د نفت بيه ولې لوړه شوه؟ پر افغانستان او نړۍ به يې اثرات څه وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3725

دخبریدو نیټه : 2005-09-25

محمدآصف ننګ
 ‏جمعه‏، 2005‏/0۹‏/19
 د روان کال ۲۰۰۵د اگست د مياشتې په نيمايي كې د خام نفت يا برنت نرخ ((يوه بشكه يا يو بېلر)) پنځه شپېته ۶۵-۶۷ ډالرو ته ورسيد (البته د سپتمبر د مياشتي په نيمايي كې دغه نرخ د امريكا د طوفانونو له كبله تر ۷۰ ډالرو پورې ورسېد). د نفت د بيې دومره چابكه او مسلسله لوړتيا د دې باعث شوى چې د ټېټ دخل خاوندان خپل موقعيت نور هم له لاسه وركړې. د نفت د نرخ لوړوالى نه يواځې دا چې د فقيرو او مخ پر ودې هيوادو د افرادو او حكومتونو په وړاندې يو ستر چيلنج دى، بلكې د نړۍ غني او صنعتي حكومتونه تر دوى هم زيات پكې زيانمن كيږي، خو پدې توپير سره چې غني او پرمختللې هيوادونه دغه زيان مهار كولې شي، او د جبران لپاره يې لارې چارې لري، خو فقير او وروسته پاتې هيوادونه د نرخ د لوړتيا غټ بوج، پرته له كوم جبران زغمي.
 په تاريخي لحاظ كه وګورو نو د عرب اسرائيل د درېم جنګ په كلونو كې ((۱۹۷۳- ۱۹۷۹)) هغه مهال چې ملك فيصل ((د سعودې عربستان پاچا)) پر غربي هيوادونو، په ځانګړې توګه امريكا، د نفت صادرات بند كړل [پدې عنوان چې دوى د اسرائيلو ملاتړې دي] هغه مهال د نفت بيه له پنځو ډالرو څخه څلويښت ډالرو ته لوړه شوه، البته د هغه وخت څلوېښت ډالره د نن وخت د سل ډالرو معادل دي، د همدې نفتي انقطاع په وجه جګړه په ظاهره د عربانو په ګټه تمامه شوه، خو مرحوم ملك فيصل پخپل دې موقف سره، خپل سر هم وخوړ.
 جګړه ختمه شوه، د عرب اسرائيلو تر منځ د سولې تړون لاسليك شو، خو غربي هيوادونو په همدې كلونو كې د دې جګړې تر ټولو لوړ قيمت وركړ، ځكه چې د دوى اقتصاد ته داسې تاوان ورواوښت چې تر ډېرو كلونو پورې يې ورته جبران آسان نه و.
 كه له يوې خوا د ملك فيصل د مقاطعې سياست، غرب ته په عارضي ډول اقتصادي زيان ورساوه، نو له بلې خو يې دا ذكاوت هم وركړ چې، كيداى شي يو ورځ همدا د نفت توليدونكي عربي هيوادونه له دې حربې څخه بيا ګټه اوچته كړې، ځكه خو يې د عربي نړۍ پر نفتو خپلې بې پرې اتكا ته د ((احتياط)) په پلونو راننوتل شروع كړل.
 غربي نړۍ پوه شوه چې د نفت توليدونكي هيوادونه، يواځې د نفتي گټو پر عوايدو متكي نه دي. د ملك فيصل سياستونو دا فرضيه غلطه ثابته كړه، چې د عربي نفتو لپاره، د عربي نړۍ پر نفتي عوايدو اتكا، د دې منبع دثابت او عادي جريان لپاره كافي تضمين نه دى. د ملك فيصل پاليسو غربي نړۍ نوى تفكر ته اړ كړه، د ((نفتي بدايلو لټون)) شروع شو. شايد دا به بې مفهومه نه وې كه ووايو، همدا دفيصل غوڅ دريځ، په نړيواله كچه د بديلو انرژيو مفكوره راژوندۍ او انكشاف يي وركړ.
 په امريكا او اروپا كې د اووياومې لسيزې ۱۹۷۰-۱۹۸۰تجربه ډېره ارزښمنه وه. د لمر انرژۍ، د اتم، ګاز، اوبو او نورو گڼو انرژيو د انكشاف او ترويج لپاره ساينس او تكنولوژۍ نوى نوى تجربې رابرسيره كړې. امريكا د عربي نفتو نه د بشپړ خلاصون په نيت په كال ۱۹۷۴ كې ((د انرژۍ نړيوال آژانس)) تاسيس كړ. د دې اژانس له تاسيس څخه امريكا غوښتل چې عربي نفت له صفر سره ضرب كړې، خو داسې ونه شول، ځكه خو يې په كال ۲۰۰۲ كې د عراق په نظامي اشغال سره دوهم حل ته مخه كړه، يعني د زور له لارې د نفت پر زيرمو حاكميت.
 كه د بديلو انرژيو انكشاف او پدې مجال كې پرمختګ له يوې خوا د غربي ساينس د پراختيا سبب شوه، نو له بلې خوا مطمئناً ويلى شم چې پدې مجال كې هره موثره پراختيا د نړۍ او نړيوالو په ګټه ده، او هغه ځكه چې نفتي منابع، يا نفتي زيرمې فنا كيدونكي دي. كه نفت خلاص شي نو نړۍ به څه كوي؟ دا هغه سوال دى چې غربي نړۍ يي ((سوچ)) او ((انكشاف)) ته اړ كړه خو اسلامي او عربي نړۍ، د خليج د كسول او عياشو عربانو د سلطنت له كبله په نفتي سياستونو او نفتي صنعت كې هيڅ د قدر وړ پرمختګ ونكړ. دوى تر خپل حيات پورې د نفت د بې كرانه چينو جريان، د خداى نعمت او مرحمت گڼي او په همدې اميد نفت خرڅوي او ځانونه چاغوي!!
 په همدې مقدمې سره دلته غواړم په لومړي سر كې پر دې وګړيږو چې نفت څله دومره مهمه ماده ده چې د اوسني عصر سياستونه ((نړۍ د نفت په لټه)) پرې استوار دي؟
 ځكه چې: د نفت انرژۍ، د بلا منازع حريف په توګه پر دې بريالې شوې چې د نړۍ صنعتي څرخ وڅرخوي. بل خوا كه وګورو نو د نړۍ صنعتي ماشينرې د نفت په انرژى اموخته ده، دا به آسانه نه وې چې دغه د صنعت نفتي انجنونه، په نورو انرژيو تعويض شي، البته ثقيله صنايع په غټه پيمانه پر نفت متكي دي. پدې كې شك نشته چې د بديلو انرژيو مفكورې د قدر وړ انكشاف وكړ، خو تر دې دمه هيڅ انژرۍ ((پرته له طبيعي ګاز)) هغه ستيج ته ندې رسيدلې چې له نفتو سره مقابله وكړې او په كلې توګه له نفت استغنا وشي.
 نفت نه يواځې د سون د موادو په حيث بلكې د صنعت په محرك كولو، د ثانوي توليداتو او مركباتو په جوړښت،د ګرمايش، د ځمكني، بحري او هوايي ترانسپورتيش لپاره هم غټ اهميت لري، په اجمالي توګه ويلې شو چې نفت د صنعتي ژوند په كالبوت كې د ((ويني)) حيثيت لري –خو اداره يا منجمنت په اقتصادي ژوند كې د ((روح)) حيثيت لري- چيرته چې په كالبوت كې ((وينه)) نه وي هلته ((روح)) هم نه وي، او چې روح نه وي نو د ويني موجوديت هيڅ معنا نلري! لكه د عربانو په كالبوت كې چې روح نشته، خو وينه پريمانه ده.
 
 د نفت بيه، د لوړتيا او ځوړتيا عوامل:
 كه څه هم تر اوسه د نفت بيه ځوړه شوې نه ده، اما په يو لړ استثنايي حالاتو -لكه جګړې، د تقاضا كمښت او اقتصادي كساد- كې، په موقتي توګه د نفت بيه راغوځي، خو د نفت د نرخ ځوړتيا حتى د يوې فرضې تر حده هم په اقتصاد كې د يادونې وړ نه ده.
 ځكه نو ويلې شو چې معمولاً د نفت بيه مخ په لوړتيا ده، كه څه هم دغه لوړتيا په تدريجي توګه تر سره كيږي، خو په تيرو پنځو كلونو كې د نفت نرخ په نامتوازن ډول ډېر لوړ شو.
 دلته هغو عواملو ته اشاره كوم چې د نفت د نرخ په لوړتيا يې اغيزه كړې. دوه ډوله عوامل د غور وړ دي. موقتي يا فرعي عوامل، دوهم، حقيقي او اصلي عوامل.
 
 د نفت د لوړتيا موقتي يا عارضي عوامل:
 په نړيواله كچه تير ژمى هم سوړ و او هم دوامداره، همدا د تيركال د ژمې سړښت باعث شو چې خلك د ګرمايش لپاره د سون مواد زيات مصرف كړي، كه ارقامو ته وګورو نو په امريكا، آسيا او اروپا كې تير ژمۍ د سوړتيا له پلوه په تر ټولو ټېټې درجې كې و، پدې ژمې كې دسون د موادو مصرف او تقاضا د تيرو ژمو په نسبت درې برابره زياته وه، د تقاضا لوړتيا د نرخ د لوړتيا باعث شوه
 د روان كال په جريان كې په امريكا او اروپا كې د غټو قماري پانګوالو لخوا د نفتي كمپنيو په اسهامو او بورصاتو كې، پانګونه او ګډونتوب لوړ و. ويل كيږي چې د روان كال په سپتمبر او اكتوبر كې به د نفتي كمپنيو د مساهمينو شمېره نوره هم زياته شي، دغه تبليغاتي عامل د دې باعث شوى چې پدې كمپنيو كې د نوېو مساهمينو ((سهم اخيستونكو)) د راجذب كولو لپاره، د نفتي كمپنيو مالكين، يو لړ تبليغاتي كمپاين پر كار واچوي، د مثال په توګه د همدې كال په جنوري كې د نفتو سترو څو مليتي كمپنيو لكه شل سوپر، بريتش ايل، دلتا، يونوكال، د چيس منهنتن بانك او...د يوې تحقيقي څېړني په انتشار سره خبر وركړې و چې د نفت بيه به په نژدې وخت كې تر ۱۳۰ ډالرو پورې لوړه شي، دغه تحقيقي څېړنه كه له يوې خوا په ملحوظو حقايقو ولاړه وه، خو هدف ترينه د نفتي كمپنيو په ګټه د تبليغاتو خپرول و، همدا تبليغاتي عامل، د پيروشيماوي اسهامو او بورصاتو اخيستونكي ديته تشويق كړل چې په غټه كچه پدې كارو بار كې پانګونه وكړي. دغو سترو قماري پانګوالو كه له يوې خوا په خپلو تبليغاتو سره وكولى شو چې د وړو پانګوالو شمېره پر خپل ځان ورټوله كړې نو له بلې خوا يې د نفت صادرونكي هيوادونه هم اړ كړل چې په نسبي توګه نرخونه لوړ كړي. دغه عامل كه څه هم د نفتي كمپنيو په ګټه تمام شو، خو د نفت لوړتيا د فقيرو او متوسطه طبقو لپاره د هغوى د ويني زبېښل دي.
 د اكوادور د دولت لخوا د نفت د صادراتو متوقف كول، كه څه هم دغه هيواد د امريكا په جنوب كې پروت، وړوكې هيواد دى، خو تر كال ۱۹۹۲ پورې د اوپك غړى و، دغه هيواد په امريكايي هيوادو كې د نفتي صادراتو له پلوه په پنځمه درجه كې واقع دى، چې په ورځ كې ۵،۵ (پنځ نيم لكه) بشكې تيل توليدوي، پدې كې ۴ لكه بشكې نړيوال بازار ته صادركيږي. خو سښكال ۲۰۰۵ د جولاى په مياشت كې د اكوادور د نفتي سيمو –لكه سوكوومبيوس او ارولا- اوسيدونكو د نفت د توليد په مقابل كې د اضافي امتيازاتو غوښتكي شوو، د سيمي د استوګنو او حكومت تر منځ شخړه د دې سبب شوه چې باغيان د تيلو د څاګانو په شمول پر يو لړ مهمو صنعتي تاسيساتو حمله وكړي او پرې حاكم شي. د اكوادور د نفتو د صادراتو بنديدل باعث شو چې د اوپك صادرونكي د دې خلا د ډكولو په مقابل كې خپل توليد زيات كړې او په مقابل كې د نفت بيه نوره هم لوړه كړې.
 د روان كال په اګست كې امريكايي متخصصه رسنيو خبردارى وركړ چې د امريكا نفتي زيرمې په مسلسله توګه له ركود او كمښت سره مواجه شوي، پدې خبردارى كې راغلې و چې د امريكا حكومت به ډېر ژر مجبور شي چې د روان كال په وروستيو شپژ مياشتو كې له خارج څخه د نفت واردات زيات كړي، دغه موضوع ته په كتو سره د نفت توليدونكو هيوادونو په غير پلانيزه توګه د دې راروانې خلا او نقص د ډكولو په هدف، د نفت بيه لوړه كړه. علاوتاً د نفتي موادو ترانزيت ريټ هم يو له هغو فرعي عواملو څخه دى چې د نفت پر بيعې يې اغيزه وغورځوله.
 د عراق اشغال، او په عراق كې د جګړو او تخريبي عملياتو دوام، د دې باعث شوې چې له عراقي نفتو څخه لازمه استفاده ونشي. عراق د نفت د صادرونكو هيوادونو په لړ كې څلورم مقام درلود. خو اوس د دې هيواد د نفتو د توليد او تور قاچاق په اړه حقيقي ارقام نشته، ويل كيږي چې امريكا په پټه، بې له دې چې ارقام ثبت كړې، يا قيمت يې ادا كړې د عراق نفت انتقالوي. په هر حال، اوس مهال د عراقي نفتو رصيد په اوپك كې حسابي رقم نلري، همدا امر باعث شوى چې امريكا او اروپا د اوپك له هيوادونو څخه، د هغه خلا ډكول وغواړې كوم چې پخوا عراقي نفتو ډكوله، دغه مسائلې ته په پام سره اوپك د اضافي توليد لپاره يو ځل بيا نوى نرخ كېښود.
 د امريكا طوفانونه، د كاترينا او بيا ورپسې د ريتا طوفان چې د جنوبي امريكا مهمې نفت خيزه سيمې يې تر يرغل لاندې راوستې. پدې كې د مكزيك د خليج څلورويښت نفتي تصفيه خانې په بشپړه توګه تر اوبو لاندې راغلې، د لويزانا او نيواورلينز تر منځ د ((پورت آرتو)) او ((بيمانت)) سيمې، د هيوستن او تكساس نفتې سيمې د همدې طوفان په لپيټ كې دي. د مكزيك خليج د امريكا د ټول نفتي توليد څلوردېرش ۳۴ % په سلو كې نفت له همدې ځايه تصفيه كيږي. د مكزيك د خليج نفتي كارخانې په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوي دي، احتمالاً ۹۹ % ذيرمې طوفان لاندې كړې وي.
 د روان كال ۲۰۰۵ سپتمبر په مياشت كې قزاقستان او اوزبكستان پر تاجكستان د نفتو په صادرولو محدوديت وضع كړ، تاجكستان خپل ۹۰ % نفت له قزاقستان او اوزبكستان څخه واردوي، كه څه هم په خپله په تاجكستان كې زياتره موټران او ملي بسونه په ګازو چليږي اما پرته له نفتو د دې هيواد صنعتي ژوند په ټپه ولاړ دى.
 په نيجيريا كې يو بيلتون پاله د حكومت په خلاف په شورش او غورځنګ لاس پورې كړې. دغه ډلې وكولاى شو چې د دلتا نيجر په سيمې قبضه ولګوې، دلتا نيجر د نيجيريا مهمه نفتي سيمه ده، دلته د شيفرون تكساكو امريكايي كمپنۍ د نفتو په كاروبار بوخته ده. دغه بيلتون پالې ډلې ګواښ كړى چې كه د دوى د ډلې رهبر راخوشي نه شي نو ټولې نفتي زيرمې به تخريب كړې. د يادونې وړ ده چې نيجيريا په ورځ كې ۲.۷ ميليون بشكې تيل توليدوي، نيجيريا په افريقايي قاره كې د نفت په توليد كې لومړى او په نړيواله كچه د نفت د توليد له پلوه اووم هيواد دى.
 په عمومي توګه په منځنۍ آسيا، افغانستان او ځينو افريقايي هيوادو كې د جګړو نسبي خاتمه او د بيارغاونې جريان، د دې باعث شوى چې د تعميراتي موادو او نورو اړتياييې موادو په صنعت كې پراختيا راشي. كه وكتل شي نو په منځنۍ آسيا او افغانستان كې نسبي سياسي ثبات او پر مصرفي توكو د اقتصاد متكي كيدل، باعث شوي چې روزانه په زرهاوو توليدي توكې د ځمكې او هوا له لارې دي هيوادونو ته رامات شي. طبيعي ده چې د هر اضافي صنعت لپاره، اضافي مصرف ته اړتيا وي، لكه چې اشاره مو وكړه، په نړۍ كې د صنايعو څرخونه په نفتي انرژيو څرخې نو همدا امر په خپل حد كې د نفت تقاضا لوړه كړې چې ورسره يې نرخ هم لوړ شو.
 [د يادونې وړه ده چې په يوه مرحله كې د انرژۍ د موادو د نرخ او تقاضا لوړوالى د توليد د ركود باعث هم ګرځي، ځكه چې توليدي كارخانې نشي كولى په توليد كې د نفقې يا مصرف لوړوالى تحمل كړې. توليد هغه مهال نارمل او متوازن پاتي كيداى شي كله چې په توليد كې د مصرفي موادو ((خام موادو)) نرخ ټېټ او پخپله پر توليداتو تقاضا لوړه پاتي شي. د مثال په توګه كه وګورو نو دم مهال د نړۍ سترې څومليتي كمپنۍ، منجمله BA بريټش ايرويز، يا د بريتانيا هوايي چلند، د خپل شركت د متوازن او ثابت چلند لپاره مجبوره وه چې په لوړه بيه محروقي (دسون) مواد واخلې او بيا د هغې بوج د خپلو مشتريانو پر اوږو واچوې چې پايله په يو لړ اعتصابونو ختمه شوه او كمپنۍ د څو محدودو ورځو په توقف سره په ميليونونو ډالره تاوان وكړ.]
 دا او ځينې نور موقتي يا فرعي عوامل باعث شوي چې د نفت بيه لوړه پاتې شي.
 څېړونكي باور لري چې كه د عراق نفت د نفت په نړيوال توليد او استخراج كې پراخه او قانوني ونډه وانخلې نو د نفت او نفتي مصنوعاتو بيه به په نامتوازن شكل سره نوره هم لوړه شي. معنا دا چې سښكال د دې احتمال شته چې د نفت بيه تر ۸۰ يا ۱۰۰ ډالرو پورې اوچته شي.
 هغه څه چې د غور وړ دي هغه دا دې، هرڅومره چې د انرژۍ د مولده موادو بيه لوړيږي په هماغه پيمانه اقتصادي رشد له ركود او شكست سره مخامخ كيداى شي، كه د نفت بيه همداسې مخ په لوړتيا وي ممكن چې په نړيواله كچه په اقتصادي رشد كې مسلسل ركود راشي، د ارقامو او احصائيو له مخې په تيرو دوو كلونو كې د نفت د بيعي له لوړتيا سره په نړيواله كچه په اقتصادي رشد كې ۸% كمښت راغلى.
 
 د نفت د بيعي د لوړتيا حقيقي يا اصلي عوامل:
 د نفتي منابعو طبيعي كمښت او د تقاضا لوړتيا. د يوې ثابتې معادلې په توګه دا خبره ثابته شوې چې د اقتصادي منابعو يا مواردو په شمار كې نفت يو له هغو اهمو او حياتي موادو څخه دى چې د نړۍ په انكشاف او د انساني ژوند په روښانولو كې يې د قدر وړ ونډه لرلې، خو دغه ماده د فنا كيدو يا ختميدو خاصيت لري. كه څه هم د هرې نفتي څاه ځانګړې ظرفيت وي، چې د هماغه ظرفيت په تناسب يې د عمر او دوام اندازه لګول كيږي، خو معمولاً يې عمر له ۲۰ نيولې تر ۱۰۰ كلونو پورې اټكل شوى. البته دا به هم ياده كړو چې تر اوسه د نړۍ ټولې نفتي زيرمې نه دې راسپړل شوې، د دې اميد او چانس شته چې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې نوى نوى نفتي او ګازې زيرمې راپيدا شي. ولي په كوم ظرفيت چې نفت په نړۍ كې اوس مهال موجود دي، همدا ظرفيت او همدا موجوده زيرمې، د نفت پر بيعي او پر نفتي سياستونو او نفتي استرتيژى اثر غورځوي. هغه زيرمې چې لا نه دې كشف شوې هغه د نرخ پر معادله هيڅ اثر نلري، همدا لامل دى چې د هر كال په تيريدو سره د موجوده نفتي زيرمو له عمر او استخراج څخه يوه څه راكميږي او دا پدې معنا چې د هر ځل كمښت او هر ځل استخراج بيه له مخكنې سره توپير پيدا كوي. پدې توګه تر هغو پورې چې په غټه كچه نفتي زيرمې نه وې كشف شوې، او د استفادې وړ نه وې ګرځيدلې همدا اوسنۍ نفتي زيرمي او نفتي هيوادونه به د نفت په بيه كې بشپړ حاكميت ولري. او دنفت بيه به په طبيعي ډول مخ په لوړتيا وي.
 د بديلو انرژيو نامطلوب انكشاف. لكه چې مخكې مو اشاره وكړه د اوياومې لسيزې په ترڅ كې د بديلو انرژيو مفكورې اوج واخيست، د امريكا او اروپا په شمول په نورو صنعتي هيوادو كې د نفت پر بديل ډېر زيات تحقيقات او څېړنې وشوې، دم مهال تر نفت وروسته د ګاز انكشاف تر ټولو زيات اهميت لري، نورې بديلې انرژۍ د ((كميت))، ((قيمت)) او ((كيفيت)) له پلوه كله هم هغه مقام ته نشي رسيدلې په كوم كې چې نفت او بيا ګاز قرار لري. ګاز د قيمت او كيفيت له پلوه تر پتروليمو زيات ښه والى لري اما د كميت له پلوه په هغه حد كې نه دى چې نړيوالې غوښتنې يا تقاضا ته ځواب ووايي. د برق انرژۍ هم همداسې يو كيفيت لري، له يو پلوه يې قيمت ډېر لوړ دى له بل پلوه يې توليدي قدرت په هغه حد كې چې نفت او ګاز قرار لري ندى. له نفت پرته نورې ټولې انرژۍ كه هغه طبيعي ګاز ده، كه شمسي او اتومي انرژي ده، كه زغال او برېښنا او...دوه مهم خاصيتونه لري، يو دا چې بيه يې لوړه تماميږي دوهم دا چې د ټولو انسانانو د استفادې او د ټولو خلكو په دسترس كې نشې راتلاى. د نړۍ فقير او متوسط هيوادونه كله هم پر دې قادر نه دې چې د اتوم يا لمر له انرژۍ څخه هغسې استفاده وكړې، څنګه چې يې د پرمختللو هيوادو پرګنې كولى شي. د بديلو انرژيو په پراختيا او ترويج كې نامطلوب انكشاف د دې باعث شوى چې نفت د ټولو سردار پاتې شي او خپل نرخ په خپل لاس كې ونيسې.
 په چين، هند، كوريا، تايوان او منځنۍ آسيا كې اقتصادي رشد. يواځې چين د نفت له نړيوال توليد څخه ۵% په ناكافي حد كې واردوي، معنا دا چې اړتيا يې زياته ده خو اوپك همدومره نفت ورته مهيا كولى شي. چين په راروانو ۲۰ كلونو كې غواړې د نړۍ ۲۴% نفت او په همدې توګه ۱۸% طبيعي ګاز واخلې. د چين بې انتها صنعتي كيدل او ورسره ورسره د هند، كوريا او تايوان چابكه صنعتي پراختيا دې باعث كيږي چې په راروانو لسيزو كې د نفت او ګاز تقاضا لوړه پاتې شي. دغه پورته ياد شوي هيوادونه كافي دې چې د نفت پر بيعي خپل اغيز وساتي، البته دا په داسې حال كې ده چې موږ په افريقا، آسيا او نورې نړۍ كې د اقتصادي پراختيا ګراف بلكل له نظر وغورځوو.
 د امريكا اشغال غوښتونكى سياست. د سپتمبر ۱۱ له واقعاتو وروسته، د نفت او پيتروليمو په بيه كې دوه برابره لوړوالى راغلى، معنا دا چې د دې پېښو تر مخه، نړۍ يو ثابت او نارمل وضعيت درلود. خو تر دې پېښو وروسته، او بيا ورپسې پر افغانستان اوعراق د امريكا نظامي حمله او د دې هيوادونو اشغال، د دې باعث شو چې په نړۍ كې آشوب، آشوبګري، ويره، خوف او مايوسي عامه شي. عربي نړۍ په مجموع كې، د ياس او ناميدى په فضا كې ژوند كوي، افريقا هم له دې اشغالي روند سره خرابه شوه. هند، چين، روسيه، پاكستان، ايران، سوريه، لبنان، سوډان، سعودي عربستان، شمالي كوريا او... مطلب تقريياً د ځمكې نيمه كره په داسې وضعيت كې قرار لري چې كه جنګ پكې نه شته نو جنګ ته د تيارسئ په حالت كې دي. او د دې سترې نيمې كرى اصلي ويره او ټكر له امريكا سره ده. امريكا غواړې ټوله دنيا لاندې كړې، د ټولې دنيا زيرمې او وسايل ورخپل كړې... دا د يوې مفكورې په حد كې نه بلكې عملاً دغه اشغالې پروسه روانه ده، همدا اوس چې امريكا له عراق او افغانستان لا پوره فارغه شوې نده، سمدلاسه يې د ايران او سورې لپاره تورې تيارې راكښلې، معلومه نده چې كله به بل اور بلوې او كله به يو بل سالم هيواد پر عراقي جهنم بدليږي!! دغسې بلوايي حالت نه يواځې چې د نفت پر نرخ او وضعيت اثر غورځولې بلكې د هر جنس نرخ يې متاثره كړى. په دغسې وضعيت كې حتمي ده چې د نړۍ توليدي او انكشافي برنامې يا په ټپه ودريږي، لكه چې په عراق كې په ټپه ولاړې دي او يا به كم له كمه د جګړيزه حالاتو له كبله صدمه ويني. همدا اوس چې په عراق كې كومه تخريبي عمليه روانه ده، هغه د نورو شومو مقاصدو تر څنګ پدې مقصد هم روانه ده چې دا ملك دومره ويجاړ او ويران شي چې تر راتلونكو ۵۰ كلونو پورې د دې توان پيدا نكړي چې فابريكي او كارخاني جوړې كړې او بيا له وړيا نفتو څخه په خپل صنعت كې برخه واخلې. امريكا شايد دا تخمين كړى وې چې ايران او سوريه په ډېرې چابكى سره صنعتي كيږي، دوى خو وړيا نفت لري، او چې څوك وړيا نفت ولري نو صنعت يې له هرهغه هيواد سره سيالي كولى شي چې په لوړه بيه خپل صنعت ته نفت اخلي. ښايي امريكا د دې اټكل هم كړى وي چې كه دا د نفت او ګاز له زيرمو سرشاره دنيا ((د نفت او ګاز له دنيا څخه مراد همدا عربي او د منځنى آسيا سيمې )) آرامه او سوكاله پاتي شي، نو د چين په شاوخوا كې صنعتي او اتومي هيوادونه به آسمان ته ورسيږي. سمه ده چې چين ډېر نفت نلري خو د نفت همسايه خو ده...!
 
 دپاى خبرې په دې رانغاړم چې، كه له يوه پلوه د نفت بيه لوړيږي نو وروسره ورسره دغه موضوع نيغ په نيغه د دريمې نړۍ دهيوادونو سياسي، اقتصادي، اجتماعي او امنيتي وضعيت هم متاثره كوي. همدا اوس چې په دريمې نړۍ كې د خشونت، جهالت، بې كاري، فقر او بې ثباتۍ كوم تسلسل حاكم دى، طبيعي ده چې د نفت د نرخ له لوړتيا سره به وضعيت تر بد بدتر كيږي. او دا به په اصطلاح د تروريزم او انتقام پديده لا پسې غښتلې كړې.
 
 د نفت بيه يواځي د هغو څومليتي نفتي كمپنيو په ګټه ده چې د خپلو ((اسهامو)) او ((بورصاتو)) له لارې غواړې پر پانګو لوبي وكړي. سمه ده چې د نفتي كمپنيو د مساهمينو شميره به د نرخ د عامل په وجه زياته شي، اما د هغو انسانانو سرنوشت به چې له نفت څخه د حياتي مادې په توګه استفاده كوي څنګه كيږي؟
 دقيقاً ويلى شم چې افغانستان د يوه نوي مصرفي هيواد په څېر د نفت له اور څخه سالم نشي پاتې كيداى، كه د نفت د بيعي لوړوالى د خلكو په انفرادي ژوند منفي اثر غورځولى شي نو په سياسي لحاظ به هم زموږ د هيواد سياسي پروسه او بين المللي حمايه ترينه متاثره كيږي، د كرزي د حكومت بهرني ملاتړې كيداى شي د نفتي مصارفو له لوړوالى سره ونشي كولى په خلاص مټ دلته د سولې او سوكالې په پروسه كې مالي او اقتصادي ونډه واخلي، پخپله امريكا، چې د نفت د لوړتيا تر ټولو له سخت چيلنج سره مخامخ دى، دا به ورته آسانه نه وي چې په يو وخت كې هم خپل داخلي مشكلاتو ته پام وركړې او په عين وخت كې د افغانستان، عراق، ايران، سورې، چين او نيمې نړۍ سره روان ټكر مهار كړى شي.
 
 دا هم بايد په ياد ولرو چې تيركال (۲۰۰۴سپتمبر ۲۰-۲۳ ) كې د نړيوال بانك په كنفرانس كې امريكا ژمنه كړې وه چې افغانستان ته به يو مليارد ډالره اضافې مرسته وكړې، خو معلوميږي چې د وروستيو طوفانونو له كبله پر دغه ژمنې وفا ونشي.
 
 د نفت بيه چې په هره پيمانه د نړۍ صنعتي او پرمختللي هيوادونه متاثره كوي، په هماغه پيمانه به يې په سياستونو كې تغيير واردوي، دنفت د بيعي له لوړتيا سره به په سترو صنعتي هيوادو كې انفلاسيون رامنځ ته شي، هلته به توليدات شكست وكړي، د خلكو په عوايدو كې به كمښت راشي.
 په سياسي لحاظ كه وګورو نو د نفت د بيعي په لوړتيا كې د امريكا اشغالګر سياست لوى لاس لري، دغه مسئله باعث كيږي چې له امريكا سره منظمې اړيكې او د همكارۍ روحيه ټېټه شي، ځكه چې اقتصادي فشارونه، سياست په خپل ګورت كې نيسي.
 بلخوا كه د نفت لوړوالى صادرونكو هيوادونو ته غټه پانګه راجلبوي نو له بلې خوا په نړيوال تجارت كې –چې همدا توليدونكي پكې د غټو مستهلكينو حيثيت لري- ترينه اغيزمن كيږي. په هره پيمانه چې د نفت بيه لوړيږي په هماغه پيمانه به د صنعت او اجناسو نرخ لوړيږي، معنا دا چې همدا د اجناسو اخيستونكي ((مصرف كوونكي)) به د نفت د لوړتيا بل ادا كوي.
 د نفت بيه كه لوړه شي نو د درېمې نړۍ، چې افغانستان هم پكې دى، ژوند ته به غټه صدمه ورسوي، ځكه چې دلته نفت د ژوند لپاره استعماليږي، او بل دا چې دلته تامينات، بيمه او سوسيال نشته. اما په صنعتي هيوادو كې د نفت لوړوالى د هغوى اقتصاد ته صدمه رسوي، ځكه چې هلته نفت د صنعت او اقتصاد لپاره كارول كيږي، په داسې حال كې چې په هغو هيوادو كې د افرادو ژوند بيمه او د حوادثو په وړاندې دولت هغوى ته سوسيال وركوي.
 اجمالاً ويلې شو چې د نفت د بيعي لوړوالى حتما په يوه مرحله كې د نفت تقاضا له تنازل او ځوړتيا سره مخامخ كوي، چې په هغه صورت كې به دغه لوړتيا او بيا ځوړتيا يو بل نوى اقتصادي حالت ((نامتوازن حالت)) راوزيږوي. اقتصادي تذبذب او عدم توازن به رامنځ ته شي د دغه حالت تر ټولو زياته صدمه او قيمت به تر بل هر چا، د دريمې نړۍ هيوادونه او پرګنې وركوي