هسپانویانو نړیوال جام وګاټه، انځوریز خبر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36977

دخبریدو نیټه : 2010-07-12

میرویس جلالزی

د هسپانیې د فوټبال لوبډله وتوانیده چې د فیفا ۲۰۱۰ په سیالیو کې نړیواله اتلولي خپله کړي.

د هسپانیې رقیب هالنډ وو.

د هسپانیې او هالنډ تر منځ د افغانستان په وخت تیره شپه یولس بجې د جهانزبرګ په ساکرسیټي سټډیوم کې سیالي وشوه چې دواړه لوبډلي په دوو هاف ټایمونو کې ونه توانیدي چې یو د بل پر وړاندي ګولونه ووهي.

هغوي ته اضافي دیرش دقیقې وخت ورکړل شو او د هسپانیې ټیم وتوانید چې د ورکړل شوي اضافي وخت په ورستیو شیبو کې برخلیک ټاکونکی ګول ووهي.

هالنډیان له دغه شکست څخه سخت مایوسه شوي ول او یو شمیر لوبغاړو یې حتی ژړا کوله .

د دغې لوبې ننداره په ملیونونو تنو د ټلویزیونونو له لاري کوله .

د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې چې کله نندارچیانو په بي صبرۍ سره لوبه څآرله او لومړی ګول یې ولید نو په بي ساري توګه ولولې یې پیل کړي او تر سهاره پوري یې جشنونه وکړل.

نن به په هسپانیه کې خاص مراسم تر سره شي.

د نړیوال جام د  کپ د ورکولو پر مهال د جنوبي افریقا ولسمشر ښاغلي ماندیلا هم برخه لرله.

د فیفا ریس نندارچیانو او لوبغاړو ته د وینا په حال کې

 

هالنډی لوبغاړی د مایوسۍ په حال کې