دمذهبولړی ،ا۲برخه نارواتقلید
علامه محمد معین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم ،مسلمانانووروڼوپه تېره برخه کی ماوتاسی ته ددې ذکروکړ چی تقلید دوه قسمه ده یوشرعی تقلید دۍ اوبل غیرشرعی اونا روا تقلید دۍ داتقسیم اوویش په شریعت کی بیخی واضح دۍ د چا پربصېرت اوبصارت چی الله پاک دتعصب او دنه پوه کېدوپرده نه وی غوړه ولې اودحق پېژندنه ئې مقصودوی نوهغه صرف زما له دغه یوه بیانه لاهم په دې ښه پوهېدلای سی چی بېشکه دشرعی نصوصواودقرآنی آیاتوله رویه په صاف اوقاطع ډول داڅرګنده کېږی چی تقلید یوډول کوم چی نارواتقلید دۍ نه دۍ بلکه داسی تقلیدهم سته چی دشریعت له مخی فرض ګڼل کېږی دافسوس ځای دادۍ چی کوم صاحبان چی له شرعی تقلیدڅخه انکارکوی نوهغه دلائل اوشواهدوړاندی کوی کوم چی دناروااوغیر مشروع تقلید شواهد دی اودارنګه له هغه لوی فرق اوامتیازڅخه چی دمشروع اونامشروع تقلید ترمنځ دۍ صرف نظری کوی اوپه دې ضمن کی دشریعت تقریباَ یوه کامله څلمه برخه اویوه نېمایی دڅلرمی برخی له منځه ځی دادغیرمقلدینوحضراتوله دین سره خپلوی ده،دلته دمولا ناجلا ل الدین رومی دمثنوی دیوې خبری ذکرکول ډېر مناسب ښکاره کېږی مولانا صاحب فرمایلی دی چی یوسړی لمونځ کوی نویوه بېزوهم راسی ددغه لمونځ کوُنکی په ډول دلمانځه درکنوداداکولوچم وکړی بیا دافکرکوی چی مااودغه لمونځ کونکی یوډول کاروکړاودغه بېزوله حقیقت څخه ناخبره وی چی دغه لمونځ کونکَی خودالله په حکم داکارکوی اودخپلی بندګی دمکلفیت دنده ترسره کوی اوماخوصرف دده پېښې کول مقصدوو،وروڼولکه څرنګه چی اسلامی شریعت دمجتهدینوامامانوتقلیدپرغیرمجتهدینو باندی په فرعی مسائلوکی بالاتفاق اوپه اعتقادی مسائلوکی بنا پراختلاف باندی فرض ګڼی دارنګه اسلام دنارواانسانانوتقلیدحرام بولې چی په ځینو شیانوکی یې کفراوپه ځینوکی یې کبېره ګناه اوپه ځینوکی یې صغیره کناه مثلا ګڼی اسلام له دې څخه منع کوی چی یوڅوک دکوم کافریادکوم فاسق یادکوم ګمراه اومبتدع تقلید وکړی لکه مشرکانوچی به دخپلومشرکوپلرونوپه شرک اوپه کفری رسوموکی تقلیدکاؤ،اسلام له دې څخه سخته منع کوی چی مسلمان پرته له الله جل جلاله څخه اوله حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه بل څوک که عالم وی اوکه نه وی اوکه مجتهدوی دشارع په حیث ومنی لکه یهودواونصاری ؤچی به خپل علماءاوراهبان دشارع په حیث منل په دې معنی چی دوی داکفری عقیده درلوده چی زموږعالمان اوراهبان کولای سی چی په خپله رأیه سره په خپل حکم سره هغه شی چی خدای په تورات یاپه انجیل کی وموږته حلال کړی یاحرام کړی وی حلال یاحرام کړی دڅلورومذهبوعالمان چی پرغیرمجتهدباندی دمجتهدتقلیدفرض بولې داله جنس څخه دتقلیددیهودواونصاری ؤبلل دسخت غفلت اوغباوت اوغوایت خبره ده ځکه دمجتهدتقلیدخوپه دې معنا نده چی مقلدبه مجتهداوخپل امام ددې وړبولی چی دالله یادهغه درسول وحکم ته تبدیل ورکړی که داسی عقیده ولری بیاخوبلاشک کافردۍ بلکه دغه تقلید خوپه هغومسائلوکی دۍ چی مجتهد داجتهادپه زورسره پرشرعی حکموباندی دقیاس له لاری اویاله آیت اوحدیث څخه دباریکواشاروله لاری راایستلی وی اودمقلد په طاقت کی داکارنسته نودی به دهمداسی مجتهدتقلیدکوی چی له شریعت څخه خارج نسی مقلدبه مجتهددشریعت دیوشارح په حیث ګڼی نه داچی شارع بې بولی ددې مکمل تفصيل به په وروسته برخوکښي انشاءالله تعالی درته راسي اسلام دبدعتي عالم دبدعمله عالم دناروا ملَک اوسردار اودنارواامير اوحاکم اوبادشاه په ناروا لاره کښي له انقياداوتابعداري څخه مسلمانان په ډېرشدت سره منع کوی داسلام دپيغمبر صلی الله تعالی عليه وسلم دامشهور حديث دۍچي( لاطاعة للمخلوق في معصية الخالق ) محترمووروڼو یوله هغوآیاتو څخه چی دنارواتقلیدپه باره کی راغلی دی سورت کهف اته دیرشم مبارک آیت دۍ که موږاوتاسی ددغه مقدس آیت په معنا کی ادنا غور وکړونوپه دې به وپوهېږوچی لکه څنګه چی په دغه آیت کی الله پاک موږدبدوخلګودناروا خلګوله تقلیداوتابعدارۍڅخه منع کړیو دارنګه یې دنیکواوصحیح انسانانو وتابعدارۍ ته رابللی یوهمداراز هرآیت چی دنارواتقلیدپه باره کی راغلی دۍ وشرعی تقلیدته اشاره په کښی پرته ده توضیح ددې خبری داده چی مذکورآیت په دې ډول دۍ
،وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَه عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (28)سورةالکهف ژباړه،اواطاعت مه کوه ،خبرمه منه دهغه چاچی غافل کړی وی موږ زړه دده له یاده ولوموږلره یا له قرآنه ځموږاوتابعداری یې کړیې ده دهواخپلی اوده هرکاردده تېرَیْ ترحد،
شان نزول ،
ددغه مبارک آيت په شان نزول کښي ځينو مفسرينو لکه قاضي ثنا ء الله فاني فتي ذکر کړيدي چي ځيني کافرانو ورسول عليه السلام ته وويل چي دغه فقيران مسکينان چي پرتا باند راټول دي له خپل ځان څخه وشړه اودقريشودمشرکانو غټان اومشيران وځان ته درنږدې کړه نوددوۍ ددغي ناروا غوښتني په رد کښي دغه مبارک آيت نازل سو
،محترمووروڼوددغه مبارک آیت خلاصه اوپخوړدادۍ چی الله وخپل رسول ته چی په حقیقت کی اشاره اوهدایت وامت دده ته دۍ داحکم کړی دۍ چی دنارواسړی خبرمه منه چی له خدای اود۰خدای له ذکرڅخه غافل وی اودباطلی نفسانی هوا تا بع وی اوهرکاریې ټول سره اسراف وی نومعلومه سوه چی هغه تقلیدچی ناروادۍ هغه هغه تقلیددۍ چی دنارواانسان وی اوپه ناروالارکی وی له دې څخه به ایا داخبره فهمېږی چی دهغه چا خبرنوضروربایدومنله سی چی هغه دالله په ذکرکی غرق وی هغه له نفسی هوااوخواهش څخه روګردانی کړیې وی هغه دخپل نفس تزکیه اوتحلیه کړیې وی او هرکاریې په مقتضا دآیت اودحدیث وی لکه مجتهدین څلورامامان اوکه یی بایدنافرفرمانی وکړه سی مطلب دادۍ چی په نارواوغیرشرعی کاروکی دیوچاتابعداری کول نارواتقلیددۍ اومسلمان ورڅخه منع دۍ په موجوده زمانه کی چی مسلمانان اواسلامی هیوادونه په داسی الهی غضبوالله پاک اخته کړل کوم چی هرڅوک یې دسرپه سترګووینی نوددې ټولواصلی عوامل نارواتقلیدونه دی،والسلام ومن الله التوفیق په دې اړه نوربیا