بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمين والصلوه والسلام علی رسوله الکريم محمد رسول الله (ص ).
اما بعد: قال الله تبارک وتعالی فی القرآن العظيم
د روژې پيغام
د روژې د مبارکي مېاشتي په را رسېدلو سره د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايم
د لا زواله رب العالمين څخه د خپلو خويندو او وروڼو په لويه حوصله او نېکي پېرزويني کښي ډېرښت زما لومړنی غوښتنه ده.
په دې کښي شک نيشته چي روژه الهي اعطاء ده او په نيولو سره يي قاطع حکم شته خو د دې په څنګ کښي د زکوة ، خيرات او صدقې فرمانونه هم صادر شويدي صله رحمي او پېرزوېنه هم د رسول الله (ص ) دائمي عملکرد و ، د الهي آزمويښتونو په لړ کښي عاجزه بندګان کله ناکله را لوېږي خو د اميد او ايمان پلوشې يي د همدې روژې د مبارکي مېاشي په را رسېدلو سره دوباره تازه کېږي . اجرونه د دې مېاشتي د الله (ج ) په ضمه کښي ختم شويدي د قرآن پاک نزول ، دشب قدر شپه او د اعتکاف شپې ورځي په همدې مېاشته کښي دا خلي دي راشی دا مېاشت په داسی ډول د حقيقت ميدان ته داخله کړو چي د پوره اخوت او دېوه الهي حکم ( فمن شهد منکم الشهر فليصمه ) په منلو سره د اتحاد کړی مضبوطه و ساتو او د ساعتونو اختلاف په ورځو د کفر د غوښتني په موخه بدل نه کړو
داچي مبارکه مېاشت د خير او بخښني لوی بيغام لری بايد له نظره و نه غورځوو چي د خپلو اسلامي عملکردونو په لړی کښي د هغه سېلاب ځپلو او بېوزلو وروڼو سره کوم چي د الهی آزمويښت لړی يې پرموږ ټولو مسلمانانو غوړولې ده د خپلي همدردی ساحه هېره کړو.
البقرة ۱۸۵ آيت
ترجمه:
1. مېاشته د روژې هغه ده چي نازل شوی دی په دې مېاشته کښي قرآن .
2. ( همدا قرآن ) هدايت کونکی دی د پاره د انسانانو او قوانين ېا نښانې او ېا لارښووني شته په دې قرآن کښي د هدايت او بېلونکي د خرافاتوڅخه.
3. پس هرهغه چا چي شهادت ورکړ د ليدلو ستاسو څخه بايد دی چي روژه شی په دې مېاشته کښي.
4. او هغه څوک چي ستاسو څخه و ناجوړه اوېا په مسافرت کښي پوره دي کړي په راتلونکو ورځو کښي. ( که تکليف و پرې ودې خوري خو شرط يې دادی چي بېا به يې نيسي )
5. اراده لري الله (ج ) په دې چي پر تاسو آساني راشي .
6. او نه لري اراده د دې چي پرتاسو تکليف وشي.
7. او پوره دي کړي په نيولو سره خپلي تېري شوي ورځي د خوړلو.
8. اوپه لويي دي ېاد کړي الله په هغه څه چي هدايت کوي تاسو.
9. او خاماخا ښای تاسو شکر ګذاره اوسئ.
د عبرت ، پند، قانون او عملي کولو تګلاري په بېلو جملا تو کښي په پوره ډول بېان شوې.
د نفاق، شقاق او ځان ځانی په دسائيسو د بطلان خط و کښل شو او د ټولو انساني نظرېاتو په موخه کرښه جوړه شوه داچي موږ خپل ځان نه پوهوو او ېا هم د کوچه حسن چپ لاره غوره کوو جواب به يې هم په خپله وايو.
تحليل او شننه.
۱ـ
په دې برخه کښي د آيت مبارک دوه نومونه ذکر دي يو رمضان ( روژه ) او بل قرآن.
لومړی : رمضان ( روژه ) په الهی امر سره بندګي اطاعت ( سر ټيټی )
ېا: د مسلمانانو عبادتي تګلاره په الهی حکم کښي
د نړۍ له پيدايښت څخه کله چي انسان د مخلوق په صفت خپل دريځ غوره کړ د يو لړ مقرراتوسره موخ شو چي په منلو کښي يي ګټه او سرکښی يي زېان اړونکی لاره ښی. همدا کړنلاره له دوو اړخو څخه پېژندلای شو ۱ـ ټولنيز قوانين ۲ـ عبادتي منل شوي تګلاره .
په لومړي قوانينو کښي سياسي، اجتماعي، کلتوري او فرهنګي دستورات شامل کېږي چي انسان يي په رکود او بديل کښي لاس رسی درلودلای شي، په داسي حال چي په دوهم قانون کښي د دين په حيث و پېژندل شو.
دين: عبارت د هغه حکمونو او دستوراتو منلو ته غاړه ايښودل دي کوم چي د حقيقت له وجود څخه په وارد شوي شکل تطبيق ته ايښودل کيږي او انسان ته د انکار ېا بديل ځای نه پرېږدي .
څنګه چي موږ د آيت مبارک شروع کوو راته د ( شهر ) کلمه لومړي توب اخلی پس دلته زموږ ذهن دا حقيقت منلی دی چي ( شهر ) په معنی د مېاشتي د روژې هدف دی ځکه د کال په موسوم کښي دوولس مېاشتي دي او څلورفصله ځني د دې مېاشتو څخه د برکت او حکمونو په وجود کښي راته پېژندل شويدي
چي يوه يي همدا د روژې مېاشته ده په دې مېاشته کښي ډير خارق العاده کارونه سرته رسېږي ځني يي انسان محسوس کوي او ځني يي د ذهني قدرت د ادراک څخه لوړ دي .
د دې مېاشي فرضيت يوازي په ننني مسلمانانو باندي نه دی حکم شوی بلکه په تېرو شوی يو قومونو او ادوارو کښي هم موجود و لکه:
البقرة ( ۱۸۳ آيت )
ترجمه: اې هغه کسانو چي تاسو ايمان لری فرض شول په تاسی باندي نيول د روژې لکه چي فرض کړل شوې وه پر هغه کسانو کوم چي له تاسو نه مخکښي وه ښاي په دې کار سره تاسو د تقوی لاره غوره کړی ( متقېان شی )
د متقي جوړېدلو د پاره خپل خاص قوانين دي ځکه د تقوی دپاره ډېري لاري شته په محدود زمان کښي د روژې هغه دستورات چي بايد عملي شي په لاندي ډول بېان شويدي. کېدای شي په نظر کښي لږ او محدود وي خو د علمي دنېا او فلسفي ميدان له نظره انتها نه لري ځکه د ژوند ټوله چاري لکه اقتصادي، سېاسی، فرهنګي ، علمي ، ادبي، کلتوري فورمولونه د همدې آېت په وجود کښي را غونډ شويدي ولولی :
البقرة ( ۱۸۷ آيت )
ترجمه: حلال کړل شوي دي تاسو ته په شپو کښي د روژې محبت ( نزدېکت ) و ښځو خپلو ته . دوی دي لباس ستاسو دپاره او تاسو چي يي لباس يي د دوی دپاره عالم دی الله په حقيقت کښي په تاسو په هغه څه چي يي تاسو پټونکي په نفسونو خپلو کښي ( الله پاک اراده لري په دې چي ) توبه و باسي په تاسو او قبولي يي کړي له تاسو نه او بخښنه وکړي د ګناهونوڅخه ستاسو. اوس نژدې والی وکړی له دوی سره او وغواړی هغه څه چي نويشته کړيدي الله تاسو ته . او وخورئ او وڅښی تر هغه وخته پوري چي ښکاره شي تاسو ته علامه د سپين والي له علامې د تور والي څخه د سهار په وخت کښي ېا له سهاره څخه. وروسته تر دې پوره کړی ېا اتمام ته ورسوی دا روژه تر شپې پوري .په همدې ورځ کښي مه نژدې کېږئ دوی ته ( ښځو ته ) او کله چي تاسو يي اعتکاف کونکي په مساجدو کښي همدا قانون او حدود دي ټا کل شوي له جانبه د الله مه نژدې کېږئ ښځوخپلوته په همدې ډول بېان کوي الله د آېاتونو خپلو د پاره د انسانانو ښاي دوی پرهېزګاران شي.
په څومره ظرافت سره د کلماتو ترتيب ، ترکيب او د فلسفي څېړنو ارتباط د بېلو موضوعاتو په اړونده د واحدي کليمې ( تقوی ) په هکله په بېان کښي لوېدلی دی. خو منظومه يي د انعکاس د روژې په کتله څرخي . خوړل څښل د اقتصادي برنامې ، د ښځو حقوق او د هغوی سره د ارتبا ط کړۍ ، د سېاسي برنامې حقيقي عملکرد په روژې نيولو سره ، د انسان توجه د خپل وجود ته د عملکردونو په حساب ، د زمان سره بلد تېا او د حساب زده کړه د مېاشتي او تور سپين په دخالت، د شبې او ورځي د تغير او علمي څېړني په برخه کښي اشاره، د توحيد په اساس د عباداتو کړنلاره د مسجد له اندازه، د نسل د انقطاع اونفسی فشار په ضد د دوستی او محبت ټينګول د معاشرتي ژوند په بهبود کښي.، په ضمن کښي د الله پېژندني او حدودو د پېژندلو تګلاره ، د توجه خاصه نقطه انسان او وجايب يي هر يو د زر هاو مخونو په څېړنيزه ادبي علمی مرکز کښي کتلای شو
له عمرو ابن العاص (رض) څخه روايت دى.
رسول الله (ص) فرمايلي دي:
زموږ او د اهل کتابو( يهود او نصارا) د روژې ترمينځ توپيرد پېشلمي په خوړلو کښي دى.
( مسلم شريف )
حضرت انس بن مالک له حضرت زيدبن ثابت (رض) څخه روايت کړيدى. موږ به د رسول الله (ص) سره پېشلمى وکړاو سمدلاسه به د سهار په لمانځه ودرېدو. حضرت انس وايي ما حضرت زيد ته و ويل:د سهار د لمانځه او پېشلمي ترمينځ څومره موده وه ؟ هغه راته و ويل دپنځوسو( ٥٠ ) آياتونو د لوستلو په انډول به فاصله وه.
د بخاري او مسلم شريف په روايت کښي رسول الله (ص) ارشاد فرمايلى دى:
( متفق عليه )
د حضرت بلال آذان دي ستاسو د پېشلمي په خوراک څښاک کولو کښي مانع نه شي ځکه چي هغه په شپه کښي آذان کوي په دې وجه تاسو د بلال دآذان په اورېدلود خوراک اوڅښاک څخه مه بندېږئ تر څو چي د ابن مکتوم آذان وا نه ورئ هغه ټيک د صبح صادق په راختلوآذان کوي.
( متفق عليه )
دوهم جز دآيت : قرآن
يوازنی کيفيت چی د دې مېاشتي په عزمت کښي لومړنی ځای لري د قرآن پاک نزول دی .
قرآن د الله (ج ) کلام او هغه لارښووني دي چي د خپل وخت او زمان په ساحه کښي ساری نه لري. په دې کښي شک نيشته چي درې مقدس کتابونه او صحيفې مخکښي تر قرآن دالهی حکمونو په وجود کښي د خپل وخت د قوانينو تضمين او تطبيق د غوره کړل شويو استاذيو ( انبيآء عليه السلام ) په ژوند کښي ځای درلود خو په دې معنی نه وه چي دايم او قايم وګرځي ځکه سلسله د ادوارو د غوښتني اوضرورت په اساس تکميل ته رسېږي .
د قرآن نزول همدا تکميل د علمي بنېاد، مځکي او کائيناتو آخرنی پړاو د تحولا تو او چانس وګرځېدی يعنې نور د کائيناتو په وجود کښي هغه شان نوښت چي مخکښي شوی و اتمام ته ورسېدی د بل تحول دپاره بنېادي اساس د همدې پېژندل شوي رکنونو په وجود کښي نه راځي څکه ورته د پېش بينی او خبر د ورکولو تګلاره يوازنی اساسي منزل ګرځېدلی دی .
هغه اطلاعات چي د راتلونکي تحول د پاره د کائيناتو او انسان په هکله مضبوط پاتي کېږی د همدې قرآن په وسيله راته ځرګند شول.او هغه اخبار چي د تاريخ په انګړ کښي تېر شوي وه د همدې قرآن په ارشاداتو کښي صادقانه خبر راکوي ځکه ورته د تکميل قاعده ورکول شوېده.
فلسفي اطلاعات ، ساينسي فورمولونه، بيولوژيکي او جيولوجيکي لارښووني ټوله د همدې قرآن په آېاتونو کښي درج دي داچي د زرو قدر د زرګر سره وي عيني خبره ده که څه هم د سوټک کار آهنګر هم کوي.د قرآن په هکله مکرر آېاتونه شته چي په منلو او عملي کولو سره يي مسلمانان هڅول شويدي .
د قرآن لومړنی آيت د الفاتحه د سوره څخه همدا دی :
( الم : ذالک الکتب لا ريب فيه )
ترجمه: همدا کتاب ( قرآن ) نيشته شک په دې کتاب کښي .
د دي جملې ضرورت څه دی؟
مخکښي موږ ولوستل چي درې الهي کتابونه ( تورات، زبور او انجيل ) سره د تېرو شوی يو صحايفو د خپلو خاصو قومونو په اراده کښي د نقش لوبولو دريځ غوره کړی و او د الهي استاذو په وجود کښي يي د مقرراتو منل مهر کړي وه کله چي د حضرت محمد (ص ) ظهور وشو او د قرآن پاک نزول شروع شو بد بختان په دې سوچ کښي ولوېدل چی دا به هم الهي کتاب وي که نه .
د دې خبري دپاره ډېر د لا ئيل شته .
لومړی داچي نور الهي کتابونه او صحيفې په يو ځل د وخت و مرسلينو ته ورکول کېدې څو دامت د ادري چارو قاعده وګرځي. مګر قرآن د هغوی په خلاف په ټوټو، ټوټو سره د ۲۳ کلونو په اوږدوکښي تکميل شو.
دوهم قرآن د ټولو آسماني کتابونو مجموعه وګرځېدل چي د تکميل اعلان يې هم وشو.
درې يم: قرآن د ټول بشريت دپاره لارښود شو په داسي حال چي نور الهي کتابونه د خاص امت دپاره نازل شوي وه.
څلورم: قرآن د يوه داسي شخص په حواله ضمه داري جوړه کړه چي د رسالت او نبوت پېژند يې په خلکو کښي نه و حال داچي نور الهي کتابونه په سلسله کښي د ميراثي رسالت نزول درلود.
پنځم:د قرآن نزول په داسي وخت کښي شروع شو چي جهالت او خود غرضي په خپل اوج کښي ګېر وه ځکه د اصلاحي جنبې د پاره د مخه ورو څخه څوک په دې نخښه نه شو چي دخلکو پرې اعتبار راشي .
شپږم: د قرآن په آېاتونو کښي داسی د نبوغ فورمولونه شته چي تر اوسه څوک د هغوی په معناو نه رسېږي او د کتابت له رويه په داسي جملا تو سره مزين شويدی چي اهل قلم ېا اولوالالباب پرې پوهېدلای شي. او په سل هاو نور مثالونه.
دځينو مترددو او ضعيف البنيه انسانانو په زړه کښي وهم او د الهي قانون د بدليدلو په هکله تحير دې ته لېواله کول چي شک او ترديد وکړي ځکه الله (ج ) حکم صادرکړ چي د دې کتاب په بېان کښي شک او ترديد مه کوئ ځکه دا حالت دلته ځای نه لري.
۲ـ هدايت: ( نېکه لاره )
انسان اجتماعي مخلوق دی او په ټولنه کښي د هر انسان خوی او خواص بېل وي ځکه د تضادونو لړی تل پاتي دريځ لري قهر، جدال، درواغ، ظلم او بې عدالتي ټوله د ذهني اغتشاش له موخي پيداکېږي کله چي يو انسان خپل ځان د تسلط په حال کښي و ويني او بېا تر خپل واک پورته قدرت په نظر کښي مجسم کړي ضرور دداسي افعالو څخه ډډه کوي کوم چي د انساني طرز العمل خلاف وي پس همدا قدرت د فکر کولو او مسئوليت منلو څوک د علمي اساس په دريځ کښي شخص ته ښيي ؟
روښانه خبره ده چي قرآن د دې لاري مخکښ دی ځکه د انسان د پوهولو دپاره بېانونه لري او تشريحات په اړونده د هدايت او بېلوالي له اغراضو.
ځينو لنډ نظرو ته به دا سوال پيدا شي چي د هدايت لاري په انساني قوانينو کښي هم شته.
ځواب: درسته خبره ده. خو! د خپلومنافعو ليدل او د اغراضو دخالت د انساني دريځ څخه ليري کولای شو په هغه وخت کښي چي د الهی قدرت څخه وېره نه وي؟
که دمدني قانون له موخي عفوه د انسان جاېز عمل دی او په عقيدوي لاره کښي رول نه لري د فېصدی څومره برخه ټاکلای شو؟
هدايت يوازي عفوه نه ده بلکه د خلاف ورزيو او نفسي غوښتنو لړی له پامه و غورځوو. حقوق، ساتنه، مرسته، پرهېز، اداء ېنه او احترام له کومي قاعدې څخه مضبوط کېدلای شي، عقيدوي که جبري.
مدني قانون تل د زور په حواله د حاکمانو له لوري په ظاهري ډول د عوامو اطاعت جلب کوي حال داچي د عقيدوي ېا الهي قانون په منلو سره ظاهري هيڅ ګټه نيشته او د ښکاره وېري بېلګه نه ليدل کېږي. دوهمه برخه د آيت :
ترجمه: پس هرهغه چا چي شهادت ورکړ د ليدلو ستاسو څخه بايد دی چي روژه شی په دې مېاشته کښي.
د تورپوستي، سپين پوستي ،قوم، نژاد او انساني طرز په موخه د اختلافاتودروازه و تړل شوه قرآن او د هغه تطبيق عملي کېدل داسلام ېوازنی لاره جوړه شوه او بس.
رسول اکرم ( ص ) د همدې قرآن پيرو او عملي کونکی لومړنی شخص دی چي خپل پيروان يي د توحيد او يو پارچه کېدلو لاري ته و هڅول او د ژوند په ټوله برخه کښي يي د امت مسلمه د توحيد هڅوني هېري نه کړې نمونه يې د روژې د نيولو په هکله داسي بيان کوو.:
حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت دى.
يوکلي وال د رسول الله (ص) په خدمت کښي حاضرشواو عرض يې وکړ، ما مياشت ليدلې ده.( د روژې مياشت ) . رسول الله (ص) ترې پوښتنه وکړه.
آيا ته د دې خبري ګواهي کوې چي د الله څخه سيوا بل معبود نشته؟ هغه و ويل: هو!
آنحضرت (ص) بيا ترې پوښتنه وکړه،آيا ته د دې خبري اقرارکوي چي محمد(ص) د خداى رسول دى؟ هغه و ويل: هو! د دې څخه وروسته رسول الله (ص) بلال ته و ويل:
خلګ خبر کړه چي صبا روژه و نيسي.
( ابوداوود، ترمذي،ابن ماجه، نسائي، دارمي )
حضرت ابن عمر(رض) څخه روايت دى.
خلک دمياشتي د ليدلو د پاره جمع شوه، ما رسول الله (ص) خبرکړچي ما مياشت ليدلى ده، نو رسول الله (ص) روژه ونيول او خلکو ته يې هم د روژې د نيولو حکم ورکړ.
( ابوداوود، دارمي )
د مبارکواحاديثوڅخه داڅرګندېږي چي رسول الله (ص) د الهي امر مطابق عملکردونه لري نه د ځانه څخه په اوامرو صادرولوځکه پورتنى الهي ارشاد همداسي معنىکېږي چي هرچا ستاسي څخه د روژې مبارکه مياشت وليدل نو د نورو مسليمينو د پاره دالازمه ده چي د اتحادکړۍ ماته نه کړي څو په يوه اعلان سره دټولو تاء کيدي حالت مينځ ته راشي. د بې اتفاقيو او خپل سريو په راتللو سره د اسلام دين نه کوم روايت لري او نه هم کوم الهي ارشاد شته او نه هم رسول الله (ص) په دې باره کښي هدايات صادر کړيدي .
داچي خلک د خپلي رائي په مطابق د احاديثو او آياتونو څخه تحليل او تفسير اخلي دا ددوى
خپل شخصي نظر دى د اسلامي ارشاداتو څخه کوم رول نه لري.
هغه رائيه چي د مېاشتي د ليدلو په هکله د ځينو مسلمانانو سره شته د قرآني دليل په حيث د تعبير په اړونده د شخصي نظر له رويه مطرح کېدای شي په دې دليل:
۱ـ قرآن د ټولو مخلوقاتو د پاره د انسانانو نازل شوی او تطبيق يي يو شانتي دی.
۲ـ قرآن فرماي (( فمن شهد منکم الشهر فليصمه )) هر هغه چا چي ستاسو څخه مېاشته د روژې و ليدل تاسو يې هم روژه کړئ. که سوال د اختلافاتو د ساعتونو وشي جواب.
په آسېايي ممالکو کښي اختلاف د ساعت د پاره د روژې د نيولو په ورځ کښي راځي نه دا چي د شپې مېاشته بهانه شي. موږ روژه د ورځي نيسو نه د شپې.
۳ـ کله چي عېسوي نوی کال شروع شي د نړۍ په ټولو ممالکو کښي د تاريخ بدلون راځي خو د اختلافاتو ساعتونه او ورځي په کښې مطرح نه وي په داسي حال چي د ډېرو ساعتونو تبديلي حتی د شپې او ورځي په وجود کښي تغيرموجود دی.
۴ـ که چيري د آسېا په شرق کښي لمر ۲ ساعته مخکښي را خېژي په دې معنا ده چي په مکه معظمه کښي د صبح صادق ساعت دی او د ورځي پيغام لري.
۵ـ د نېکي ورځي او نېک ساعت خپل ټاکلی وخت وي کله چي هغه تېر شي بديل يې بيا نه راځي.
۶ـ الله (ج) امت مسلمه د اتحاد لوري ته دعوت کړيدي نه داچي د اختلاف لاره غوره کړي.
۷ـ که چيري اختلاف پيدا شو هغه د قرآن پاک او رسول الله (ص ) په نبوي تګلاره کښي امر دی نه د حاکم او پېشوا.
مسلمانان د نېک نظر او پاکي عقيدې په لور هڅول شويدي د شک ، ګومان او تخيل څخه منع شوېده.
۸ ـ داسي چي د هفتې ورځي په آسېايي ممالکو کښي برابري دي پس د عقيدوي مقدسو ورځو اختلاف ولي رامينځ ته کيږي ؟
۹ ـ کله چي مېاشت د روژې په ېوه د آسېايي ممالکو کښي و ليدل شوه او په بل ګاونډي ملک کښي و نه ليدل شول په دې معنی چی د ساعتونو اختلاف دی آېا داسي فکر نه کېږي چي دوه ساعته ورځ اوږده ېا لنډه د دې سبب نه جوړېږي چي اختلاف قبول کړو ځکه که په عربي ملکو کښي مېاشته وليدل شول معنی داچي شپه ده پس هغه کسان چي اختلاف لري په دې نه پوهېږی اختلاف په شپه کښي وشو خو د ورځي څخه انکار په دې معنی دی چي بايد دوی يې هم په شپه کښي و ويني. هغه مبارک ساعت او لومړی قدم ضايع نه شو.
۱۰ـ الله پاک مهربانه دی او د خپلو بندګانو د عبادت اجر ورکوي خو د اتحاد او يووالي امر د پښوڅخه لوېږي په نجومي محدودو ساعتونو کښي اختلاف د ورځي څخه د انکار سبب نه شي کېدای پروردګارعالم فرمايي:
العمران ( ۱۰۳ آیت )
ترجمه: منګلي ولګوی ( راټول شئ ) په قانون د الله ( اورغوی د لاس چي قرآن څخه مقصد دی ) ټوله او په خپلو کښي بېلتون مه جوړوی ېاد کړی نعمتونه د الله پر خپلو ځانونو کله چي وی تاسو دښمنان الفت واچول شو ستاسو په زړونو کښي ستاسو او وګرځېدلاست تاسو په نعمت دالله سره وروڼه ( په داسی حال چي ) وی تاسو په څنډو د اور پس نجات درکړل شو تاسو ته د هغه اوره څخه ، داسي بېان کوي ستاسو دپاره آېاتونه خپل ښايي پرهدايت شی.
په بل مبارک آيت کښي داسی ذکر دی:
۱۸۶ النسآء
ترجمه: مګر هغه کسان چي توبه و باسي او صلح کوي په خپلو کښي په قانون ( قرآن ) د الله راټولېږي او خالص ساتي دين خپل دوی د پاره دالله همدا کسان ملګري دي د مؤمنانو سره ، او ډېر ژر به ورکړل شي دوی ته له جانبه د الله مزد ډېر لوی.
درې يمه برخه د آيت :
ترجمه: که چيري و ( ستاسي څخه ) ناجوړه او ېا په سفر کښي شمېرنه د ورځو دي وکړي په پوره کولو سره په ورځو راتلونکو کښي .
موضوع عامه ده نر او ښځه مقيم او مسافر ټوله په يوه قانون کښی د همدې آيت تر توشيح لاندي راځي شرط يی هم و ويل شو هغه ميندي چي خبلو اولادونو ته شودې ورکوي ، حيض او نفاس هم د روژې په خوړلو کښی قاعده ده خو په راتلونکي کلونو کښي به يې نيسي . د مسافر او مقيم ترمينځ فرق په دې کښي دی کله چي يو شخص د خپله کوره څخه د سفر په نيت ووزي او ټاکلي مقصد ته ورسېږي که يې د کارموقع ترپنځه لسو ورځو پوري پوره شوه مساقر دی خپل لمونځ هم قسر کولای شي يعنې د ځلورو رکعتي لمونځونو په عوض دوه رکعته اداء کولای شی دا خبره ضرور ده خو د روژې په نيولو کښي خود رائيه دی که يې نيولای شوای و دې نيسي او که يې خوړل و دې خوري ،د سنت لمونځونو او نوافلو ورته خپله رائيه ده. مګر مسافرت يې تر هغه پوري تصديق دی چي د خپل کار موضوع يې ختم شوې نه وي او خپله هم په دې تلاښ وي چي کار يې ختم شي که چيري يې اراده وي چي هم کار وکړي او هم په آرامی سره خپله اراده د ضرورت پوره کړي نو تر پنځه لسو ورځو وروسته د حنيفي مذهب په رائيه د مسافرت له قانون څخه وزي.. مسافران د دوو ېا دريو کلونو په بهرني ملکونو کښي د کارکولو په موقع مسافر نه دي.
د نفلي روژو د نيولواو يا هم د نفلي عباداتوپه هکله انسان ته کامل اختيار دى خو دفرائضو په اداء کولو کښي مکلف دى دلږوالي او ډېروالي هيڅ نوع مداخله ځاى نه لري.په دې اړونده.
د حضرت طلحه بن عبيدالله (رض) بيان دى.
د نجد يو سړى د رسول الله (ص) په خدمت کښي حاضرشود هغه د سر وېښته پرېشانه ( ګډ،وډ ) وه . د هغه آواز خو زموږ غوږونوته رارسېدى خو د هغه په خبرو نه پوهېدلو، کله چي هغه رسول الله (ص) ته نژدې شونو موږ واورېدل چي هغه د اسلام د فرائضو پوښتنه کوي.رسول الله (ص) په جواب کښي ورته وفرمايل: شپه او ورځ کښي پنځه وخته لمونځ فرض دى.
هغه عرض وکړ،د دې نه سېوا آيا نور لمونځونه هم پما فرض دي؟
آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: نه ، خو د نفلي لمونځونو تاته اختيار دى.
بيا ورته رسول الله (ص) وفرمايل: د رمضان د مياشتي روژه فرض ده.
هغه و ويل:آيا د دې نه بغير هم پما نورڅه روژې فرض کېږي؟
آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: نه ، خو د نفلي روژو تاته اختيار دى.
طلحه بن عبيدالله (رض) وايي:د دې نه پس رسول الله (ص) د هغه سړي په وړاندي د زکوة ذکر وکړهغه پوښتنه وکړه، آيا د دې ( زکوة ) نه بغيرهم پما نورڅه فرض شته؟
آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: نه ،خو د نفل خيرات کولو تاته اختيار دى.
د دې څخه وروسته هغه نجدي داسي و ويل او ولاړى: (( قسم په خداى(ج) نه به د دې څخه څه ډېروم او نه به يې لږوم)). په دې اورېدلو سره رسول الله ( ص) و فرمايل: که دې سړي وينا رشتيا کړې وي نو کامياب شو. ( متفق عليه )
د روژې د ماتولو حکم د ماښام په وخت کښي.
ځني خلګ وايي : د رسول الله (ص) ارشاد دى چي په روژه ماتي باندي بېړه کوی.
دا بل کل صحيح خبره ده خو په دې معنى نه ده چي د لمر په موجودګى کښي دي آذان وشي او يا دي روژه ماته شي د لمر پټېدل د سترګو څخه د شپې معنى نه لري او نه هم په دې طريقه روژه مکمله کېږي . مراد د هغه وينا څخه دادى چي روژه دار دي لومړى روژه ماته کړي او بيا دي لمونځ وکړي ځکه د لوږي او تنګ دستى په وجه لمونځ روايت نه لري ځني خلک د رياضت په خاطرلومړى لمونځ کوي او بيا نفلونه کوي بيا روژه ماتوي په دې خاطر چي د الله پاک رضا يې حاصله کړې وي او د شيطان مقابله يې کړې وي . له همدې کبله رسول الله (ص) فرمايلي دي چي
تاسو لومړى روژه ماته کړئ او تلوار وکړئ په خوړلوکښي تر لمونځ .
د رسول الله (ص) ارشاد دى.د حضرت عمر (رض) څخه روايت دى.رسول الله (ص) و فرمايل:
هرکله چي شپه د دې طرف نه ( لمرختلونه ) راشي ( تور والى راشي د مشرق نه ) او ورځ دې طرف ( مغرب )لورته لاړه شي او نمرپرېوځي نو روژه دار دي روژه ماته کړي .
( متفق عليه )
د حضرت ابن عمر(رض) څخه روايت دى.
رسول الله (ص) وفرمايل:
ترڅو پوري چي د روژې مياشت ونه وينئ روژه مه نيسئ، اوروژه مه ماتوئ ترڅو پوري چي د اختر مياشت و نه وينئ. که ستاسو په مخکښي وريځ وي او مياشت ښکاره نه شي نو د شعبان دېرش ورځي پوره کړئ .
( متفق عليه )
څلورمه برخه د آيت
ترجمه: اراده لري الله په تاسي راولي آساني او نه لري اراده په دې په تاسو باندي چي جوړه کړي سختي.
د آسانی څخه مراد د انساني قووت او طاقت په ازمويښت کښي اچول دي پروردګارعالم په دې پوهېږي چي د هغه د مخلوقاتو ولکه په دنيوي اموراتو کښي څومره ده يوازي د حجت دپيدا کولو د پاره د خپلو بندګانو عملي کړنلاره د مستند سند په خاطرو د خپلو حکمونو د تطبيق فيصله کوي. مجبوريتونه د ناجوړی، بدني ضعف،اقتصاد، لوی والي او کوچني والي ، اقليم د هوا او تاء ثير يې په انسان ټوله د رحم او عاطفې له رويه د خپل رحمانيت په چوکاټ کښي بخښي خو د هوس،ضد،انکار او ابن الوقت اعمالو په کردارونو محاسبه کوي خو بيا هم د توبې لاره نه ده تړل شوې او نه يې تړي.
الشرح ( ۵ آيت )
ترجمه: په تحقيق سره الله د هري سختی وروسته آسانی راولي.
بل ځای فرمايي :
۱۴۹ النسآء
ترجمه: که چيري په ښکاره کوی کارونه د خير او ېائې پټوی او ېا هم مخ ګرځوی له بديو څخه بېشکه الله و ( دپخوا نه ) عفوه کونکی قادر ذات
پنځمه برخه د آيت :
ترجمه: او د خپلو تېرو شوي يو خوړل شوي يو روژو نيول په بيرته راګرځولو سره پوره کړی.
موږ مخکښي ولوستل چي د روژې خوړل د ناجوړی، مسافرت ، حيض ، نفاس او ماشوم ته د شودو دورکول له کبله روايت لري او دا کار الله پاک د خپلي مهربانی له کرمه ارزاني کړيدی خو شرط يې دادی چي د کمال په خوښی او صحت کښي دوباره قضايي و نيول شي .
• نوټ: ځني روژې په سهوي ډول ماتېږي لکه په هېره چي د شخص هيڅ توجه د روژې نه وي او اوبه وڅښي ېا بل داسي فعل چي د رو/ژې د ماتېدلو سبب ګرځي .
په دې برخه کښي هيڅ پروا نيشته او نه هم قضايي که په خوړلو او ېا څښلوکښي ورته ېاد شوه چي روژه ده سمدلاسه يې بندول په کار دي داسي نه چي دوام ورکړي . په قصدي عمل سره کفاره واجب کېږي.
• د ښځو زينتي اسباب لکه سترګي تورول، لب سېرېن وهل، ميک اپ او نور هغه وسايل چي د وجود دپاره ګټور ثابت شی د روژې د ماتېدلو اسباب دي.
• غسل کول، صابون استعمال ، شامپو د روژې د ماتېدلو سبب نه جوړېږي ، د عطرو ېا خوشبويي استعمال روژه نه ماتوي که چيري انسان هغه د پاکی او مسلمان ته د خولو د بوی د رسولو څخه د مخ نيوي په غرض استعمال کوي او د خاص توجه عامل نه وي کراهت يې نيشته.
• که چيري د روژې په وخت کښي د خپلي کور وداني سره مباشرت د پوهي په صورت کښي وشي قصدي عمل يې کفاره واجپ کوي چي هغه د يوې ورځي روژې په مقابل کښي د شپېتو ېا دوو مېاشتو روژو نيول دي او ېاهم د شپېتو مسکينانو مړول د متوسط ډوډۍ په ورکولو سره.
• د هغه شخص دپاره چي د روژې ړ نيولو توانمندي نه لري او ېا هم شرعي عذر ولري د هري ورځي د روژې په مقابل کښي د ېوه مسکين دنس مړول دي د متوسط ډوډۍ په ورکولو سره.
• د ورځي په اوږدو کښي د خوب راتللو له وجود څخه په انسان دشهوتي ادارې بېواکي په خوب کښي هيڅ مشکل نه زېږوي او پروا نه لري يوازي د غسل کولو فرضيت شته.
• په شفا خانو کښي د پېچکاری ، سېروم او نورو موادو استعمال د روژې ماتېدلو ته لاره ده.
• د ښځو د پاره د رنګ ناخون استعمال بدن ته هيڅ ګټه نه رسوي کراهت نه لري خو د غسل د قانون په اساس ناروا ګرځي ځکه د بدن و هر جز ته د اوبو د رسېدلو موخه نيسي.
• په ډکه خوله استفراق ( قی وهل ) د روژې مکروهيت پيدا کوي خو د روژې د خوړلو اجازت نيشته شخص بايد هغه روژه هم ونيسي او د کراهت له وجهي قضايي يې هم بايد پوره شي.
په روژه کښي د قرآن عطيم الشان ختم
د انسانانو په ژوند کښی د هري موضوع د پاره يو ه قاعده موجوده وي حتی د ډوډۍ د خوړلو دپاره هم بايد لاسونه پر ولل شي بسم الله و ويل شي ، د لمانځه دپاره بايد اودس تازه شي او جامې پاکي و ساتل شي او نور .
همداسي د قرآن پاک د تلاوت دباره هم وقت معين شويدی هغه د سهار وخت دی .
• د انساني ژوند د کار پيل د همدې سهار څخه شروع کېږي ، ورځ هم د سهار څخه معلومېږي . او د ژوند مبداې هم همدا سهار دی ، دآخرت سوال او جواب هم د ورځي وي .
• له همدې ځايه اسلامی کړنلاره د هر مسلمان د پاره د قرآن زده کړه فرض، واجب، سنت مؤکد او سنت مستحب ګڼي څو د همدې قرآن په رڼا کښي د اموراتو ترتيب او تنظيم وکړي که د قرآن څخه پوهه نه وي د نن ورځي د اختلافاتو او تشوشاتو دوام يې ښه مثال ورکولای شو الهي ارشاد دی .
• د لمانځه اداېنه د خپل وخت نه بغير د قضائي قاعدې له موخي کېږي خو د قرآن پاک د لوستلو او نه لوستلو قضائيه نيشته.
الاسراء ( بني اسرائيل ۷۸ آيت )
ترجمه: سم و دروی لمونځونه ېا شروع کړی لمونځونه د را ختلو څخه د مخه تر لمر تر مکملي تېارې پوري د شپې او همدا رنګه تلاوت کوی د قرآن په سهار کښي ځکه په تحقيق سره قرآن د سهار چي دی و د پخوا نه شهادت ورکونکی د لوستونکي .
ځني خلک ( قران الفجر ) د سهار په لمانځه سره تعبير کوي په داسی حال چي لمونڅ او قرآن په هدف او غايه کښي سره يو خو په کړنلاره کښي سره بېل دي . قرآن د تدريس او پوهي په موخه مګر لمونځ د عبادت له موخي پېژندل شويدی نومونه يې هم بېل دي . د لمانځه اوقات معلوم دي ، د قرآن پاک د لوستلو تعين په مخصوص وقت کښي چي سهار دی تصديق خو په هره لحظه او هر ساعت کښي د ورځي او شپې لوستل کېږي .
دا صحيح خبره ده چي په لمانڅه کښي قرآن لوستل کېږي خو دا معنا نه لري چي بغير له لمانځه څخه نه لوستل کېږي د همدې اختصاصي لوستلو د پاره د سهار وقت تعين شويدی ځکه د انسان ورځ چي په قرآن پاک سره شروع شي طبعا ورځ يې نېک مرغه وي دا د رسول الله (ص ) کړنلاره ده او زموږ مسلمانانو منلې او کټلې خپرونه.
د قرآن په لوستلو کښي شرط دی.
الاسراء ( ۱۰۶ آیت )
ترجمه: او قرآن نازل شوی دی ټوټه ، ټوټه په آېاتونو سره د پاره د دې چي ولوستل شي پر خلکو باندي په آرامی سره او نازل شويدی همدا قرآن په نازلولو سره ۲۳ کلونو.
په داسی ډول چي د قرآن په اورېدلوږ سره د سامع پوهه نه وي حاصله کړل شوې روايت نه لري . هغه قارېان چي دقرآن تلاوت په داسي چټکی سره اداء کوي چي تر شا يې مقتدېان نه پوهېږي هيځکله د نبوي شريعت سره سمون نه لري څکه سوال کېږي .
آېا الهي عبادت کېږي که د رسم او رواج اداء ېنه ؟
آېا ضرور ده چي د شپږو ېا لسو ورځو په دوران کښي قرآن ختم شي او وروسته بېا قرآن ته تر بل کاله پوري شا وګرځول شي او ېا هيڅ و نه لوستل شي؟
موږ مخکښي ولوستل چي د قرآن پاک د لوستلو دپاره د هر سهار په شروع کښي تلاوت ګټور او الهي رضا حاصلول په ضميمه کښي لري . که چيري د قرآن پاک ختم د روژې مبارکي په ېوه مېاشته کښي په تراويحو کښي مکمل شي ثواب يې ډېرېږي ترمعينو ورځو.
شپږمه برخه د آيت آخرنی ۱۸۵)
ترجمه: او په لويي ېاد کړئ الله په دې چي ښوونه کوي تاسو ته ) د نېکي لاري (او ښايي تاسو شکر کښونکي شی.
تکبر ، لويي ، ستاېنه او د حمد وېلو وړ يوازي الله (ج ) څکه دی چي د کائيناتو جوړونکی ، روزونکی ، محوه کونکی او تغير ورکونکی دی شريک نه لري ، د قدرت محار يي نيشته،تل ژوندی دی ، نه د چا څخه پيدا شويدی او نه يۍ څوک زېږولی دی ، بېله کومي ګټي د خپلو بندګانو په حق کښي مهربانه ،لارښود اوورکونکی دی. د علم درجه يې قالب نه لري څکه و خپلو مخلوقاتو ته د هغوی د عمل په اندازه د سزا مقرري لري مخکښي له دېنه چي خپل بندګان په سزا ورسوي د هدايت سببونه او د ذهني پراختېا ساحه يې د خپلو استاذ يو په ذريعه چي هغه هم د الهي لارښوونو په مطابق عملکرد لري خبروي ځکه انساني بندګانو ته دا په کار دي چي د شکر په کښلو سره د سرغړوني لاره بنده کړي او د هغه ذات څخه و وېرېږي کوم چي د قدرت ولکه يې د مځکي او آسمانونوپه کنترول يو جز دی.
روژه په مسلمانانو باندي فرض کړې شوه او دا کار يوازي د رسول الله (ص) په امت باندي نه دى تحميل شوى بلکه تيروشوو ټولو امتونو روژه نيول او دا الهي فريضه يې سرته رسول. موږ به د هغه روايتونو څخه تېرشو کوم چي د تېرو زمانو شريعتونو رواج کړي وه ځکه اوس موږ د هغو په تازه کولو او پوهېدلو باندي نه يو ماء مور شوي او نه هم موږ ته کومه ګټه رسوي زموږ مکلفيت د خپل دين او آئين سره دى ځکه هم په همدې دين سره برا ئت حاصلولاى شواو هم د همدې دين په انکار سره ماء خوزه کېږو، زموږ د همدې خبري تائيد د رسول الله (ص) دا حديث دى چي د مشکوة دلومړي ټوک څخه يې تاسي ته د حضرت جابر(رض) په روايت نقلاً را کاپي کوم څو د ويونکو قناعت پرې حاصل شي او دهغه ليکنو او کتابونو د لوستلو څخه چي د وخت ضياع اوحاصل نه لري ځانونه ګوښه کړي شو. د حضرت جابر(رض) څخه روايت دى:
يوځل حضرت عمرابن خطاب (رض) رسول الله (ص) ته د تورات نسخه راوړل او عرض يې وکړ، يا رسول الله! (ص) داد تورات نسخه ده. رسول الله (ص) خاموش و بيا حضرت عمر(رض) د تورات لوستل شروع کړل ، درسول الله (ص)موخه مبارکه متغيره کېده ، دې ليدلو سره حضرت ابوبکر(رض) و ويل: اې عمره تادي ورکه ونکي ښځي ورک کړي آيا ته د رسول الله (ص) مبارک موخي ته نه ګورې؟ حضرت عمرچي رسول الله (ص) ته وکتل نو وئې ويل: زه د الله او د هغه د رسول د ناراضګي څخه د الله تعالى نه پناه غواړم، موږ د الله په رب کېدو، په دين داسلام او د محمد (ص) په نبوت راضي يو. رسول الله (ص) وفرمايل:
په هغه ذات مي دي قسم وي د چاقبضه کښي چي دمحمد(ص) ساه ده که تاسو کښي موسى (ع) ژوندى واى نو تاسو به د هغه اطاعت قبول کړى واى او زه به مو پرې ايښى واى، تاسو به د صراط المستقيم د لاري نه بې لاري شوي واى . حال داچي که موسى (ع) ژوندى واى او زما د نبوت زمانه يې موندلې واى نو يقينا زما پيروي به يې کوله. ( دارمي)
تمت لومړی برخه
۱۳۸۹ هجري شمسی