د فوټبال غوره لوبي د میوند ټیم په بریا او د خراسان ټیم له دریدو سره مل وي.
د پلازمیني د فوټبال د غوره سیالیو په دوام ،نن د سه شنبی په ورځ دوه لوبي تر سره شوي چې د دوو ټیمونو خراسان او سری میاشتی په مساویتوب سره مل وی.
د ننیو لوبو په لمړی پړاو کې د خراسان او سری میاشتی ټیمونه سره ولوبیدل چې وروسته له نوي دقیقو انتظار څخه یی صفر د صفر پر وړاندی لوبه پای ته ورسوله.
په دوهم پړاو کې هم دوه ټیمونه شعاع او میوند سره ولوبیدل چې دا له ګولونو څخه ډکه لوبه پنځه د یو پر وړاندی د میوند د ټیم په بریا پای ته ورسیده
تیره ورځ هم دوو ټیمونو کابل بانګ او پامیر د خپلو سیالانو پر وړاندی دری امتیازه تر لاسه کړل.
دا سیالی سبا ته په دوو لوبو سره څارل کیږي چې لمړی د اردو ټیم د جوانان آزادی ټیم پر وړاندی لوبه کوی او استقلال ټیم به له کابل بانګ ټیم سره ولوبیږي.