دسبري قبېله چې ځېني وختو نه دصبري په بڼه هم راغلې ده دپښتنو په کر لا ڼي ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبېله ده چې خلک يې دخوست ولسوالۍ دسبريو په ولسوالۍ کې چې ددغه ولايت شمال ته پرته ولسوالۍ ده استو ګنه لري ٠ ختيز ته يې باک او تريزايي، جنوب ته يې دخوست دولايت مرکز او لويدېز ته دمنګلو دقبيلې سره ګډه پوله لري٠ دسبريو دولسوالۍ مر کز ديعقو بيو ښار ګوټی دی٠
سبري غيرتمن، ميلمه پا لو نکي او په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ دوی دانګريزي ير غلګرو سره دافغان - انګرېز په دري ګو نو جګړو کې په ميړ انه جنګيدلي او هم دروسي ښکيلاکګرو په وړاندې يې خپله مېړانه او پښتو نولي په اثبات رسو لې ده اود خپلې خاورې او هېواد سا تنه يې په مېړانې سره کړې ده٠
دسبري دقبيلې خلک په عمو مي تو ګه دکر نې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ٠ زيات شمېر ځوانان يې دغر يبۍ او مز دوريو لپاره دخليج عر بي هيوادو نو لکه: دوبۍ، شارجه، قطر او همداراز په سعودي عر بستان کې شپې او ورځې تيروي٠ ددغه ځای خلک دمزرو نه پوزي، پړي، جاي نما زونه او ټو کرۍ ګانې او شکرونه جوړوي ٠
دسبريو سېمه ډېره ښه شنه، حاصلخېزه او اباده ده٠ دسبر يو دقبيلې شمېر په تخميني ډول ١٩٠٢٦ تنه ښودل شوی دی٠
دسبريو دقبيلې مشهورښا خو نه او خيلو نه په لاندې ډول دي :
١- بازوخيل
٢-صالح خېل
٣-ابو خېل
٤-غزني خېل
٥-خوداخېل
٦- انتوخېل
٧-سنکي خېل
٨-درنامي
-------------------------------------------------------
ماخذونه او منا بع :
دسبريو دقبيلې په اړوند دلاندنيو ماخذو او منا بعو نه ګټه اخيستله شوې ده :
١- پښتني قبيلې، ١٥٨-١٥٩ مخونه، دپېښور چاپ ٠
٢- معلو مات مختصر درباره اقوام وقبا يل ولايات سر حدي کشور ٥٩ مخ، کابل،١٣٦٣
٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Sabari_District