د احمدشابابا ليسي شاهين اريانا لوبډله په ګونډو کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37693

دخبریدو نیټه : 2010-08-06

لودين

په لښکر ګا کي د هلمند او کندهار لوبډلو تر منځ تر سره سوي لوبه د کندهار د احمدشابابا دليسي په ګټه پاي ته ورسيده .

دغه لوبي چي تيره ورځ د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا کي د هلمند او کندهار د احمدشابابا د لوبډلي په ګډون د هلمند په کوربه توب پيل سوي دي تيره ورځ يي لمړي لوبه د هلمند ولايت د شاهين اريانا او د کندهار د احمدشابابا ليسي  د لوبډلو تر منځ وسوه .
په لوبه کي دواړه لوبډلو کوښښ کاوه چي لوبه په خپله  ګټه پاي ته ورسوي خو تر ډيرو هلو ځلو وروسته د کندهار  د احمدشابابا د ليسي  د لوبډلي لوبغاړو وکولاي سواي چي د هلمند لوبډله په ګونډو کړي او لوبه دري د يو په وړاندي ځيني وګټي .