HUFFINGTON POST: له افغانستان دهالنډوتل
سرچینه: د هالنډ هفینګټن پوست ورځپانه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
ډیری هالنډي رسنیو په خپلو ننیو ګڼو کې د ارزګان له ولایت څخه خپلو کورنو ته د ۱۹۵۰ هالنډي سرتیرو د ستندیو په باب لیکنې کړي دي.
له دغو ورځپاڼو څخه یوه هم د هافینګټون پوست ورځپاڼه ده .
دغه ورځپاڼه لیکي چې شاوخوا ۱۹۵۰ نیدرلندي سرتیري له څلور کلن ماموریت وروسته له افغانستان خپل کور ته روان شول او افغان ماموریت یې سر ته ورساوه.
ورځپآڼه لیکې چې که څه هم ماموریت ډیر ستونزمن او په خطرناکه سیمه کې وو خو بیا هم د نورو ملکونو د سرتیرو په تناسب د هالنډي سرتیرو تلفات لږ ول.
په ارزګان کې د هالنډي سرتیرو مشر جنرال پیتر ون اوم ویلي چې په دغه ولایت کې د هالنډي سرتیرو د ماموریت پر مهال امنیت ډیر ښه شوی وو.
نوموړي ټینګار وکړ چې ډیر نور کارونه هم پاتې دي چې د سرتیرو له خروج وروسته باید په دغه ولایت کې تر سره شي.
د سیاسي چارو مبصرین وایېچې دا د ناټو د غړو لپاره یو دیر حساس وخت دی چې په افغانستان کې د سرتیرو تلفات زیات شوي او د دغه هیواد لپاره د ناټو ستراتیژي هم له ستونزو سره مخامخ ده .
ورځپاڼه لیکي چې هالنډي جنرال اسټرالیایی او امریکایي سرتیرو ته د ارزګان قومانده د شنبې په ورځ د یو لړ سپکو پوځي مراسمو په ترځ کې په ارزګان کې د هالنډي سرتیرو په یوه هډه کې وسپارله .
په ارزګان کې د هالنډي سرتیرو قوماندان ورځپاڼي ته ویلي کله چې ټول سرتیري کور ته ورسیږي نو بیا به په دې غور وشي چې په ارزګان کې د هالنډي سرتیرو شوبلې، وسلې اونور تجهیزات چا ته ورکول کیږي.
ورځپاڼه لیکي چې د هالنډي سرتیرو ۴ اف شپاړس ډوله جیټ الوتکې، دری چینوک هلیکوپټري، پینځه آپاچې هلیکوپټري به د روان کال تر پایه پوري په افغانستان کې پاتې وي.
ورځپاڼه لیکي چې ناټو له هالنډ څخه غوښتي وو چې خپل افغان ماموریت وغزوي خو د دغه ماموریت پر سر لانجې د دې لامل شوي چې په فبروۍ میاشت کې د هالنډ ایتلافي حکومت ونړیږې.
د بینوا ویب پاڼې درنو مینه والو، دغه هالنډي ورځپاڼه لیکي چې له ارزګان څخه به د هالنډي سرتیرو وتل په اروپایې هغو ملکونو چې په افغانستان کې سرتیري لري پراخ تاثیر واچوي او په خاصه توګه په جرمنې چې په کور دننه یې پر حکومت له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو په برخه کې ورځ تر بلې فشارونه زیاتیږې.
په ارزګان کې د هالنډې سرتیرو قوماندان جنرال فن هوم وایې چې د ماموریت پر مهال دغلته د دوي ۲۴ سرتیري وژل شوي، ۱۴۰ زخمیان شوي او د ده ۲۳ کلن زوی هم د پوځي ماموریت پر مهال د ۲۰۰۸ کال د اپریل په میاشت کې دغلته مړ شو.
د طالبانو یوه ویاند ورځپاڼي ته ویلي چې دوي له ارزګان څخه د هالنډي سرتیرو له وتلو قلباً خوشهاله دي او نورو ملکونو ته دا پیام استوې چې هغوي هم د هالنډ په پلونو پل کیږدي او له افغانستان څخه ووزي.
د میرویس جلالزي ژباړه