په لندن کې د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو سیالیو په باب اندیښنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37706

دخبریدو نیټه : 2010-08-06

میرویس جلالزی

په داسي حال کې چې په لندن کې د دوه زره دولسم کال د نړیوال جام سیالیو ته دوه کاله پاتې دي اوس که څه هم د دغو سیالیو لپاره ترتیبات نیول کیږي خو د دغو ترتیباتو تر څنګ امنیتي اندیښنې هغه مسله ده چې دانګلیسي چارواکو لپاره د تشویش وړ ده .

اوس د دغو سیالیو سمبالونکو ته دا اندیښنې را پیدا شوي چې آیا لندن به په ۲۰۱۲ کال کې له ترهګریزو بریدونو خوندي وي که څنګه .

دغه ښار په تیرو څو کلونو کې څو ځله د نړیوالو ترهګریزو بریدونو شاهد وو.

د ۲۰۰۵کال په جولاۍ کې ترهګرو د بسونو په یوه ښاري شبکه د برید پر مهال دوه پینځوس تنه ووژل .