د افغانستان تکواندو کاران به په جهانی جام کی برخه اخلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37536

دخبریدو نیټه : 2010-08-01

جلالزی

د افغانستان د ITF    تکواندو فدارسیون د دغی لوبی  په جهانی سیالیو کی د اشتراک موکه تر لاسه کړه .

دغه مسابقی به په 2011 کال کی په نوی زیلاند هیواد کی تر سره شی .

افغان تیم ته وروسته له هغه دا حق ورکر شو چی افغان تکواندو کارانو د ویتنام په هیواد کی د تکواندو په سیالیو کی د سپینو زرو اته او د برونزو دوه مدالونه تر لاسه کړل.

په دغو سیالیو کی د 13 هیوادونو تکواندو کارانو برخه لرله .

د یادولو ده چی په دغو  سیالیو کی د افغانستان 7 تنو تکواندو کارانو، یوه مربی او یوه داور برخه لرله .