شپیګل: کابل کنفرانس، د مسولیتونو د سپارلو تاریخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37213

دخبریدو نیټه : 2010-07-20

سرچینه: د آلمان ده شپیګل ورځپانه

ترتیب: جلالزی

د غرب بیلا بیلو معتبرو ورځپاڼو په خپلو ننۍ ګنو کې د کابل کنفرانس په اړه لیکني خپري کړي دي.

المانې ژبې مجلې، شپیګل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ټاکل شوې نیټې په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:

شپیګل لیکي چې د کابل د نړیوال کنفرانس د تصویب شوي اعلامیې په اساس به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

خو په سند کې دا نه دي ویل شوي، په دې هېواد کې دېره نړیوال ځواکونه چې دا مهال یې شمېر شاوخوا یو لکو پنځوسو زرو ته رسیدلی، کله به له افغانستان څځه ووځي.

د شپیګل په باور، د امریکا جمهور رییس بارک اوباما ممکن د سیاسي او کورنیو دلایلو له وجې په راتلونکی یوه کال کې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو ایستل پيل کړي او له دې سره سم به ناټو ځواکونو ته هم د وتلو لار خلاصه شي.

شپیګل لیکي، د کابل په نړیوال کنفرانس کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ۲۰۱۴ کال نېټه هم مبهمه او ګونګه بریښي.

د اعلامیې په ۱۷ مې فقرې کې راغلي، نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او پراختیا په مقصد، د افغانستان له ملي پوځ سره مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي.