میرویس جلالزی
دکابل ښاردفوټبال دغوره ټيمونو شپږمه اوونۍ پرون مازيگر په دوولوبو سره دوام وکړ.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول احمد شاه رسنیو ته وويل : په لومړۍ لوبه کې داردو ټيم ددوو په مقابل کې په څلوروسره دجوانان ميهن ټيم ته ماتې ورکړه اوپه دويمه لوبه کې داستقلال دفوټبال ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دشعاع په ټيم بريالي شو .
دغه لوبې دکابل ښار ددولسو غوره ټيمونو ترمنځ دکابل په ورزشي لوبغالې کې پيل شوي دي .