د افغانستان ملي لوبډله پلازمېنې کابل ته راورسیدله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38047
هادي
دخبریدو نیټه : 2010-08-19


د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل هوائي ډګر ته راوسیدله، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لومړی د کابل د کرکټ لوبغالي ته وېوړل شو او له لوبغالي څخه زیات لوبغاړي خپلو کورونو ته ولاړل او ځینې لا په کابل کې پاتې دي.

د لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی او ویډیو څیړونکی داود بابر او ۱۳ د ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راورسیدل، د کابل په هوائې ډګر کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو لخوا د ګلانو په ګیډیو ټول لوبغاړي بدرګه شول.

د ملي لوبډلې څخه روزونکې کبیر خان او راشد لطیف او لوبغاړی نور علي ځدران به لندن کې پاتې شوي چې ډیرژر به خپلو کورونو ته راستانه شي، د ملي لوبډلې فیزیو عظیم ملک له لوبغاړو څخه په دوبۍ کې بېل شوی او هغه هم اوس خپل کور پاکستان ته رسیدلی دی.

نن په کابل کې د خپلواکې ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د دولت چارواکو لمانځله لارې ټولې بندې وې، د ملي لوبډلې لپاره په کرکټ بورډ کې د دمې لپاره ترتیبات نیول شوي و خو د کرکټ بورډ دفتر د ارګ شاته دی نو لارې یې ټولې تړلې وې، په زیاتو لارو یې موټرو او پیاده خلکو ته هم د تللو ایجازه نه ورکوله نو د مبي لوبډلې لوبغاړو ته امنیتي کړیو هم ایجازه ورنکړه چې کرکټ بورډ ته د دمې لپاره لاړ شي، همدا لامل و چې لوبغاړي ټول د کابل لوبغالي ته وېوړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو رسنیو لپاره هم په کرکټ بورډ کې د خبري ناستې چارې برابرې کړې وې خو له بده مرغه د کرکټ بورډ مسؤلینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د رسنیو خبریالانو ته امنیتي چارواکو ایجازه ورنکړه چې د کرکټ بورډ دفتر ته ولاړ شي خپله خبري غونډه سرته ورسوي او لوبغاړي ارام وکړي.

کرکټ بورډ په دې اړه ډیر خواشني ښائي چې د افغانستان اتلان په دې شکل امنیتي ارګانونه لمانځي، لوبغاړو هم دمه ونکړه او ستړي ستومانه خپلو کورونو ته روان شول