د ستو ريا ني قبېله چې کله کله په ځينو پخو انيو تا ريخي کتا بو نو کې داستر ياني په بڼه يې هم نوم راغلی دی د سړ بني پښتنو په ټولنيز ګروپ کې په وصلي تو ګه شا مله قبېله ده ا ود پښتو نخوا په دېره اسما عيل خان کې استو ګنه لري٠ ددوی دسېمې شمال ته شيراني، لويدېز ته يې زمري، ايسوټ او موسی خېل کا کړ او جنوب ته دکسراني او بلو څو بزدارو او په ختېز کې دګنډا پورو پښتنو سره پو له لري ٠(١)
ستو ريا ني په عمو مي تو ګه دسليمان غره په ختيزه بر خه او دګومل دسيند په جنو بي خواکې مېشته دي ٠ ددوی لوی کلی دکوی بهاره په نا مه يا ديږي ٠
مشهورا و نا متوا نګر يزي مؤرخ مونټ سټوارټ الفنسټن په خپل مشهور اثر(An Account of the kingdom of cabul)کې چې دښاغلي پو هاند دکتور محمد حسن کاکړ او ښا غلي سر محقق نصر الله سو بمن له خوا دکابل سلطنت بيان تر نا مه لاندې يې په ګډه تر جمه او دافغا نستان دعلو مو اکا ډمۍ دپښتو څېړ نو دنړ ېوال مر کز له خوا په١٣٦١ لمرېز کال کې چاپ شوی دی د ستوريا نيو دقبيلې په اړوند داسې کښلي دي :
" ستو رياني تر دغو ورو ستيو وختو نو پورې ټول کو چيان وو ٠ ددوی سېمه په حقيقت کې د کر نې لپاره دو مره مسا عده نه ده ٠ ډېر وخت تير يږي چې دوی دغه سېمه ددامان د بلو څا نو نه ونېو له او ژمی به يې هلته اړول او په دوبي کې به يې خپلې مېنې او رمې دمو سی خېلو کا کړو سېمو ته بېولې ٠ دغه لېږ ديدنې دهغې جګړې له کبله چې ددوی او دکا کړو ديوې قو مي څا نګې تر مينځ شوې وې نا را حته کوونکې ثا بتې شوې، په دې چې دوی مجبور وو دهغوی له سېمو نه وا وړي، نو دستو ر يا نيو دقبيلې نيما يې بر خې خپلې رمې وپلورلې او په کر نې يې پيل وکړ٠ هغې بلې بر خې يې دپخوا په څېر خپل عادت ته دوام ورکړ، خو ډېر ژر دېته اړ ويستل شول چې دهغو نورو په لاره روان شي ٠ د نو يو او پخو ا نيو مېشته شوو ستو ريا نو تر مينځ له څو جګړو وروسته ټوله قبيله کر وندګره شوه ٠يوازې دوه څا نګې يې تر او سه هم کو چيا ني ژوند ته دوام ورکوي او اوس هم په پسر لي کې خپل ما لو نه سپو ستا ته چې دسليمان تخت په جنوب لو يدېز کې دی خيژوي ٠
سره له دې هم ډېر ستو ريا ني تر او سه پورې سو داګر او دما لو نکو وړونکي پا تي شوي دي او دا هغسي ژوند دی چې دګر ځنده پوونده وو ژوند ته نږدې دی٠ دوی معمولا په خرو او غو ايا نو مالو نه وړي او نږ دې څلور زره کو رنۍ شميرل شوي دي (٢)٠"
دستورياني قبيله په ډېرو نورو ښاخو نو او څا نګو با ندې ويشلې شوې ده چې مشهورې څا نګې يې دادي :
حسن زي، خان زي،شبي زي،اسما عيل زي،احمد زي، خواجه خيل،تو رخيل، اکو زي، کاره زي و ګدار زي٠ (٣)
ويل کيږي چې دغه پوونده قبيلې دکند هار او بنګال تر مينځ هم سو داګري کوله٠ نن هم يو زيات شمېر ستو ريا ني په هندو ستان کې استو ګنه لري اوددې لپاره چې دنګې ونې او ښا يسته څېرې لري نو يو شمېر يې دپو ليسو په تو ګه دندې تر سره کوي ٠
ستورياني په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ دوی دودونه او رواجو نه دنورو ګا ونډيو پښتنو په څېر دي٠
دروسي مشهور اتنو ګر افر ستا نيشفسکي د اتنو ګر افيکو معلو ما تو له مخې چې د شلمې پيړۍ په پيل کې يې کړي وو د ستو ريا نيو دقبيلې دوګړو شمېر يې د٣٥ زرو تنو په شا او خواکې ښو دلي دي٠ (٤)
------------------------------------------------------------------------------
١- دوړ، شير رحمن، اضلاع، ايجنسي ها وقبايل ايالت پښتو نستان ،٩٨ مخ،دقو مو نوا و قبا يلو چارو وزارت، ١٣٦٣ کال٠
٢- دکا بل سلطنت بيان ، دويم ټوک ٦٣- ٦٤ مخو نه٠
٣-http://www.pashtunforums.com/pashtun-history-8/pashtun-tribes-521/
٤- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف،١٦١- ١٦٢ مخو نه، پېښور، ددانش خپر ندو يه ټو لنه٠