په نړوال جال ( انټرنيټ ) کښي د ګوګل ( Google) نړيوال شرکت په لومړي ځل په خپل لټون پاڼه ( Google Search ) کښي د لټون ماشين په پښتو ژباړلی دی .
د ګوګل د لټون ماشين چي د انټرنيټ پر مخ يو له ټولو ښه لټون ماشينونو څخه دی اوس د ګوګل پښتو په نوم داسي د لټون ماشين پر ليکه کړ چي د هر پښتو لغت ، په پښتو ليکلو سره به هرڅوک د هغه اړوند توکي د انټرنيټ له نړوال جال څخه راټولولی شي .
د ګوګل دا پښتو د لټون ماشين د يو شمير هغه پښتنو ځوانانو له خوا ژباړل شوی چي د انټرنيت سره ئې سر او کاردی او په دې لار کښي ټولي د ژباړي تخنيکي اسانتياوي د ګوګل نړوال شرکت له خوا ورکړه شوي وې . چي اخير دا پښتانه ځوانان د نړې په بيلابيلو ملکو کښي په دې وتوانيدل چي د ګوګل د لټون د ماشين ټولي برخي او ګوګل ژباړي ځیني برخي (( په زرګونو جملې او کليمې)) پښتو ته وژباړي دغه ځوانان پر نورو پښتنو ږغ کوي چي د ګوګل ژباړي پښتو برخي ژباړلو ته راودانګي ترڅو دغه ژبه د انټرنیټ په دې کامیابه عصر کي دنورو سیاله کړي
بېنوا ويب پاڼه په داسي ځوانانو وياړي چي د هجرت په ستونزمن شرايطو کښي او د ملکونو په اوږدو فاصلو کښي بيا هم دا با احساسه ځوانان په نړوال جال کښي د خپلي ژبي په غم کښي سره راټول شوي او په ګډه ئې د همدې ژبي چوپړ ته ملا تړلې ده
د ګوګل پښتوژباړي سیسټم چي همدا اوس هم تر کار لاندي دی تاسي په لاندي پته پکښي همکاري کولای سئ
https://docs.google.com/forms/d/1yakaAEKeLq8k29HH8F9_ywUFoHJdW3zhmAhLCIoaYKE/closedform