لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۱۰/۸/۱
د ویکی لیکس معلوماتی سوابق ښییً چی څنګه پر ناقراره هېواد فشار اچول کیږی چی د خپلو ګټو پر ضد عمل وکړی
واشنګټن ـ د ویکی لیکس لخوا د افغانستان څخه د امریکایی پوځ د ۹۲۰۰۰ ساحوی راپورونو خپرولو د دې کرغیړن جنګ شرمونکې حصه رسوا کړه او هم یې د واشنګټن او کاناډا په شمول د هغه د ناټویی ملګرو جهنمی سرځوړي رامنځته کړه . دوی هم په خپل وار لفظی ډزي وکړې او ادعا کوی چی د ۲۰۰۴ ـ ۲۰۰۹ کلونو دغه زاړه راپورونه « زموږ ځوانان » د خطر سره مخامخ کوی .
څومره بې منطقه او نامعقوله خبره ده . ځکه ، یوازینیً هغه څه چی حقیقت د خطر په غیږ ورولی ، هغه سیاست وال دي چی په دغه افغان جنګ او ځینو افغانی مخبرانو پوری کلک سریښ سوي دي .
هو ، لاندیني حقایق ټکان ورکونکي دي : د امریکایی او ناټویی ځواکونو لخوا د ملکی کسانو خورا زیاتی وژني ؛ افغان کمونیسټ مسلط استخباراتو ته د پلاس ورکړو بندیانو کړول ؛ وژونکي بانډونه ؛ ټولیزه فساد او غلا ؛ دوه اړخیزه معاملې ؛ او د طالبانو د سرسختانه مقاومت په وړاندی د لویدیځو اشغالګرو پوځیانو روحیات بایلنه .
ما د ۲۰۰۱ راهیسی پرله پسې د دې افغان جنګ د درواغو او تبلیغاتو راپورونه ورکړي دي . د ویکی ګېټ تر ټولو په زړه پوری برخه د امریکا تر مشرۍ لاندی د دې جنګ سره د ادعا له مخی د پاکستان د مرستی دوه مخي ده او وایی چی هغوی د طالبانو او ملګرو سره یې پټ ارتباطات هم پالی .
د امریکا حکومت او خپروني په داسی حال کی پاکستان ته خښمېدلي او پارېدلي او هم پر ویکی لیکس د « جنګی جرمونو » تور لګوی چی پخپله د لویدیځو ځواکونو پواسطه پورتني ظلمونه بې اهمیته بولی .
د پاکستان د « دوه مخۍ » اصلی ریښه په دې ډول ده : امریکا د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته پاکستان ته دا اخطار ورکړ چی که هغوی د طالبانو یعنی دغه مذهبی تحریک او کمونیسټی ضد غورځنګ پر ضد و نه دریږی نو « پاکستان به په بم وریو سره د ډبرو عصر ته ستون کړی » او هم به پاکستان د امریکا پوځی ځواکونو او استخباراتی عملیاتو ته دروازه خلاصوی .
دا بیان ما ته د پاکستان د استخباراتی جوړښتون ( آی . ایس . آی ) پخواني مشر ووایه چی زه یې ټول مشران د ۱۹۸۵ راهیسی پیژنم . د پاکستان پخوانیً ولسمشر پرویز مشرف وایی چی د ده هېواد مجبور کړای سو چی که یې خوښه وی یانه ، د امریکا سختو فشارونو ته به تسلیمیږی او د طالبانو یعنی هغو کسانو څخه به لاس اخلی چی په افغانستان کی یې د پاکستان د نماینده پوځ غوندی کار کړی او تر نن ورځی پوری د هغه فعال افغان کمونیسټ ګوند یعنی شمال تاجک اییتلاف سره جنګیږی چی د روسیې او هند ملاتړ د ځان سره لری . د هند خورا کلکو هڅو ، چی غواړي په افغانستان کی خپل نفوذ ډیر کړي ، پاکستان سخت اندیښمن کړی دی .
پاکستان د امریکا لخوا دې ته مجبور کړای سو چی د خپلو خورا ستراتیژیکی حیاتی ګټو پر ضد عمل وکړي . د افغانستان جنوب د اوږدې مودې راهیسی د پاکستان د نفوذ سیمه ده .
ما ، یعنی دغه لیکوال ویلی وو چی په ۲۰۰۷ کی پاکستان او هند دې نتیجې ته رسیدلي وو چی امریکا او د هغه تر غاښو وسلوال ملګري به په ماتې سره د افغانستان څخه شړل کیږی . دغو دواړو زړو دښمنانو د ستراتیژیک افغانستان د کنټرولولو لپاره دغه نماینده جګړې ته مخه کړې ده .
پاکستان اړیستل سوﺉ چی دوه مخیزه تګلاره غوره کړی یعنی : د امریکا لخوا د ځان نیمه اشغال ومنی او د واشنګټن څخه د کاله یو بلیون ډالره واخلی او د امریکا تر مشرۍ لاندی دغه جنګ ته چاپلوسانه خدمت وکړی حال دا چی د طالبانو او قبایلی جنګیالیو سره ښکاره اړیکی هم پالي .
هو ، دا یو بنسټیز معقول عمل دی او هیڅوک په تیره بیا واشنګټن باید تعجب ونکړی ، ځکه هغه د وفادارو او صادقو ملګرو د خوشی کولواوږده سابقه لری .
واشنګټن او امریکایی خپروني په افغانستان کی د خپلی شرمونکي ماتې پړه د « آی . ایس . آی » پر پخواني مشر جنرال حمید ګل باندی اچوی . حمید ګل د ۱۹۸۰ کلونو پر مهال په افغانستان کی شوروی ضد مبارزه پر مخ بېوله او د امریکا د خورا ټینګو ملګرو څخه و .
زه حمید ګل ډیر ښه پیژنم . هغه امریکایی ضد نه دی . هغه یو پاکستان پلوه او په داسی وخت کی یو پاکستانی هېواد پال دی چی ګڼ شمیر پاکستاني سیاست وال او جنرالان د باسمتی وریجو د ګونیو غوندی رانیول سول .
د حمید ګل پر ضد ډیر تورونه د افغان استخباراتی جوړښتون لخوا لګول کیږی چی مشران یې کمونیسټان دي .
واشنګټن په اصل کی یو ټول ټال اېل ، فرمان منونکی ، او چاپلوس پاکستان غواړی ، نه یو رښتیانی ملګرﺉ . خو اوس مهال د دې دوو هېوادو ګټی باید سره بیلی وی .
په خپل مدار پوری د پاکستان د تړنی هڅی به باالاخره یوه ورځ په دغه خورا مهم او اټومی وسلوال هېواد کی د امریکا پر ضد د کرکی هغسی چاودنه رامنځته کړي لکه په ۱۹۷۹ کی چی په ایران کی پیښه سوه .
په افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی جنګ دا دوه هېوادونه د ټکر او ښکر په ښکر کېدو حد ته رسولي دي .
دلته په واشنګټن کی د امریکا کانګریس د ویکی لیکس رسواینه هیڅ په باک هم را نه وړه او پر دې هر څه سربېره یې دغه افغان جنګ ته نور په بلیونونو ډالره هم منظور کړل .
سیاست وال د دغه نهه کلن جنګ سره مخالفت ځکه ډبره کړي دي چی مبادا د هېواد پلورنی په تور متهم نسی ، یعنی په خورا هېواد پاله امریکا کی د مړینی غوندی ژوند کول . هغه امریکا چی جنډه رپونکي کسان بهرنیو جګړو ته په داسی حال کی لورﺉ ورکوی چی خپل اولادونه یې په هغه کی له خدمته ځانونه کاږی او پخپله د دغسی جګړو د تمویل لپاره مالیه ( ټکس ) هم نه ورکوی . پای