ارمان اف. ام راډيو،د پردي كلتور خپروونكې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3768
ملالۍ ميوند، كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-10-02

ملالۍ ميوند، كندهار
 ارمان اف. ام راډيو دا دوه دوه نيم كاله كېږي چې خپرونې كوي، دې راډيو لومړى په كابل كې په خپرونو پيل وكړ، چې لومړنۍ خپرونې يې امتحاني وې، چې شپه و ورځ به يې سندرې خپرولې، كه به اذان هم و، دې راډيو به په درز سره هندي او ايرانۍ سندرې خپرولې، وروسته دا راډيو پراخه شوه، اوس په مزار شريف، هرات، كابل او كندهار كې هم اورېدل كېږي، لكه څنګه چې د راډيو كاركوونكي هر وخت يادونه كوي، دغې راډيو ته ګواكې ډېر خطونه ورځي او ډېرى ځوانان يې اوري، دوى هم ګومان كوي تر ټولو راډيوګانو ډېر اورېدونكي لري، سمه ده موږ و تاسې به په كابل كې جوماتونو ته هم لاړ شو، سينماګانو ته هم، وبه ګورو چې ګڼه ګوڼه چېرې ډېره ده؟
 د دې راډيو اكثريت كاركوونكي ځوانان دي، چې په خپله لا سالمې روزنې ته اړتيا لري، خو داسې ښكاري لكه دوى چې ځانونه پوه، لاسبري او ماهر ګڼي او فكر كوي د تمدن د رښتينو اصولو تمثيلوونكي او د متمدنو اصولو پلي كوونكي دي، ښايي كه څوك پرې نيوكه وكړي، دوى پرې تندى تريو كړي. ځكه دوى وايي چې په ډيموكراسۍ كې هرڅه روا دي!
 ځينې كسان په دې باور دي چې د دې راډيو د اخلاقي فساد ښه بېلګه شيما رضايي ده چې په طلوع ټلويزيون كې يې كار كاوه (دا ټلويزيون په همدې ادارې پورې اړه لري، چې له راډيو سره يوځاى له يوې سرچينې تمويلېږي) د دې راډيو د ځينو كاركوونكو د سترګو ليدلى حال دى، چې هغې به د شرابو بوتل په خپل دستكول كې له ځان سره ګرځاوه، البته دا د هغې شخصي مسئله ده خو د دې ادارې مسووليت هم له پامه نه شو غورځولاى. ځكه له شبرغان څخه ايينې ټلويزيون په همدې باب يوه خپرونه جوړه كړې وه، چې ګڼو روڼاندو نظرونه وركړل اخر د شيما مړينه پر طلوع ټلويزيون تاوان شوه، چې ولې دومره بې بند و باره اداره ده چې يوه نطاقه او كاركوونكې په شپو- شپو وركه او دوى ورڅخه ناخبره پاته وي. بله د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې په كندها ركې داسې خبريال لري، چې ټكى پښتو يې نه دى زده، نو له دې څخه تاسې په خپله اټكل وكړئ، چې څڅومره ملي روحيه !! لري؟. خو څرنګه چې زموږ ستره موخه پر ارمان راډيو ليكنه ده، پر دې ټلويزيون چينل ډېر څه نه وايو، دا به بل وخت ته پرېږدو. 
 ۱. د راډيو خپرونې كوم ځانګړى علمي معيار نه لري، ويندويان يې ډېر څه وايي، خو د ويلو لپاره هېڅ هم نه لري، كله- كله دوه كسان سره ناست وي، بس د يو بل شخصي مسايل مطرح كوي، چې اورېدونكو ته هېڅ په زړه پوري نه وي. ځكه خپرونې بايد يوڅه عموميت ولري چې د نورو لپاره په كې د پام وړ توكي موجود وي.
 ۲. كله- كله دا راډيو ټول اخلاقي معيار تر پښو لاندې كوي، د ساري په توګه يوه نجلۍ او هلك يې د ويندويانو په نوم كښېنولي وي، چې دوى د يو بل پر بدني ځانګړنو خبرې كوي، مثلاً نجلۍ وايي: پلانى جان راسره ناست دى ’قندولك‘ اتلس كلن مجرد دى.
 كله- كله هلك وايي ’زه غواړم يوه سندره زمزمه كړم، خو بېرېږم چې ږغ مې د شپېته كلن سړي غوندې نه شي‘.
 دا ښاغلي نه پوهېږي چې شپېته كلن خلك زموږ د پلرونو او مشرانو وروڼو يا خويندو په څېر د درناوي وړ دي، چې بايد په هېڅ ډول يې سپكاوى ونه شي. خو كه يو شپېته كلن دا ډول پرېوتې خبرې اوري، هغه به څه فكر كوي.
 كله- كله نارينه ويندوى د ښځينه ويندويې د بدن پر غړو خبرې كوي، چې كوم ځاى يې چاغ او كوم ځاى يې ډنګر دى!!! چې افغان ټولنه تر اوسه د داسې سپكو او پرېوتو خبرو زغم نه لري او بايد چې ويې نه لري، ځكه دلته اسلامي او افغاني ارزښتونه لا له منځه نه دي تللي. لا د ورور او خور مقام نه دى زيانمن شوى او دا ټولنه لا دې حد ته نه ده رسېدلې چې خلك دې د يو بل د بدن خصوصيتونه په راډيو كې خلكو ته معرفي كړي، يا خلكو ته په راډيو كې دا اعلان وكړي چې پلانى مجرد دى او ښايسته دى!! ښايي دا ځينو بې بندو باره او په اخلاقي لحاظ كمزورو خلكو ته په زړه پورې وي.
 ۳. ځينې خبريالان يې تيار كارپوهان او سم دم نابغه ګان دي، د ساري په توګه دوى يوه خپرونه لري چې د ځوانانو ستونزې څېړي، ځوانان ظاهراً خپلې كورنۍ او ټولنيزې ستونزې د ليكونو له لارې ورلېږي، دوى خپل يو خبريال كښېنوي د يوه برلاسي او تحصيل كړي ارواپوه په څېر يې ږغوي، ځوانان په ليكونو كې ليكي، د ساري په توګه ’زما له پلانۍ نجلۍ سره مينه ده، څنګه كولاى شم واده ورسره وكړم؟‘ يا هم كومه نجلۍ ورته ليكي: ’له پلاني هلك سره غواړم واده وكړم...‘ چې دا ډول خبرې زموږ د ټولنې ځوانان لا بېلاري كوي، بې بندو باري زياتوي او د ارمان راډيو دا ښاغلى نابغه ارواپوه چې خپلو دغو اورېدونكو ته (عالمانه!!!) لارښوونې كوي، كله- كله داسې يوه خبره او تجويز وړاندې كوي، چې د سړي خندا پرې راځي، خو د يادونې وړ ده چې ځينې ليكونه مصنوعي ښكاري، د كابل زياتره ځوانان د نجونو په نامه ليكونه ورلېږي او د ريشنخد له مخې پر ښاغلي دانشيار خاندي.
 ۴. داسې ښكاري لكه د راډيو مشران چارواكي چې ايرانيان او هنديان وي، ځكه اكثريت سندرې يې ايرانۍ، هندي، غربي او تركي وي، چې كله- كله سړى ورته حيران شي او پرځان شكمن شي، چې زه په افغانستان كې يم، كه په ايران كې!! ان چې ځينو نويو خپرو شويو ايراني كسټونو ته سم دم تبليغ كوي او غواړي چې خلك يې ډېر رانيسي. د ايراني سندرغاړو صفتونه كوي او غواړي چې په دې ټولنه كې د ايراني كلتور پلي كولو ته لار برابره كړي چې پيل يې له ايرانۍ سندر او سريالونو څخه كړى دى.
 اوس خو ځينې داسې تجارتي اعلانونه هم خپروي، چې كاملاً ايراني دي، په ايران كې جوړ شوي او په ايرانۍ لهجه ويل شوي دي، دا په خپله د پوښتنې وړ موضوع ده، ځكه ايا د راډيو كاركوونكي او چارواكي څارونكې ډله نه لري، چې دا ډول پردي توكي خپاره نه شي؟؟ داسې ښكاري لكه دوى ته كه پيسې وركړې، هرڅه درخپروي!. د ارمان راډيو لوډسپيكرونه د پرديو په چوپړ كې دي.
 ۵. پښتو په كې نه شته، د راډيو يوه نيمګړتيا دا ده چې پښتو په كې په نشت حساب ده، نه يوازې پښتو خپرونې نه لري، بلكې زياتره مهال په پښتو او پښتنو پسې سپكې خبرې هم خپروي، چې دوى د يوه پټ سياست له مخې ځينې داسې كسان خپلو خپرونو ته رابولي چې د دې قوم پرضد ترخې خبرې كوي، دوى اكثريت ملي ضد اشخاص ږغوي او په دې توګه دا قوم سپكوي. ځينې وخت يو ويندوى كښېنوي چې ټكى- ټكى پښتو وايي خو وروسته بېرته پښتو ترې پاته شي.
 دوى كه د يوه ناول لړۍ هم پيل كړې ايرانى ناول يې مخې ته ايښى وي او لولي يې، چې ښايي يوازې دوى ته دا نوښت غوره وبرېښي او خوند ځنې واخلي.
 دغه راز كله- كله په يوه خپرونه كې درې كسه ويندويان ناست وي، چې يو په كې پښتو وايي، هغه هم دا دوه نور هېڅ د خبرو وخت نه وركوي. سړى چې اكثره وخت دا راډيو څو ساعته پرله پسې واوري، ټكى پښتو هم په كې نه اوري، حال دا چې د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) نوى قانون هم حكم كوي چې هر خپرندوى ارګان بايد دواړو ژبو ته ونډه وركړي.
 په دې راډيو كې هره نوې ايرانۍ سندره په هماغه اوونۍ كې خپرېږي، د هر نوي راغلي هندي فلم سندره سم له لاسه خپروي، خو يوازې يو څو پښتو سندرې لري، چې كله- كله يې خپروي، په داسې حال كې چې دوى ته بايد يادونه وشي، چې پښتو هم د دې هېواد ويونكو ژبه ده او تاسې كه پښتو ته ونډه وركوئ دا كوم امتياز نه وركوئ، بلكې دوى د اساسي قانون او ټوليزو رسنيو د قانون له مخې خپل روا حق غواړي.
 د راډيو چلوونكي كله- كله د ’افغانستانيانو‘ پر پله ګام اخلي او د افغان هېواد د اصيل كلتور او ملي ارزښتونو ضد هڅه كوي، چې يوه ستره سرغړونه يې د ملي اصطلاحاتو لغو كول او پرځاى يې د ايرانۍ ټرمينالوژۍ پلې كول دي، چې طلوع ټلويزيون خو ګردسره ايرانۍ بڼه خپله كړې ده، موږ له ايران سره هېڅ ډول كلتوري او ټولنيز ضد يا ستونزه نه لرو، خو نه شو كولاى چې خپل افغاني ارزښتونه د ايران پښو ته قرباني كړو، موږ وياړو چې خپل ملي هويت او ملي ارزښتونه لرو، خو نن هغه كسان چې پر خپل افغانيت شرمېږي او د پرديو تر اغېزې لاندې راغلي، غواړي د اساسي قانون ځينې مادې سبوتاژ او د پرديو كلتور ته مخه كړي، موږ كه د ايران هرڅه ومنو، خپل كلتوري ارزښتونه له ستر خطر سره مخ كوو، ځكه چې په دې كار كې د ايران سياسي ګټه نغښتې ده، ايران نن د افغانستان ټلويزيون، طلوع او اريانا ته خپل سريالونه او فلمونه د خپرېدو لپاره سپاري، چې ورسره پانګه هم وركوي، دا خو هسې د ملا نصرالدين ټوكه نه ده، په دې توګه ايران غواړي افغانستان تر خپل كلتوري يرغل لاندې راولي او خپل افغاني- اصيل ارزښتونه يې پيكه كړي. له بده مرغه چې ايران د زياتو تش په نامه افغانانو ذهنونه رانيولي او دا دى اوس يې په خپله ګټه كاروي.
 ارمان راډيو له ځينو سندرغاړو سره مركې خپروي، چې يوه ورځ هم چا د كوم پښتون سندرغاړي مركه وانه ورېده، چې دا راډيو يې خلكو ته معرفي كړي، په كابل كې د موسيقۍ رياست جوړ شوى، خو هلته هم څوك ټكى پښتو نه شي اورېدلاى. هغه ځاى هم داسې دى لكه د ارمان راډيو لوډسپيكرونه چې له پښتو سره نابلده دي.
 ۶. دا راډيو د ټولو لپاره نه، بلكې د يوې ممتازې طبقې لپاره ده، چې تولنيز او اخلاقي اصول ماتوي، د ساري په توګه په ځينو خپرونو كې وايي: ’اوس دا دى باران اوري او زموږ اورېدونكي به په خپلو كورونو كې تودو صندليو ته ناست او وچه مېوه به يې مخې ته ايښې وي‘.
 حال دا چې موږ كه د مايكروفون مخې ته كښېنو دا داسې مانا لري لكه د ټولو خلكو په وړاندې چې ناست يو، ايا زموږ ټول اورېدونكي دا وس لري چې تودې صندلۍ ته كښېني او وچه مېوه يې مخې ته پرته وي؟ طبعاً نه!
 ۷. دغه راډيو د سهار له خوا يوه بله خپرونه لري چې د ښار د صفايۍ په برخه كې موضوعات څېړي، خلك ليكونه ورلېږي، دوه كسان ليكونه وايي، هماغه پوه خبريال (دانشيار) عالمانه! ځوابونه وركوي، چې اكثره وخت د خلكو ستونزې د دولت غاړې ته وراچوي، چې نه پوهېږم دولت ولې د داسې پروګرام په اورېدلو غبرګون نه ښيي، ځكه د راډيو رول خو يوازې او يوازې دا نه دى چې د خلكو ليكونه ووايه او ووايه چې دا ستونزه په ښاروالۍ، كورنيو چارو وزارت او يا پلانۍ ادارې پورې اړه لري، چې بايد د اوارۍ په برخه كې يې غوڅ اقدام وكړي، په نورو نړيوالو راډيوګانو كې كه دغسې كومه ستونزه كومې دولتي ادارې ته راجع كېږي، دا راډيو له هغې ادارې سره هم تماس نيسي چې په دې برخه كې څه سپيناوى كوي او څه پلان لري.
 زيات مهال د موډ و فېشن خبرې كوي، چې تېر كال كوم رنګ ډېر موډ و او سږ كال كوم رنګ ډېر موډ دى. موږ بيا هم د دوى پورتنۍ تېروتنې ته په پام سره وايو چې دا افغانستان دى او دلته اكثريت خلك غريبان دي، ټول افغانستان مكروريان نه دى، چې نسونه يې ماړه وي او د موډ و فېشن غم اخيستي وي، دلته اكثره خلك د فقر او بېوزلۍ په منګولو كې ساه اخلي، هغوى د مړو خلكو خبرې نه خوښوي.
 د يوه مشر او تجربه لرونكي كارپوه خبره ده چې اوس په افغانستان كې موسيقي خپرول دومره زيات شوي چې خلك نور ورڅخه ستړي دي. د طالبانو تر ړنګېدو وروسته خلكو موسيقۍ ته خورا زياته پاملرنه وكړه، خو ټولو راډيوګانو دومره ډېرې سندرې خپرې كړي، چې نور نو پوزې ته راغلي. اوس يې هغه تنده ماته شوې ده او داسې پروګرامونو ته اړتيا لري چې د دوى علمي تنده ماته كړي، يو څه ترې زده كړي او دوى د ښه ژوند لوري ته سم كړي.
 ارمان راډيو هم يوازې او يوازې موسيقي ډېره لري، هغه هم پردۍ موسيقي، چې زموږ ځوان نسل په كلتوري لحاظ پردي كوي. علمي مواد په كې نه شته، چې انسان سمه استفاده ځنې وكړي.
 دا به وخت ثابته كړي چې د دې راډيو كاركوونكو څومره ملي خدمت!! كړى دى، خو د يادونې وړ بولو چې د دوى د كارونو منفي اغېزې به افغاني ټولنې ته ډېرې درنې تمامې شي. د يوه ځوان اديب خبره ده چې څه مهال وړاندې يې په يوه غونډه كې وويل: ’زموږ له راتلونكي پارلمان څخه يوه ستره هيله دا ده چې طلوع ټلويزيون او ارمان راډيو دې بنده كړي، چې د افغان او افغانستان پرضد كار كوي‘. نو كه چېرې دا اداره رښتيا هم همداسې لړلې موخې او پټې توطيې لري، له افغان چارواكي او د ملي احساس لرونكو چارواكو څخه مو دا هيله ده چې په دې باب خپلي ملي مسووليت ترسره كړي او د دغه ډول پرديو خولې دې بندې كړي