د افغان کرکیټ ټیم بهرني ښونکې دنده پریښوده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38194

دخبریدو نیټه : 2010-08-24

جلالزی

د افغان کرکیت ټیم روزونکي پاکستاني راشد لطیف له دندې اسعفا ورکړه.

هغه وویل چې له ده سره د کرکیټ بورډ د نا سم چلند په دلیل یې دنده پريښې ده .

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د منډه جوړونکو روزونکي راشد لطيف تاييد کړه چې له خپلې دندې يې استعفى ورکړې ده .

 راشد لطيف د افغانستان د کريکټ بورډ پر چارواکو سختې نيوکې وکړې .

د پاکستان د ملي لوبډلې دغۀ پخواني کپتان دعوه وکړه چې د افغانستان د کريکټ بورډ مداخله د زغملو نه وه .