په لاره ځي په کاڼوولي زيارتونه
خادم کوچى
وګړيزه نړۍ،هيوادونه او وګړي چې يوکارته لاس اچــــــوي يايوکارکول غواړي لومړى دهغه کارګټه اوتاوان اټکل کوي هغوى سنجونه کوي چې ددغه کارستړې اوتاوان که په خپل ځان باندې ومني ګټه يې بايدڅرګنده وي.
ولې له بده مرغه داسې څرګندېږي چې دافغانستان مشران اوخلک په دې اړوندکوم چورت نه وهي له پېښواونيښانوڅخه داسې ښکاره کېږي چې دغه خلک دهغې لېونۍملګري دي
چې په سرليک لنډۍکې ترې يادونه شوې ده .
په لنډ ډول دځينوبېلبرويادونه کوو دبېلبرې په پاى کــــې د افغانستان اوپاکستان اړيکوته راځو.
لومړى :
داودخان دروسانوپه ملا تړاولمسه په افغانستان کې جمهوريت جوړکړ کله چې دمشرتوب دواک په ګـــــــدۍ
کېناست نوپه ناڅاپي توګه يې دعربواولوېديزوالو،لورتـــه مينه اوميل پيداشو،دده يوه اتلولي چې موږورته غټـــــــــــه ـ ناپوهي وايوداوه چې روســـانـــوتـــه يې رټ اوستوغ ځـواب ورکړځکه روسانودهمدغه څه له پاره په افغانستان کـــــې دخپل سياسي اغېزدغورځولوهڅه کوله چې دلوېديزوالو مخـــــــــــــــــــــــه ونيولى شي.
دويم :
دحفظ الله امين اتلولي بلل کېږي چې روسي سلاکارته يې څپېړه پرمخ ورکړه که ريښتياومنل شي نودغــــه ښاغلي
په يوداسې افغانستان کې واکني جوړه کـــــړې وه چې دغلتــــه دسړې جګړې منځکوړجوړشوى وو دافغانستان ماتې خوړل دلوېـــديزاوختيزله پاره دهغوى برخه ليک جوړشوى و.
درېيم:
جهادوالو دلوېديزاوپاکستان په مرسته دلوېديزوالوپه ګټه دافغانستان جګړه وګټله ولې کله چې دغه ښاغلـــــي د
کابل په پلاز کېناستل دکابل په بارودواوچټليوککړه هوايــې په سرننه وتله . دغوښاغليوځينوداېران،روسيې،تاجکستـان، پخوانيومغلواوتورکيزم خوبونه ليدل اوځينې ښاغـلي بيــــــا
دسيدقطب اومحمدقطب په چورتونوکې ډوب تللي وو.
لوېديزوالوته يې ځکه د رټ ځواب ورکاوه چې کلـــونه،کلونه يې دهغوى دګټوپه وړاندې ډنډور چي جګړه کـــړې وه
خلکو ته يې ديواسلامي حکومت دجـــوړولــولا پـــې شــاپــې وهـــــلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې وې.
يوه ډله جهادي مشران بياپه يوه سياسي ستونـزه کې پرېوتل دخلکوپه ويناله دغوخلکوڅخه دهندوانوماشومان
جوړشول هغوى په يوه دوه لارې کې هردم شهيدان پـــاتـــې شول هغوى ونه شوکولى چې له يوه لوري سره داسې يـــــو
ډول سياسي اړيکې جوړې کړي ترڅوپه افغانستان کې يـــــوپياوړى حکومت جوړکړي اويوسياسي کرار، رامنځته کړي.
همدغه ډول دطالب له عربيزم سره هم له کومې خــــــــوا مرسته وشوه ددې له پاره چې دحکومت جــــوړولـــوتـــــه لاره پيداشي اوداچې دغومشرانوحکومت جوړونې دلارې اواري ژمنې ورکولې خوکله چې دلېونۍحاجت پوره شونوريې نـــوکاڼي ويشتل پيل کړل،اوس دغه ښاغلي پټېږي پټ پټونــي کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي.
دښاغلي کرزي نړيوال اوسيميزاتلافي حکومت جــــوړکړل شو لوېديزيونين ،اېران،روسيې،تاجکستان،اوزبک،
تورکمن اونورلوګ ته پکې برخه ورکول شـوه نــوم يې شــــودټــــولـــوګډيامشارکت ملي حکومت دلــوېــــديزوالــــوپــه
برلاسي باندې يوډول حکومت خپل روان مزل پيل کـــــړ.
ولې ددغه اېتلافي حکومت په متن اوبتن کې ډېـــرغړي شته اوياداچې له اېران اوروسيې سره خپله وفاداري
ښيي خداى مه کړه دخپلولوېديزوالوهغه چانافرمانۍتــه کله ناکله وزروهي چې په اېتلافي حکومت کې يې ورتـــه
بډه اوغټه برخه ورکړې وه ياداچې دافغانستان مشران دلېونۍکانې خپلوي دافغانستان وګړي خوبې دهغه نه هم
ډېروارې سياسي انډيوالى ته غلامي وايي دچاخبره په پوزه نرمچ نه پرېږدي.......
کله چې دافغانستان دجګړې دپراختيااوګټلووخت وودغوښاغلودهرچاهردوست اودوښمن لمن نيولې وه چــــــې د
جګړې په پراختيااوپرمختياکې مرسته ورسره وکــړي ولــې اوس چې په افغانستان ديـــوحکومت دجــوړولـوهيـــلـــــې راوټــــــــوکېدلې حکومت جوړشودارامۍاوکرارۍامېـــدونه رازرغونه شول دختيز،لوېديز،اېران،تاجکستان اونـــــــــــــورو ستانونو،وفاداران بياکله کله دلوېديزيونين په وړاندې خپله
کرکه وښيي اېراني اخوندانوته ورته يوګواښ وکړي چې ګواکي دافغانستان په خاوره کې بل څوک نه غواړو......دجګړې هغه ياران پرديکول غواړي چې پرون يې په ځولۍ پراته وواوکه کومه ښه اوبده ورځ پېښېدله بيابه هم خپل ځان دهغوى په ځولۍکې ورغـــــــــــــــــــــــــورځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي.
داېتلافي ګډولې حکومت په جوړولوکې دوو لوريوته پوره ونډه اوډاډ ورکول شوى دى دهغوى يوډول استـــــــــازي په مشرتابه کې ومنل شول يولورى ټول لوېديزوال اوبل لــــــــورى اېران،تاجکستان دپخواني شوروي په ګډون ولې بياهــــــــــــــم څرګنده نه ده چې د دوى ترمنځ به شخړه کله راپورته کېږي؟؟
دافغانستان دډېروپېښويوڅرخندويه،دپام وړ اوګاونډي هيوادپاکستان دپېښوله لړۍڅخه دهغه څه په پرتــــله يـــــوډول بېرته اولرې ساتل کېږي چې دجګړې په پيل کې لوېديزوالــــــوورته داړتياله مخې ونډه اوبرخه ورکوله.
په لوېديزوالوبرسېره ډېروافغانانودجګړې له وېرې څخه دخونديتوب له پاره پاکستان ته پنــــاور وړلـــه اوزمــــــوږډېـــر افغانان نن هم هلته ژوندکوي دکاروباراوژوندڅښتنان دي.
په جنګ کې ککړاواخته افغانان ووچې دجګړې دپراختيااوپيـــاوړتيـــاله پاره يې له پاکستاني مشرانواوپاکستان ســره نيږدې اودوستانه اړيکې درلودلې دغومشرانوپه پاکستان کلونه کلونه ارام ژوند درلودلى دى دجهادي ډلوپه نمايندګۍښاغلى رباني خان ووچې جنرال حميدګل ته يې دسلاکارۍ بلنه ورکړه ولې بياهم په افغانستان کېدلږبدلون له امله دافغانستان خلک په داسې دريځ کې دي چې نورنه غواړي چې له دغه ګاونډي هيوادسره هغه ډول اړيکې وپالي لکه د ډېرې اړتياپه وخت کې يې چې ورسره پاللې دي، تردې پورې چې دهغې جګړې پړه اوګرمه په دغه هيوادوراچوي چې دافغانستان خلک په خپله پکې برخه وال وو .
يوه خبره ياخلىده چې بيابياددغه هيواد دمشرانواوخلکو سترګوته ور وړل کېږي هـــغــه دپښتونستان ببـــــــولاله ده،دافغانستان مشران بيابياداغوره ،دربه کوي اوپـــښـتـنــو ته لرواوبرو پښتنوته هم دابرېت ورغوړوي چې موږستـــاسوله پاره پښتونستان غواړو،داچې حکومتي مشران دغه بېلبره څه ډول غوڅول غواړي په هغوى پورې اړه لري.
خودلرو اوبرو پښتنوله پاره بايدچې دغه بېلبره دسياسي مشرانوله بې ارزښته ،چېټي اوچټيات شي سياسي مشران په دغه ډول خبروباندې سياسي ګټې کوي اوداچې دغه ډول پوچې اوبې ځايه لاپې شاپې پښتنوته دتل له پاره زيان اړوي.
بله داچې دواړه لوري پـــښـتـانه له خپلوټولنيزواوژبنيـو حقوقواوبرخوڅخه بې برخې دي دېوان اودفترنه لـــــــري ،د
دوى له پاره مناسبې خپرونې اوپه مورنۍژبه دزده کــــــړې برخه اوښوونځى نه لري ياپه بل ډول په خپله خاوره کــــــې
خپل حقوق نه ورکول کېږي ،له همدې امله د دوى له پاره بېګټې اوبې پوښتنې ده که افغانستان ټول اونيم پاکستان
ونيسي دغــــــــه خلک يې څـــه پـــــه سروهي اوکه پاکستان افغانستان نيسي دوى څه پرې کوي دخاورې ترنيولوڅخه دوى ته خپل واک،ټولنيزاوژبني حقوق لومړى والى لري.
د دواړولويوسياسي مشران تل هڅه کوي چې له پښتني سيموڅخه يو دبل په کورنيواوسياسي چاروکې لاس وهنه وکړي ولې برېت پښتنوته ورغوړوي چې ګواکي ستاسوحقوق غواړو...
د دوى ژبني حقوق اودژبې دخوندي کولوله پاره دې دېوان،دفتراوخپرونې ورکول شي،دسوداګرۍله پاره دې لارې چارې ورکول شي،د دواړولوريوبازاري سياسي مشران دې دغه خلک دکرار،ارام اوښـــــــه ژوندتېرولوته پرېږدي سره ديـوې پلرينـــې اوکوړمې خلک دي وېل:
لـــــــه خــــيره مـــــې تـــــوبــــــــه شـــــــه = مــــــــــامـــــــــــاســـــپـــــــــي دې رانــــــــــــه کـــــــــــورې کــــــــــړه.
نوښه خبره به داوي چې زموږمشران دلېونۍکانې ونه کړي دپاکستان اوپاکستاني مشرانوله ټولواندېښنوڅخه دې خپل ځان خبرکړي دافغانستان په بيارغاونه کې دې دغه هيواد ته په زړه پورې ونډه ورکول شي .
همـــــدغه ډول که له نوروګاونډي هيوادونوسره دښــــــــــه ګاونډيتوب اړيکې له دغه هيوادسره پرتله کړو د سمندرپــــه غاړه پروت دغه هيوادزموږله پاره له ټولوڅخه لنډې لارې لري
چې زموږدخلکوله پاره ډېرې ګټورې تمامېدلى شي.
داچې نورهيوادونه موږاوزموږسياسي مشران خپل لورتــــه کشوي يـــادغه مشران له هغوى سره مينه اوميل کـــــوي داډول ډېرې خبرې اوپرېکړې په خپله په دغوښاغلوپورې اړه پيداکوي .