نړیواله ټولنه دطالبانو پر وړاندې جګړه بایلې
سرچینه: د فرانسې لیمونډ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د فرانسې مشهورې لیمونډ ورځپاڼې پاریس ته د پاکستان د ولسمشرآصف علي زرداري د سفر په باب یوه لیکنه د هغه د څرګندونو پر اساس خپره کړي ده .
زرداري په خپله هغه مرکه کې چې په فرانسه کې خپره شوه ویلي چې ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې جګړه بایلې .
زرداري په خپله دغه مرکه کې ویلي: (( نړیواله ټولنه چې پاکستان یې هم غړی دی په افغانستان کې له طالبانو سره د روانې جګړې د بایللو په درشل کې ده، او د دې اصلي لامل دا دی چې مونږ په دغه جګړه کې خپل هغه هدف تر لاسه نه کړ چې د خلکو د زړونواو فکرونو خپلول ول.
زرداري لې مونډ ورځپاڼې ته وویل چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه او د ناټو ځواکونه په افغانستان، پاکستان او سیمه کې دجګړې په څرنګوالي نه پوهیږي او دجګړې آټکل هم نه شي کولای .
ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان دولسمشر دغه څرګندوني وروستر تر هغه راځي چې د ویک لیکس په نامه د محرمو اسنادو یوې خپرونکې امریکایۍ انټرنټ پاڼې تیره اونۍ داسي اسناد افشا کړل چې پکې له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د بیلا بیلو ادارو دهمکاریو په باب ویل شوي وو.
لیمونډ ورځپاڼه لیکې چې زرداري له ترهګرو سره په روانه جګړه کې یو ځل بیا د خپل هیواد دمبارزې په دوام ټینګار وکړ.
ورځپاڼه لیکې کله چې امریکا افغانستان ولکه کړ نو په لومړیو دوو کلونو کې د طالبانومقاومت نه لیدل کیده خو په ۲۰۰۳ کال کې د هغوي د مقاومت له پیلیدو سره سم تر اوسه پورې ګڼ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي او اوس دغلته دنظام د بقا پر وړاندي جدې خطر موجود دی.
زرداري د خپلې مرکې په یوه برخه کې ویلي: (( زما په نظر چې طالبان به بیا واک تر لاسه نه کړي، خو هغوي ډير ځواکمن شوي دي)).
لې مونډ ورځپاڼه لیکي چې د بریټانیې او پاکستان تر منځ وروسته تر هغه لفظي شخړې رامنځ ته شوې چې تیره اونۍ د بریټانیې لومړي وزیر دیوید کامیرون وویل چې پاکستان نه باید دواړو خواوو ته وګوري چې له یوه لورې بنسټ پالي غښتلي کړي او له بلې خوا په سیمه کې د ثبات غوښتنه وکړي.
زرداري دغې فرانسوۍ ورځپاڼې ته وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به مونږ نور هم متحد کړي نه دا چې مونږ سره دښمن کړي.
آصف علي په خپله دغه مرکه کې دا هم ویلي چې دیوید کامیرون ته یې مخامخ وویل چې دا پاکستان دی چې په دغه جګړه کې یې لوړ انساني بیه پرې کړي او خپل ډیر سرتیري یې پکې له لاسه ورکړي دي.
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی