لودين
په لښکرګا کي د فوټبال د پيل سوو دوستانو سياليو په ترڅ کي نن د کندهار د احمدشابابا د ليسي لوبډلي د هلمند د استقلال لوبډلي سره لوبه وکړه چي په مساوي ډول پاي ته ورسيده .
يادي سيالي چي تيره پنجشنبه د کندهار او هلمند د لوري د لښکرګا په کوربه توب پيل سوي وي نن يي دوهمه لوبه د احمدشابابا د ليسي او د هلمند استقلال لوبډلو تر منځ وسوه چي صفر د صفر په وړاندي په مساوي ډول پاي ته ورسيد ه .
د لوبي د ننداري دپاره ګڼ شمير هلمندي ننداره چيان راغلي وه او د کندهار ور غلي احمدشابابا ليسي لوبډله يي د ښي پښتني ميلمستيا تر څنګ په ښه عزت او درناوي هم ونازوله