لېکوال : صفى الله
د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د پښتو څانګې لومړي کال محصل
تلويزون طلوع د هر مسلمان افغان په زيان او د اسلامي او افغاني ټولنې پر ضد خپروني لري او غواړي چې داسلامي او افغاني کلتور پر ځاى هندي، غربي او ايراني کلتور زموږ د نوې نسل پر مغزو کې پيچکاري کړي. دا چې زموږ نوى نسل په يوه داسې بحران کې ځاى لري چې د اسلامي او افغاني کلتور په ډاګه سپکاوى کيږي او هيڅوک ددې مخنيوى نه شي کولاى نو زموږ د نوي نسل فکرونه د زوال سره مخامخ کيږي او زموږ ستر ستر رهبران چې د اسلام او د جهاد واکداران بولي نن چوپه خوله ناست دي د مثال په ډول : ښاغلى قانوني چې د مجاهد په نوم نغارې ډنګوي نن د داسې يو تلويزون چې غير اسلامي خپروني لري ځان داسې ناخبره چې ګوا کې هيڅ کوم تلويزون په هېواد کې نشته او شيخ الحديث چې په ولسي جرګې کې د ځاى موندلو دپاره د هرغير اسلامي عمل په مقابل کې د غبرګون کولو څخه دواړه غوږونه نيولى او توبې وباسي او نه غواړې چې د ولسي جرګې څوکۍ په دې غبرګونونو له لاسه ورکړي.
ښاغلى پروفيسور رباني چې يوازي خپل ځان د جهاد اوږد غټ او پلن فاتح بولي نن په دومره غټوالي، پلنوالي او اوږدوالي د داسې تلويزونونو چې غير اسلامي او غيرافغاني خپروني لري بې پروا او خپل د تعصب او تضاد زانګو زنګوي.
ښاغلى رهين چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده پر غاړه لري، څه موده مخکې يې په کيبلي تلويزونونو بنديز ولګاوه او هغه يې غير اسلامي او غير افغاني وګڼل خو نن چې په خپل هېواد کې تلويزون طلوع داسې غير اسلامي خپرونې لري چې د هيڅ مسلمان افغان د زغم وړ نه دي او داسې برېښي چې ښاغلى رهين صيب د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير نه بلکې د هندوستان او ايران د اطلاعاتو او کلتور وزارت دندي پر مخ بيايي او هڅه کوي چې هندي، غربي او ايراني کلتور نور هم پراختيا ومومي. او اسلامي او افغاني کلتور صرف په چپه لاس تسبيح اړولو باندې ولمانځي .
زموږ هېوادوال په خپلو دنياوي کارونو داسې بوخت دي چې ايماني ، اسلامي او افغاني دندې ترې پاتي دي او تلويزون طلوع د خپل او دخپلو اولادونو د خوشحالولو يواځنۍ لار بولي او د اخپرونې دوى ته هسې عادي خپرونې برېښي . حال دا چې تلويزون طلوع زياتره خپرونې زموږ د هېواد په ځوانانو دومره بده اغيزه کړى او کوي چې په راتلونکې کې به زموږ د ځوانانو څخه د هندي فلمونو هلکان، او د غربي ، ايراني کلتور وارثان وګرځي، او هغه اسلامي نظريي او فکرونه چې د دوى په مغزو کې ځاى لري د داسې خپرونو په واسطه کمزوري کړي . دا ځکه چې په تلويزون طلوع کې بربنډ هندي ، غربي او ايراني نڅاګانې ، سندرې او هندې، غربي فلمونه بې له کومه فکره چې دا هېواد يو اسلامي هېواد او دا ملت يو مسلمان مجاهد ملت دى خپروي . او په دې ملت کې ددوى د داسې خپرونو خنډ نشته او ټول چوپه خوله د څوکيو د لاسته راوړلو دپاره کار کوي . هغه خو صرف د ټولټاکنو په وخت کې اسلام او جهاد ور په ياد شي چې څنګه دا افغانان وغولوي نو بيا اسلام او جهاد خپل شعار وګرځوي .