شپیګل: د حامد کرزي د ترور دسیسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37502

دخبریدو نیټه : 2010-07-31

شپیګل: د حامد کرزي د ترور دسیسه


سرچینه: شپیګل ورځپآڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د شپیګل آلمانۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د حامد کرزي د ترور د سیسې تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي ده .

په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۰۸ کال د اګست میاشتې په ۲۱مه نیټه د پاکستان استخباراتو یو داسي طالب په دنده ګمارلی وو چې پر وینا یې ورته د افغان ولسمشر د ترور دسیسه ورکړل شوي وه.

دغه طالب عزت الله نومیده  او هغه بیا د عبدالباري په نامه یوبل کس چې ځانمرګی واسکټ یې پر تن کړی وو د دې لپا ره په دنده ګمارلی وو چې د ولسمشرۍ پرماڼۍ ځانمرګی برید وکړي.

د شپیګل ورځپاڼي دغه مطلب د امریکا د ویک لیکس ویب پاڼي د هغو اسنادو پر اساس خپور کړ چې د امریکا له دفاع وزارت څخه یې په پټه تر لاسه کړي دي.

شپیګل  لیکي چې طالبان، حقاني، القاعده او ګلبدین حکمتیار یو له بل سره نږدې اړیکي لري او په افغانستان کې د ای اس ای په همکارۍ فعالیت کوي.

شپیګل لیکي چې ای اس ای یو  داسي نوم لړ ترتیب کړی وو چې په سر کې یې د حامد کرزي نوم وو او غوښتل یې په دغه نوم لړ کې شامل کسان ترور شي.

شپیګل لیکي چې دغه دسیسه د افغانستان استخباراتو شنډه کړه .

په حامد کرزي باندي په تیرو څو کلونو کې څو څو ځله بریدونه شوي خو پکې هغه ته زیان ندی رسیدلی.

یو ځل د نوموړي د سپرلۍ الوتکه په پکتیا کې د ښکته کیدو پر مهال په توغندي وویشتل شوه خو توغندې ورته ډیر نږدې پریوت لیکن د هغه الوتکه له ښکته کیدو را واګرځیده او بیرته کابل ته ستنه شوه.

د کندهار په ښار کې هم په نوموړي هغه مهال چې له یوه محفل څخه د راستندیو په حال کې وو د یوه برید کونکي له لوري د کلاشینکوف ډزي وشوي خو نوموړی  له دغه برید څخه هم روغ خلاص شو.