د هيواد وروستي کلونه ، او پيښي يې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3692
خان خادم کوچی
دخبریدو نیټه : 2005-09-19

   خـــــان خــادم کـــوچى

 

په افغانستان کې د پخواني شوروي په هغوى پورې اړونددتاجکستان او اېران دبريالي سياست څلورمه کليزه دوژل شوي په نوم ولمانځل شوه .

دنړۍ د دوديزو سياستونو،نژادي اوژبنيز تړاو له مخې پښتانه له ټولونه بدمره اوبدبخته خلک دي په خپل ټول اږده ژوندکې دغه خلک له نورو سره په شخړه اوکړکېچ کې بندراغلي دي هروخت چې دغوخلک له يوه لوري سره دنيږدېوالي اوپخلاينې هڅه کړېده بلوري ياډېرولوريودغوخلکوته ستونزې پيداکړې دي دغه ډول ناسموسياليوزموږ خلک ځورولي کړولي او وژلي دي دتل له پاره زموږ په خلکو اوخاوره باندې تېرى شوى دى زموږ خلک اوخاوره دنوروخلکو دسياليووژه ګرزول شوې ده .

         دپېښو په لږتغيراو بدلون سره دغه لړۍ دنورمحمدترکي تروخته پورې په څرګندډول راورسېدله ددغه حکومت له جوړېدو سره سم لوېديزوالودشوروي دسياست دمخنيوي له پاره په ډلوجوړولولاس پورې کړدنړۍ له يواوبل لوري څخه يې ټوپکوال پيداکړل شوروي لوري هم په کاواکه ډول د ډلوپه جوړولو لاس پورې کړ،له بده مرغه پښتنوله دغه يوه لوري سره هم دپښت نژادي،اوياژبنۍاړيکه نه درلوده يوازې يوه سياسي اړيکه دترکي دحکومت دپلويانواوشورويانوترمنځ وه چې همدغه پښتو اوپښتونولي ددغواړيکوپه وړاندې خنډکېدله ځکه پښتنومشرانوښايي کله هم داسې نه وي غوښتي چې دوى دې يوداسې افغانستان جوړکړي چې دشورويانوپه ځولۍ کې وروغورځول شي له همدې امله ووچې شوروي لورى دترکي په ډله باندې بې باوره شودپرچمي يارانوخوايې ونيوله ددغه بهيرمخکښانوکه له يوې خواله شورويانوسره دوفادار پاتېکدلواړيکه درلودله ،له بل پلوه يې له هغوهيوادونوسره دپښت نژادي،اړيکه درلودله چې پرون اونن دشوروي اتحادپه خېټه کې پراته دي

له بل پلوه دهغه وخت اېراني تورپګړيواوسپين پګړيومشرانوکه له يوې خوانه( شرقي اونه غربي) شعارونه ورکول اوپه افغانستان کې داسلامي جمهوريت غوښتونکي وولکه چې جوړيې کړاوداچې له مجاهدينوسره يې داسلامي ورورولۍشخوندواهه له بل پلوه يې په نړيوالوپېښوکې په شوروي لوري باندې داسې ډډه وهلې وهله نن يې چې په فرانسه اوهغه شوروي باندې ډاډه څنګ وهلى دى،له بل پلوه پرانسويان چې په نړيواله کچه اېران اوپاړسي پرهنګ خپل ملکيت بولي اوداچې په افغانستان کې يې کلونه کلونه د درباري پرهنګ پالنه کړې وه

نن هم په سيمه کې پښت ،نژادپالنې اوژبپالنې ته په جوتوجوتوتيارناست ول ،که له يوې خوادافغانستان په جګړه کې دلوېديزوال يونين غړي وو له بل پلوه دژبپالنې اونژادپالنې څمڅۍيې بايدله اېران ،تاجکستان اوپه خپله دننه په افغانستان کې له توکمونوسره وهلې وى اوهمداسې يې کول دافغانستان بدمرغه پښتانه ددغه ټول لوري له دوستۍ اوانډيوالۍڅخه بې برخې وو لوېديزوالواودهغوى انډيوالانولاډېرپخوادپښتنوپښت نژاداوژبپالنې ته کفران ويلى دى ګواکي هرڅوک ژبپالنه اوخپل پالنه کولى شي ولې پښتون بدمرغه اوبدبخته چې خپل حقوق اوبرخه وغواړي هغوى په څلورکتابه ورته کافـــــــــــــــــــرکافــــــــــــــــرکافــــــــــــــــــــــرويلى دى

له بل پلوه دشوروي ځواکونوپه منځ کې هم له هغوهيوادونولکــــــــــه:

تاجکستان،اوزبکستان،ترکمنستان او،ستانونوڅخه دجګړې له پـــاره پوځيان راوستل کېدل چې له بدمره اوبدبخته پښتنوسره يې هيڅ ډول اړيکه نه درلوده هغوى ټولودافغانستان له توکمونودپښت نــــژادي او

ژبنۍاړيکې درلو دې.

هندوستان چې دافغانستان په تاريخ اوسياست کې ښه نوم درلودهمدغه ډول ترډېره ځايه پورې دافغانستان پښتانه ددغه هيوادسياست ددرناوي سرښکته کوي اوداچې هندوستــــــان د پښتونستان دبېلبرې په اړوندخپل سياست دپښتنوپلوي بولي

ولې له بده مرغه پېښوڅرګنده کړه چې دغه هيوادهم له پښتنوکومه ځانګرې خواخوږي نه لري اوداچې دهندوستان سياست هم په افغانستان کې ژبپالنه اوتوکمپالنه کوي لکـــــــــــــــــــــه:

ـــ  ډاکټرنجب هندته دتللوهوډڅرګندکړخوهندوستان دده په ژغورلوکې هيڅ مرسته ونه کړه،دشمال دتوکمونوله ټلوالې سره يې خپلې مرستې روانې وساتلې .

ـــ افغانستان ته دسپرپه وخت کې د هندوستان لومړى وزير دتوکمونودحقوقواوخوشاله ساتلوپه اړوندخبرې کوي کواکي موږد ددغه هيواد له توکمونوسره خواخوږي لرو.

ـــ دپښتونستان دپېښوپه اړوند داسې نه ښکاره کېږي چې هندوستان   دې دپښتنوبرخوياحقوقوته دومره درناوى ولري دوى دغې سيمې او پاکستان ته سرخوږى پيداکول غواړي چې له هره پلوه به دپښتنوپــــــه زيا ن وي ،اوداچې په راتلونکي کې به هندوستان دغه ډول ستونـــــزې دتوکمونوپه مرسته اولاسوهنه راپورته کوي.

 

دافغانستان په دغه څوکلنه جګړه کې همدغه نژادي اوژبنۍ اړيکې وې چې برلاسى رول يې درلوده په پاى کې اېران ،تاجکستان اونــــــــــــور  ستانونه په دغه کاربريالي شول چې له خپلوپلويانوڅخه حکومت جــوړ

کړي اوخپل پلويان دافغانستان په خلکوباندې داتلانوپه نوم ومنــــــــي .