوړول او ساتل د سیمې لپاره حیاتي مسله ده .

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی