پښتانه، پښتونخوا او افغانستان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37849
علي محمد
دخبریدو نیټه : 2010-08-12


نن ورځی که د پښتونخوا ویشل سوی هیواد سیاسی، اقتصادی او فرهنګی حالت په علمی توګه مطالعه کړو او د پښتون ولس حالت د پورته ذکر سوی درو زاویو څخه د یوه معیار سره پرتله کړو نو دا به راته واضح سی چه دا ستر ناورین چه دا ولس په اخته دی دهغه سترو غفلتونو  نتیجه ده چه  زموږ د نسلونو، نسلونو څخه سوی دی چه عبارت  په اجتماعی توګه د خپل اولاد اخلاقی او علمی روزنی لپاره لازم ګامونه نه پورته کول دی او دا غفلت په عمده توګه د پښتونخوا د هغه برخی په پښتنو کښی ډیر واضح توګه احساسیږی چه نن ورځ یی خلګ د افغانستان په نامه پیژنی. من حیث د یوه پښتون زه ځان د یوه داسی ولس یو واحد ګڼم چه په افغانستان، پاکستان او هندوستان کښی په پروت دی، او دا می آرزو ده چه دا ولس د یوه واحد فرهنګی، سیاسی او اقتصادی نظام پواسطه سره یو مټی سی او د ټولو پښتون میشتو سیمو د یوځای والی په نتیجه کښی چه د نړی پر مخ یو هیواد راښکاره سی، هغه به په صحیح معنا پښتونخوا وبلل سی چه نوم یی کله نا کله د پښتنو شاعرانو په شعرونو کښی راغلی دی او کله د با احساسه پښتنو سیاسی رهبرانو د ژوند تر ټولو ارزښتمند او خوږ مرام ګرځیدلی دی. کله شیخ بایزید پیر روښان او دده د کورنی سیاسی او علمی پاڅون لپاره پلمه ګرځیدلی او کله هم دغه نوم د احمد شاهی فتوحاتو لپاره رهنما ګرځیدلی. او اوسنی افغانستان نوم د همدغه پښتونخوا کلمی فارسی ژباړه ده. که موږ د بایزید روښان د پښتنونخوا د خپلواکی پاڅون او د احمد شاه بابا نظامی فتوحات سره مقایسه کړو نو په سرسرکی مطالعه سره به دا احساس کړو چه دا دواړه هڅی د یوه هدف لپاره وی، یعنی د پښتون ټبر خپلواکی او ددوی د اجتماعی حقوقو د دفاع لپاره یو حکومت جوړول، خو په عین وقت کښی دا به هم راته معلومه سی چه دواړو غوښتل چه یو تصویر جوړ کړی، خو ددواړو څخه دا تصویر بشپړ نه سو. د بایزید روښان تحریک علمی او نظریاتی اړخ ډیر قوی او کامل وو چه پایله یی دا وه چه د پښتنو بی سروسامانه جنګی ګرو پونه د مغلو د مجهزو لښکرو سره و جنګیدل او داسی ناممکنه بریاوی یی لاس ته راوړلی چه د پیر روښان کرامت ورته ویلای سو، خو کمبود یی دا وو چه د اسبابو او وسایلو شدید کمبود موجود وو او بایزید روښان رهبری د پښتونخوا د یوی محدودی برخی پوری پاته سوله. که متقابلاً د احمد شاه بابا کارنامو ته که ځیر سو په مادی توګه هغه ټول اهداف یی عملاً لاس ته راوړل کوم چه بایزید روښان د خپل پاڅون لپاره ټاکلی و، یعنی د ټولو پښتون میشتو سیمو د یوځای کولو په واسطه ستره پښتونخوا عملاً تشکیلول او د دغه هیواد د اقتصادی او سیاسی بنیادونو دایمی ټینګښت لپاره اړینی ټولی سیمی پکښی راګډول خو هغه مهم عنصر د لوی احمد شاه بابا په پاڅون کښی نه لیدل کیږی چه د بایزید روښان د پاڅون خاصه مشخصه وه، یعنی علمی یا نظریاتی اړخ. هغه مفکوره چه ستر احمد شاه بابا یی و استراحت ته نه پریښووی، کله به یی د هرات یخونه پر ځان ګالل او کله به د پنجاب سوځونکی ګرمی پر ځان تیرول باید و هر پښتانه او دده اولادی ته انتقال سوی وای، دا مفکوره باید نسل تر نسل زموږ پوری رارسیدلی وای. پښتانه په ځمکو، وینځیانو او مریانو باندی مړیدو وروسته باید آرام نه وای کښینستلی، باید خپل نسلونه یی د هغه ستری واکمنی د ټینګښت او لا پرمختګ ته هڅولی وای. د سترواکمن د جاه طلبو میراثخورو د مینځنی جګړی قربانی ګرځیدلو په عوض تل یی مخلصو رهبرانو ته هر کلی ویلی وای. د خپلو دینی ارزښتونو د ساتنی په منظور یی دینی مدارس جوړ کړی وای، علم، سیواد او فرهنګ ته یی وده ورکړی وای نو نن به موږ دابدی ورځی نه لیدلای.

 

  نن ورځ چه د بایزید روښان او احمد شاه بابا د پښتونخوا یو کونج موږ ته راپاته دی او دهغه هم دتجزیه کیدو خبری کیږی فقط پدی خاطر چه موږ هغه ارزښتونه او اهداف د یاده ایستلی دی د کومو د بقاء په خاطر چه دا هیواد تشکیل سوی وو. دا د فطرت قانون دی چه هره پروسه د یوه مقصد لپاره شروع کیږی او تر څو چه مقصد واضح وی، پروسه پر مخ ځی او که هدف ورک سی، پروسی هم په هغه ځای پای ته رسیږی. که د لا زیات ساده مثال لپاره یو کاروان فرض کړو. کاروان داسی ترتیب کیږی چه یو شمیر اشخاص و یوه مشخص ځای ته د تګ اراده ولری نو د خطراتو د کمولو او د مطلوب لاری څخه د نه اوښتلو په مقصد سره یو ځای کیږی او دیوه لارښود د رهبری لاندی خپل سفر پیلوی او پرمخ ځی اوس نو که دلاری په مابین کښی د ټولو څخه دا هیر سی چه د څه لپاره راوتلی وو او چیری ځو نو طبعاً د کاروان به ځای پر ځای دریږی. او که لارښود هڅه وکړی چه کاروان مخه د مطلوب ښار په عوض وبلی لوری ته واړوی او د کاروان خلګ په خبر سی نو باید د لارښود د تبدیلی موضوع رامابین ته سی که نه نو د یوی شپږی لپاره به ټول پوستین اور ته لویدلی وی.

 

    کوم هیواد چه د پښتنو په قربانی، د پښتنو لخوا، د پښتنو لپاره جوړ سوی وی، د هغه هیواد د حکومت لخوا د پښتون حقوق و بل چا ته د مراآتو په شکل ویشل کیږی، و پښتنو ته د حوضی په سطحه د ولایت حقوق نه رسیږی او د همهغه هیواد په نوروبرخو کښی علاقه داری او ولسوالی چه هم د نفوس او هم د رقبی د جهته لږ وی د ولایتونو درجی ورکول کیږی څو د ولایت په اندازه استحقاق ورکړای سی، د هغه حکومت لخوا راغوښتل سوی خارجی اتلافیانو په واسطه د پښتنو کلی او کورونه نړول کیږی او  په نورو قومونو د پښتنو ځمکی ویشل کیږی نو دا هیواد باید په څه دلیل باقی پاته سی. دا طبعی ده چه د تجزیه کیدو خبری به یی کیږی. هغه خلګ چه ددغه هیواد د تجزیه کیدو مخالفه دی باید د هیواد مشترکی شتمنی او منابع په ولس کښی ددوی د نژادی انډول په نظر کښی نیولو سره ویشلولپاره هڅه وکړی. په وزارتونو کښی د مامورینو ، دهیواد په دولتی تعلیمی ادارو کښی د محصلینو او د هیواد په ملی اردو او ملی پولیسو کښی د ځوانانو جلب و جزب کښی که پښتانه ته دهغه د نفوس په اندازه ونډه ورنه کړل سی نو تر ډیره به دا هیواد د ځمکی پر نقشه پاته نسی، ځکه چه پښتون د هغه هیواد او دولت په وړاندی هیڅ مسولیت نلری چه دده لپاره نه وی. خو دهر څه وروسته به دا سی وخت حتماً راځی چه ټول پښتانه به یوځل بیا د یوه واحد هیواد او حکومت د تشکیل لپاره لاسونه سره یو کړی، نو ولی د نن څخه دا کار پیل نه کړو. د افغان او پاکستانی په عوض ټول د پښتون په نوم افتخار وکړو، خپل مشترک افتخارات په ګډه سره وپالو، یو د بل د سر مال او عزت دفاع په ګډه کولو هوډ وکړو او د ډیورینډ کرښه ددواړو خواو د پښتنو لخوا د همیش لپاره ړنګه کړو لکه د جرمنی ولس چه د برلین دیوال ړنګ ګړی.........