زه به تل په دې هڅه کې وم چې هغې ته خوشالي ورکړم او د هغې څخه دهغې دردېدلې لحظې په يوڅه نه په يو څه خبره له ياده وباسم او د هغې ژوند ته نوې د خوشالۍ شېبې راوړم، بس زما به يواځينۍ هيله او اميد همدا وو، چې زه وکولى شم د هغه زړه خوښ او خوشاله وساتم او دهغې نظرد ترخو شېبو څخه يې لرې اوپنا يوسم ،اومابه له هغې سره دا خوښي ددې په خاطر ورکوله چې د هغې د ژوند ټول رازونه له ماسره وو او زه يې له هر درد او غم نه خبر وم، خو زما دا ښه د هغې او زما ترمنځ يو ډول خنډ جوړ شو او زموږترمنځ رقيبانو نه غوښتل چې زه دې ددې د ژوند په هره لحظو کې ددې سره مرسته وکړم او هم يې دا نه غوښتل چې موږدې د زړه له هر راز څخه يوبل ته ګران اوسو، زموږ دا پاکه او مقدسه مينه د خلکو په نظر بده او يو ناوړه کار وو، ځکه چې هغه د يوې خانې کورنۍ څخه وه خو ځانته وه.