په كندهار كي د كانديدانو غوغا پر راپورته كېدو ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3690
خليل الله سروري - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-09-21

خليل الله سروري - کندهار

پرون د وږي پر ۲۹_مه په كندهار ولايت كي د نور افغانستان په څېر د رايي شمېرلو كار د كندهار والي اسدالله خالد په وينا پيل سو، كه څه هم ويل كيږي په كندهار ولايت كي د ټولټاكنو بهير پرته له كومي جدي ستونزي پاى ته ورسېد او له ټولو نړيوالو آژانسونو څخه دا ډول خبرونه واورېدل سوه، خو د رايو شمېرني له پيل سره سم يو شمېر كانديدانو هم د شكايتونو يوه اوږده لړۍ را ونښلوله ډېرى كانديدان دا شكايت كوي چي د كندهار ښار په تېره اړوندو ولسواليو كي د زور ورو واك چلېدى، ان چي د وهلو ټكولو، او مخامخ تهديدونو بندي كولو پوري خبره رسېدلې ده، په كندهار ولايت كي پرون ورځ ګڼ شمېر كانديدانو په N.D.I دفتر كي د يوناما له مسئولينو سره گډه غونډه درلوده، خو د دغي غونډي خبر په نړيوالو اژانسونو كي په سمه بڼه خپور نه سو، نن ورځ هم د وږي پر ۳۰_مه نژدې څوارلسو تنو كانديدانو يوناما دفتر ته يو دوه مخيزه شكايت ليك وسپارى.
په يوناما دفتر كي د هغه دفتر له سياسي مشر ډاكتر سيد محمد سره يادوسو كانديدانو ليدنه وكړه او خپل شكايتونه يې ورته واورول.
له بولدك ولسوالى څخه يوه تن راغلي كانديد عبدالمالك اڅكزي وويل چي په هغه ولسوالي كي خو مخامخ درغلي روانه وه قومندان ايوب او احمد كاكي ځني څارونكي بنديان كړه كه تاسو هغه بنديان غواړى موږ يې راوستلاى سو، دا خبره ولايتي جرګې ته كانديد توريالي صميمي هم تائيد كړه او ويې ويل چي ما د يوه كانديد څخه د رايو د صندوقونو دوه قلفونه واخيستل او د همدارنګه اووه اته پاڼي راوايتلې او ويل يې چي رايې د بولدك ولسوالى د رايو له يوه مركز څخه تر لاسه كړلې چي بې شمېره د كارتونو نمرې پر ليكلي وې او يو، كانديد له خلګو راټولي كړي وې او د ځان په ګټه يې كارولې، ده زياته كړه چي په بولدك كي داسي كانديد هم پېژني چي په پاكستان كي هم كانديد و، اوس په افغانستان كي هم كانديد دى.
ولسي جرګې ته كانديد عبدالنافع همت هم ورته شكايت درلود ده وويل چي ده په ژړۍ كمپ، سنځري، اشوغو او كنډيالي سيمو كي د قومندان حبيب الله جان، چي ولسي جرګې ته كانديد دى، وسله والو كسانو په زوره خلګ موټرونو ته خېژول او د رايو مركز ونو ته يې بېول او د ځان په ګټه يې رايې ځني اخيستلې، ده وويل دا په داسي حال كي ده چي دغه كانديد قومندان يو ځل DDR سوى دى خو اوس هم سلګونه ميله وسله ورسره وه، په خبره دا ده چي د JEMB يوه كاركوونكى تورجان خلكو ته ښكنځل كوى چي خامخا بايد حبيب الله جان ته رايه وركړي.
وروسته يوناما دفتر دغه كانديدان JEMB دفتر ته ولېږل هلته د شكايتونو د څانګي مسئولي جميلې د دوى شكايتونه واخيستل او دې ويل چي دا ته دوى وكابل ته استوى، دوى كه څه هم دا جراتو صلاحيت لري خو دوى ته خطر دى.
همت صاحب د خلګو د رجستر شمېره هم ځني وغوښته او ويې ويل جي موږ د دغي شمېرني له مخي كولاى شو چي څوتنو په رايه اچونه كي برخه اخيستې او د هري سيمي شمېره په راته مالومه وي.

آغلي جميلې دا پر ځاى غوښته وبلله.
وروسته پريكړه وشوه چي د JEMB له لوړو مسئوليتو سره په دغه اړه خبره وكرو او ورته وړانديز كابل ته هم ولېږل سو، همدارنګه كانديدانو وپتېله چي نن ماځيګر په په NDI دفتر كي بيا سره راټوليږي او پر ستونزو به سره ږغېږي.

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

DSC05580.JPG
DSC05581.JPG
DSC05582.JPG
Dr.Sayed Mohmaad.JPG
DSC05560.JPG
DSC05562.JPG
DSC05561.JPG
DSC05563.JPG
 
DSC05566.JPG
DSC05567.JPG
DSC05568.JPG
DSC05569.JPG


تاسو د بېنوا ويبپاڼي په انځورونو کي په سلګونو د ټاکنو د ورځي عکسونه کتلای سی .