سرچینه: ایکزماینر اخبار
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا په استخباراتی اداره کی د افغانستان د چارو عملیاتی پخوانی مشر جک دیون چی 25 کاله مخکی یی شوروی ته په افغانستان کی شکست ورکر او د روسیی د KGB جنرال اولگ کولگین په افغانستان کی د موضوع د حل لپاره یو شان حل لاره وړ اندیز کوی.
هغوی دوا ړه دوه و ړاندیزونه لری.
1. د قوی د استعمال پر ځای د مخفی عملیاتو زیاتول .
2. ژر تر ژره دحامد کرزی بدلول ( له دنندی لری کول).
د امریکا د استخباراتو دغه عالی رتبه مقام شاغلی دوین ویلی د امریکا هغه پلان چی غوا ړی په 2011 کال کی له افغانستان نه خپل سرتیری وباسی د دی لامل کیدای شی چی د حامد کرزی حکومت سقوط وکړی.
هغه و ړاندیز کوی چی امریکا باید سره له اوسه دافغانستان په دننه او خارجی کی له هغو افغان مشرانو سره ارتباط قایم ک کړی چی د کرزی له سقوط وروسته پری خلک باور کولای شی اود هغوی حمایت به وکړی .
نوموړی وایی چی دغه کار به افغانستان د القاعدی لاس ته له لویدو وژغوری او هغه ماموریت به خطم نه شی چی داسامه بن لادن د نیولو لپاره 9 کاله دمخه پیل شوی دی .
خو د KGB متقاعد جنرال شاغلی کولوگین چی له 1993 کال راپدی خوا د امریکا تابیعت لری وایی چی امریکا باید په افغانستان کی بله حل لاره پیدا کړی .
هغه وایی چی واشنگتن باید د کرزی د مفسد رژیم د چارواکو لپاره نوی جان نشینان پیدا اومشخص کړی .
هغه وایی چی که له ما نه مشوره واخیستل شی نو زه به د کرزی په مقابل کی یوه داسی قوه جوړه کړم چی د اداری فساد پر ضد، د تروریزم پر ضد او نورو ستونزو پر ضد مبارزه وکړی .
هغه وایی چی د کرزی په مقابل کی باید داسی سیاسی مخالفین را پیدا کو چی تر کرزی لبرال، تر هغه لوستی، تر هغه زیات د غرب وفاداران، تر هغه زیات صادق او د اعتبار ور وی .
هغه وایی چی دغه کسان به دلته په امریکا کی او د نړ ی په نورو برخو کی وموندلای شو .
خو شاغلی دیوین بیا وایی چی د امریکا دولت باید له قومی مشرانو سره ارتباط زیات کړی چی په دی برخه کی د امریکا استخباراتی اداری CIA لا وختی له یو شمیر افغان قومی مشرانو سره ارتباط محکم کړی دی .
دیون وایی چی امریکا او په خاصه توگه استخباراتی اداره باید دغه قومی مشران اود طالبانو شاخی مشخصی کړی او د هغوی ملاتړ را جلب کړی .