خپلوان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38200
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2010-08-24


 خپلوان

لاره په ډېره خاموشي اوږدېدله
ماسیومي ملگرتیاپرې ایښې وه
اغزومي پښې وهلې
ذهن مي دپردیتوب په اندېښنوکي غرق وو
مزل داټکلي منزل پرلوردوام کاوه،...
-                     -                 -
دتگ اوپښوتوان مي هم دخپلوکالوپه څېر
پرنامعلومودرکونومصرف کړ
او
یواځي دخپل عزت پټوونکي لونگ په شان
( ساه) راسره پاته وه
ستړي ستړي نفسونه مي کښل چي
 دگرمورېگونواوسوځوونکوشگونامطلوبوډاگونوته
 شل اوشوټ راورسېدم!
مني اوږد انتظارکاوه، دوبي خپل زورازمویه
بادونه پټ ول ، لمرتوندي کوله
وریځي نه راتلې ، باران زمادخولوتویېدلوته نوبت ورکړی وو
واښه نه ول ،تودو شگومي وجود سوځاوه
اسمان نظارت کاوه، وخت تجربه راباندي کوله
او
زه یې پوه کړم چي خپلوان مي څوک دي!!؟
هارون حکیمي
1389/05/18
کابل