زما مینې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38002
بختیار تلاش
دخبریدو نیټه : 2010-08-17

زمامینې ای زما مينې! ته پوهېږې چې زه له تا سره څومره مینه لرم او ستا لپاره څه کولی شم؟
نه فکر نه کوم چې ته به په دې نه پوهېږې چې زه له تا سره څومره مینه لرم اوستا لپاره څه کولو ته تیار یم.


زما ګرانې مینې!ګوره زه په ژوند کې یو ارمان لرم،او هغه هم ستا خپلول او لاسته راوړل دي. خو زه پوهېږم چې ته د سمندر په یوه داسې ټاپوکې را ایساره یې چې نه درته لامبو زده ده او نه هم درسره داسې کومه اله شته چې له دې لوی ټاپو څخه پرې را ووځې.
نو ای زما مینې !داچې ته نه پوهېږې نوره پوه شه چې زه ستا لپاره له
ځانه هم تیریدای شم .