نیویارک ټایمز: پاکستان د افغان سولې دخبرو مخه نیولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38195

دخبریدو نیټه : 2010-08-24

سرچینه: نیویارک ټایمز

ترتیب: جلالزی

نیویارک ټایمز لیکي چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو مخه نيولې وي. 
 
نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي د جنورۍ په مياشت کي د طالبانو د قوماندان، ملا عبدالغني نيول ښايي د پاکستان د استخباراتي اداري ISI د هغي هڅي يوه برخه وي چي نه غواړي د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ خبري اتري وسيب.

ملا برادر د طالبان  يو لوړ پوړی پوځي ستراتيژيست او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نژدې مشاورينو څخه ؤ.

 په کراچي کي دISI   او CIA د پټو عملياتو په نتيجه کي د ملا برادر نيول طالبانو ته يو سخت ګوزار وګڼل سو.

 د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د هغو پاکستاني چارواکو چي نومونه يي نه دي بربنډسوي له خولې رپوټ ورکړی چي ISI د CIA په مرسته  نوموړی ونيو،ترڅو د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ  د سولي پټوخبرو اترو ته خاتمه ورکړي.

 په دغو پتو خبرو اترو کي افغان حکومت هڅه کوله چي  پاکستان د خبرو اترو له پروسي څخه ليري وساتي.

 د نيويارک ټايمز  رپوټ زياتوي،  د برادر  دنيولو څخه وروسته  د پاکستان امنيتي ځواکونو د طالبانو څه ناڅه 23 مشران چي ډيری يې مخکي تردې د اسلام آباد دملاتړ  څخه برخه من ؤ، ونيول.

 دغه تحول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پټو خبرو اترو ته ډم سو.

 نيويارک ټايمز زياتوي، د برادر نيول تر ډيري مودې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په دننه کي د څو مياشتو لپاره  يوه توده  او شخړايزه موضوع  وه.

 هغي ورځپاني  د پاکستان د يو امينتي چارواکي له خولې ويلي دي چي نوموړی وايي:

« موږ  ملابرادر او ځيني نور ونيول، ځکه هغوئ غوښتل چي زموږ پرته په يوې معاملې لاس پوري کړي.»

 د پاکستان دغه چارواکي نيويارک ټايمز ته وويل:« موږ د طالبانو ساتنه کوو. هغوی په موږ پوري تړلي دي. موږ  به اجازه ور نه کړو چي، طالبان زموږ پرته د کرزي او هند سره معامله وکړي».

 رپوټ زياتوي: ځيني امريکايي چارواکي وايي چي، پاکستانيان ښايي هڅه کوي چي  د افغانستان په لانجه کي خپل ځان تر هغه زيات نفوذ لرونکی وښيي چي، اصلاً دی.

 يو امريکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط نيويارک ټايمز ته ويلي دي چي، د پاکستاني  چارواکو دغه ډول ادعاوي يو«خيال او تصور» دی.

 هغه د طالبانو د قوماندان نيولوڅرنګوالي ته په اشاري سره وويل:« هغه کسان چي د عمل په صحنه کي ؤ نه پوهيدل چي هلته څوک دی. خو وروسته  هم پاکستانيانو او هم امريکايانو ته روښانه سوه چي موږ څوک نيولی دی.»

 د نيويارک ټايمز رپوټ يادونه کوي چي، نور امريکايي چارواکي شک لري چي له  CIA څخه دي د هغه د خپلي خوښي پر خلاف پاکستانيانو د خپل دې هدف  لپاره استفاده کړي وي چي د سولي د خبرو اترو پروسه ورو کړي.