اسوشیتت پرس: افغان سرتیري امریکایان ووژل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37199

دخبریدو نیټه : 2010-07-21

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپانه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالری

د افغانستان د دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې یوه افغان سرتیري د مزار شریف په ښار کې په دوو امریکایی روزونکو ډزي کړي هغوي یې وژلي او تر څنګ یې یو بل افغان سرتیری هم وژلی خو وروسته دی هم په ډزو کې وژل شوی دی .

اسوشیتت پرس اژانس لیکي چې دغې وژنې د افغان دفاع وزارت اندیښنه را پارولي ده او دغه وزارت یې زړه نازړه کړی دی .

اسوشیتت پرس لیکي چې دغه سرتیري د وسلې د آزمویلو پر مهال د خپل ټوپک خوله په روزونکو را واړوله او هغوي یې له پښو وغورځول.

ناټو هم لا وختې ویلي وو چې دوه افغان او دوه د امریکا سرتیري د مزار شریف ښار څخه لږ لري په  ډزو کې وژل شوي او نور جزیات یې نه وو ورکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایې چې قاتل سرتیری د یوې ډلي سرتیرو مشري هم پر غاړه لرله .

اژانس لیکي چې تر دې دمخه په هلمند ولایت کې یوه هزاره تباره افغان سرتیري دری بریټانوي سرتیري ووژل چې دغه کار د بریټانیا د اردو سخته اندیښنه را وپاروله.

وروسته دغه سرتیری د طالبانو غړی وبلل شو او دغې ډلي وویل چې دا کس دوي په دنده ګمارلی وو.

دغه دوهمه پیښه په داسي حال کې رامنځ ته شوي چې نړیوال متحدین غواړي د افغان ځواکونو روزنه چټکه کړي تر څو وکولای شي چې له بهرنیو سرتیرو  ډیر  مسولیتونه په خپله اوږه واخلي.

اوس پتیل شوي چې د ۲۰۰۹ کال لپاره ټاکل شوي ۸۵۰۰۰ د سرتیرو شمیره د ۲۰۱۱ کال تر اکتبور میاشتې پوري ۱۳۴۰۰۰ تنو ته ورسیږي.

اسوشیتت پرس لیکي چې وروستیو دوو پیښو په افغان ځواکونو په صداقت او وړتیا د نړیوالو شکونه زیات کړي او هغوي نه پوهیږي چې اوس به له دغې ستونزي سره څرنګه چلند کوي.

ژباړه او ترتیپ: میرویس جلالزی