جنوبی افریقا: د فوتبال د سیالیو عواید دوه چنده زیات شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37008

دخبریدو نیټه : 2010-07-13

جلالزی

په جنوبي افریقا کې د فوټبال دنړیوالو لوبو دسږ کال عاید، دتیر پړاو په پرتله ۵۰٪ زیات شوی . 


الجزیره تلویزیون راپور ورکړ،د جنوبي افریقا دفوټبال دنړیوالو لوبو عاید د ۲۰۰۶ کال دجرمني د لوبو په پرتله ۵۰٪ زیات شوی دی.


اقتصادي راپورونه وايي چې دفوټبال نړیوال جام، په میلیاردونه ډالره به د جنوبي افریقا او په دې جام کې د فعالو شرکتونو او موسسو ته ګټه ورسوي .


د فیفا مشر جوزف بلاتر وایي چې فوټبال ټول ملتونه متحد کوي ، خو ځینې کسان چې نور اړخونه هم جاجوي،وايي چې ددې لوبې بدلونونه،اختلافات رامنځته کوي او شرکتونه دزیاتو ګټو دترلاسه کولو لپاره وسوسه کوي.


خبروايي چې فیفا ا وس یواځې دفوټبال یوه موسسه نه ده بلکه،د تجارتي، اقتصادي او سیاسي پانګونو لپاره په یو ستر ډګر بدله شوې .


ددې موسسې دتیر کال عاید له یو میلیاردو ډالرو هم واوښته.