سې شنبه ۱۳۸۴ د روژې اوله ورځ
دا ټولو هيوادوالو ته روښانه ده چي که څه هم د ټولو خبري رسنيو ، افغاني مطبوعاتو ، دولتي چارواکو له ويناو ، او بېلابېلو راپورونو څخه ښکاري چي په هيواد کي امن دی ، او ورځ له بلي ورځي ولس په ازاده توګه خپل د ژوند چاري پر مخ بيايي خو ؛
لکه څنګه چي ليدل کيږي اوس بيا هم افغان ولس په هغه سيمو کي چيري چي نړيوالي خبري رسنۍ خبريالان نه ليږي ، په هغه سيمو کي چي لا تر اوسه د ټوپک په ژبه کي پوښتني جوابيږي ، افغان ولس له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی ، ولس لا له ډيرو داسي لانجو او شخړو سره لاس اوګرېوان دی چي نه يې نړۍ له حاله خبره ، نه يې خبرونه خپريږي ،او نه يې چارواکي له حاله ځان خبروي .
بېنوا ويبپاڼي ته د ننګرهار ولايت يوه اوسيدونکي لاندي ليک راليږلی دی ، دادی کټ مټ يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .
په جلال اباد کی څه تیریږی
د جلال اباد جنوب ته یوه دشته وه چي بر یې ۱۲ کلو متره دی، ددې زیاتره برخه اوس کورونه شوي دی ددې دشتې یوه برخه لومړی مولوي خالص خپلو قوماندانو ته وویشله او یوه ډیره برخه یې پاته وه دا برخه حاجي دین محمد او حضرت علي په یوه کلي چي دولتزی نومیږی اودد شتي څنګ ته پروت وه وویشله او دین محمد او حضرت علي پکې هر یو ۲۰۰نمرې واخیستلې د سوال ځای دادی چي هلته یو بل کلی چي بي بي مهرونومیږي ددې نه محروم شو سره ددې چي ددشتي په غاړه یې پټي درلودل د بي بي مهرو کليوالو محترم کرزي ته عریضه وکړه خو دین محمد ونه منله او بیا یي دوه نور کلي سره په جنګ واچول چي مړي پکي وشول داسي پیښي ډیري زیاتي دي اوس چي حضرت علي چي واو ته باو او ت ته تبرزین وایي ولسي جرګه کي وکیل شو اوس نو دا شعر رښتیانی دی چي
ولسي جرګه خو قوانین جوړوي او د قوانینو ژبه خو په داسي الفاظو نوشته چي جامع افراد او مانع اغیار وي نو دا خدای بخښلي به هلته څه کوي
دین محمد خو ددې کارو په بدل کي مکافات واخیست او د کابل والي شو زمونږ سوال د مربوطو ادارو دادی که دا خلک کوم خاص مهارت لري چي نور یې نه لري
مونږ تر اوسه دا منلې وه چي هر څه زده کول تعلیم او تر بیه غواړي او مکتب د زده کولو ځای دی نه داسي نه ده؟
یوه ورځ مي خپل زوی ته په جلال اباد وویل چي درس دی وایه چي څه دي زده شي هغه په ځواب راته وویل چي حضرت علي او ګل کریم څه ویلي دي؟ زه بې جوابه پاتي شوم خو سره دد ې مي هم ورته د درس سپارښتنه وکړه . .
لیکونکی ناصر کاکا