لیکوال : پوهنوال ډاكټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دجرمني هیواد، نېټه :16- July - 2010
د۱۹۴۵ ل کال دجولای میاشتې په شپاړسمه نیټه یانې پینځه شپیته کاله دمخه امریکايي فزیک پوهانودنیومکسیکو New Mexico په دشته اود لاس الاموس Los Alamos سیمې سره نږدې لومړی اټومي ازموینه ترسره کړه . تراوسه پورې دادنړۍ په تاریخ کې یوه بې سارې پېښه ګڼل کیږي . دسهار پینځه نیمې بجې وې اولمرپه راختلوکې وه چې ځمکه یوه ناڅاپه دنوموړې زورورې چاودنې له کبله وښوریده . په دې ترځ کې یونامتوجرمنی یهودساینس پوه هانس بیتې Hans Bethe اوملګرو یې لږڅه دیرش کیلومتره لیرې دځمکې لاندې ځانونه خښ کړې وو ترڅودغه پېښه له لیرې وڅيړي اوهم یې وګوري . هغه وايي :
(دایوه حیرانوونکې پېښه وه . که څه هم موږ څوسانتی متره پنډې تورې شیشه یې چشمې په سترګوکړې وې خوسره دهغې هم زموږټول چاپېریال تک سپین وپړکیده . ورپسې دګردنه ډکه توره اورېـځ هواته پورته شوه چې په منځ کې یې ارغواني رنګ هم لیدل کیده . دارنګ ځکه منځ ته راغی چې رادیواکټیووړانګې دهوامولیکولونه ایونایزکړه (ionisation) اوپه پایله کې دلیدلووړالکترومقناطیسي وړانګې تولیدشوې .)
هانس بېتې هغه نامتوساینس پوه وه چې د۱۹۴۲ ل کال څخه راپدې خوا یې د منهتان په پروژه Manhattan-Project کې کارکولو. منهتان دهغې پروژې نوم دی چې په نوموړي کال کې دامريکاد حکومت له خواداټوم بم دجوړولوپه موخه جوړه شوه . دمنهتان پروژې مشرتوب اومسئولیت دیهودامریکايې فزیک پوه روبرت اوپېن هایمر Robert Oppenheimer په غاړه وه . داټومي چاودنې مرخیړي ډوله اورېځ دوولس کیلومتره هواته پورته لاړه اورڼا یې ددریوسوکیلومتره واټن څخه هم لیدل کیده . دچاودنې په ځای کې یوه ژوره کنده منځ ته راغله چې درې متره یې ژوروالی اودرې سوه دیرش متره یې پلنوالی وو. هغه ریګ چې دچاودنې ځای په مرکزاوشاوخوکې پروت وه ، سمدلاسه ویلې شه اوپه شنه رنګه شيشه واوښت .
دهانس بیتې ساینس پوه لومړی غبرګون داسې وو.:
( دویاړځای دی چې په بریالیتوب سره موهستوي چاودنه ترسره کړه ) دویم غبرګون یې داوو:( دخدای لپاره داموڅه وکړه ،نړی ته موڅه پېښه ورسوله ).
یونامتو هنګري یهوداوامریکایی فزیک پوه ایډوارد تیلر Edward Teller اونوروفزیک پوهانوپه دې اړوندشرطونه هم کیښودل . یوې ډلې ویل چې ګڼه اتومي چاودنه ناکامه کیږی اوبیابلې یوې ډلې دبریالیتوب چیغې او دعواکوله . خوکله چې په ۱۶ دجولای ۱۹۴۵ ل کال کې لومړی هستوي ازموینه په بریالیتوب سره پاې ته ورسیده نولاندې ډول غبرګونونه ولیدل شوه :
ځینې فزیک پوهان ډیرخوشحاله شول،ځینې فزیک پوهان بیخې غلي پاتې شول اوبیا ځینو فزیک پوهانو په ژړا پیل وکړ. یوه تن فزیک پوه په لوړاوازنوروته داسې وویل : (ای ارامزاده ګانو، داموڅه وکړل ؟
دپام وړ: دلومړی پلوتونیم اټومي ازموینې دکودنوم ترینیتي Trinity وه اومانایې ده : (درې مقدسات چې کوم پټ مذهبي نوم دی ) . په چاودنه کې ازاده شوې انرژي یې اته اتیاتیراژول قیمت درلود TJ 88 چې دیوویشت کیلوټن ټي این ټي 21 TNT کیمیاوي انرژي سره معادل دی . عام ولس داټوم بم خطرناکې وسلې څخه څومیاشتې وروسته خبرشو.
دمنهتان پروژې مسئول مشراوپېنهایمر Oppenheimer په خپل ورځنى يا دداشتونوکې لیکلي دي :
(اوس پوه شوم چې ګناه څه ته وايي ....) . خوهغه مهال چې دپلوتونیم Plutoniumbombe هستوي چاودنه په بریالیتوب سره روانه وه نوهمدغه یهودي امریکایی Oppenheimer خپل ځان ډیرمغرورښودلواود یوه کاوبای Cowboy په شان یې تمثیل کولو. دوه ویشت ورځې وروسته یانې په شپږم داګسټ ۱۹۴۵ ل کال دیورانیوم اټوم بم دهیروشیما په ښارواچول شو. ورپسې شپاړس ساعته وروسته دامریکا ریس جمهور هاري ترومن Harry Truman دجاپان پاچاته داسې اخطارورکړ:
(ای دجاپان پاچا! یابه سمدلاسه تسلیم کیږي اویابه داوي چې توراوخچن باران به درباندې ووریږي .) تورباران ځکه چې د اټوم بم په چاودنه کې هستوي وړانګې، رادیواکتیوګرداورادیواکتیونښلیدونکي قیرډوله تورمواد منځ ته راځي اوبیرته په ځمکه راتویږي .
دامریکا ریس جمهور هاري ترومن په خپله وینا کې زیاته کړه :
(زه دامریکا په ساینسپوهانوډیرویاړیم چې ددریوکالونوپه مود ه او علمي څیړنوپه پایله کې یې یوه ارزښتناکه وسله جوړه کړې ده. دغه علمي تجربه چې په تاریخ کې ساری نه لري لګښت یې ددوه ملیاردوډالروڅخه هم وواښت . اوس موږمیدان وګټلو. دتاریخ پاڼه اوس بلخوا واوښته) :
۱- شکل : دامریکايي فزیک پوهانولومړی هستوي ازموینه ښوول شوې ده چې په شپاړسم دجولای ۱۹۴۵ ل کال دمکیسکوپه دشته کې ترسره شوه . داتوم بم مرخیړي ډوله توره اورېځ دچاودنې دپیل په پړاوکې لیدل کیږي .
دلوموړی اتومي ازموینې دیزاین ټکنالوژي د implosion-bomb design په نامه سره یادیږی . نوموړې داسې ټکنالوژي ده چې میخانیکي جوړښت یې دیوه غونډارې په شکل دی . په منځ برخه کې یې چاودیدونکی پلوتونیم Pu-239 هستوي سونګ موادځای په ځای شوي وي اوشاوخوا دایروي برخه یې په لوړه کچه چاودیدونکی کیمیاوی موادتشکیلوي . دغه کیمیاوي چاودیدونکي مواد ، ددایرې په څنډه کې داسې ویشل شوي دي چې هره برخه یې ځانته دعدسیې اغیزه لري اوحرارت په منځ برخه کې فوکس کوي . نوله دې کبله دابرخې دعدسی lenses په نامه سره یادیږي . کله چې دټولو عدسیوکیمیاوي موادپه یوه وخت کې بل شي اوحرارت یې یوازې منځ خواته خپورشي نودپلوتونیم چاودیدونکې کتله باندې میخانکي فشار راځي اوکتله یې په بحراني کتله (Critical mass) اوړی . بحراني کتله ترټولوکوچنی چاودیدونکې کتله ده چې یوهستوي ځنځیري پايښت لرونکې تعامل لپاره کفایت کوی . دهر یوه چاودیدونکې عنصرلپاره بحراني کتله توپيرلري اودکتلې په کثافت ، هندسي شکل ، سوچه توب ، بډای شوې سلیزه برخه ، تودوخي اوپه بهرني چاپیریال کې جوړشووموادو(لکه نیوترون انعکاس کوونکو) پوری اړه لري . دبیلګې په توګه دپلوتونیم دوه سوه نهه دیرش لپاره چې قطریې لږڅه نهه سانتی متره وی دبحراني کتلې وزن لس کیلوګرام 10 kg دی .
۲- شکل : د اټوم بم املپزیون ډوله implosion-bomb design ټکنالوژي ډیزاین ښوول شوی دی .د بهرخوانه دکیمیاوي انرژي په کارولوسره میخانیکي قوه اوفشاردومره زیات کیږي چې دمنځ برخې هستوي مواد لکه پلوتونیم مواد بیخي یوپه بل کې ننوځي اوپه پایله کې بحراني کتله ( Critical mass) منځ ته راځي .
دپلوتونیم تولید: (Plutonium-239 production) :
پلوتونیم دوه سوه نهه دیرش Pu-239 په هستوي بټۍ کې منځ ته راځي کله چې دسونګ چاودیدونکومیلو rods په موادوکې دیورانیوم اتوم څخه یونیوترون n جذب شي . دبیلګې په توګه کله چې د یورانیوم دوه سوه اته دیرش U-238 په هسته باندې یونیوترون ولګیږي اوهلته جذب شي نوپه لومړي پړاوکې په یورانیوم دوه سوه نهه دیرش U-239 باندې اوړې . ورپسې دنوموړی یورانیوم په هسته کې پرلپسې دوه ځله دبیتاتجزیه Beta decay ترسره کیږي . کله چې دیورانیوم دوه سوه اته دېرش هسته یونیوترون راونیوه اوپه یورانیوم دوه سوه نهه دیرش واوښت نوسمدلاسه دهستې څخه یوالکترون e- اویوانتي نیوترینو بهرته شړي .په دې لومړنۍ بیتا تجزیه کې دنیپتونیوم Neptunium-239 هسته منځ ته راځي . په دویم پړاوکې یوځل بیا دبیتاتجزیه ترسره کیږي اودنیپتونیم هستې څخه یوالکترون اویوانتي نیروترینوخپریږي . په پایله کې پلوتونیم دوه سوه نهه دېرش تولیدکیږي . دنوموړي هستوی تعامل کیمیاوي معادله په لاندې ډول لیکل کیږي .
څرنګه چې په نوموړې کړنلاره کې دومره ډیرپلوتونیم Pu-239 نه شي تولیدکیدای داځکه چې دیورانیوم دوه سوه اته دیرش اویانورواتومونوباندې خچن شوي وي نوله دې کبله ډیره موده په کارده ترڅوپه کافی اندازه پلوتونیم منځ ته راشي . دبیلګې په توګه په یوه کال کې لږڅه یوکیلوګرام پلوتونیم تولیدکیږي . دډیروپرمختللوکیمیاوي طریقوپه مرسته کیدای شي چې دهستوي بټۍ سوځیدل شووموادوڅخه سوچه پلوتونیم ترلاسه شي .
(پای )
(په درنښت )
اخذلیک :
۱- http://de.wikipedia.org/wiki/Implosion
۲- http://en.wikipedia.org/wiki/Plutonium-239