د انتخاباتو د کميسيون پښتو وېبپاڼه د دغې ژبې سپکاوی کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3726

دخبریدو نیټه : 2005-09-25

١٣٨٤ د تلې ٣

د افغانستان د انتخاباتو د سمون د ګډ کميسيون  چې د ( JEMB )  په نامۀ نړيوالو ته ورپېژندل شوی دی د ولسي جرګې او ولايتي جرګو د ټاکنو  له کمپاين څخه راهيسته يوه وېبپاڼه هم لرلې چې په انګريزي ، پښتو او دري ژبو ده .

په دغې وېبپاڼې کې د پښتو ژبه دومره املايي او انشايي تيروتنې لري چې د ښوونځي واړۀ ماشومان يې هم ښايي ونه کړي .

د حيرانتيا ځای دی چې د يوۀ هيواد ملي او رسمي ژبه که د هغۀ د رسمي ادارو په  وېبپاڼو کې په دې ډول وي له نورو به څه ګيله وي ؟

په افغانستان کې دننه او له هيواده دباندې  افغانان  د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کوي چې يا دې په خپلو وېبپاڼو کې پښتو ژبې ته هم د يوې ژبې په سترګه و ګوري او په سمه توګه کې وکاروي او يا دې اصلآ  په پښتو ژبه څه نه خپروي ځکه چې په نه خپراوي کې به يې د دوی بې سوادي ښکاره شوې نه وي  او د پښتو ژبې سپکاوی به  نه وي شوی .

د دوی وېبپاڼې ته يو نظر وګورئ : http://www.jemb.org/index_pas.html