اې شاعره !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38202
احمد فرزان
دخبریدو نیټه : 2010-08-24

 

 اې ملګریه ، اې دوسته اې شاعره اشنا!
ستاخو خوښیږي چي بل څو ک درته غوږ ونیسي او ستاخوږې دکلومي د زړه په غوږونو واوري .
ستاخو داعادت نه دی چي خپل شاعرانه فکرد کوم بل چاپه اوتو بوتو مصروف کړي ، بلکي ته خودالهام په تمه د تخیل په سوچ کي ډوب تنهایي او انزوا خوښوي.
خو.
زه درته د خداي په نوم او دپښتو پرپاریوڅه ویل غواړم .
اې شاعره ، اې ، اې ، ته اوري که نه ؟
زه ستاپه خیال او تخیل کارنه لرم، زه دي په الهام نه پوهیږم او د کنايی ، استعارې او تشبیهاتوسره سروکارنه لرم داټول ستا د شاعرانه قریحي غوښتني او محصول دي.
زه یوازي د خپل ځان په اړه درته ویل غواړم.
نو.
اې شاعره ، اې ، اې ، تاته وایم !
ته خو د ټولني سترګی او ژبه ځان بولي ، ته خوځان ته د ټولني د ترجمان خطاب کوي اوته خووایي، دټولني عیني وقائع ترخپل شاعرانه پلټرباسي ، هنري جامه وراغوندي او بیایي د فکراوشعریت په ګډه جوله ټولني ته وړاندي کوي.
خو، ګوره!
شاعره اشنا، بلادي واخلم، زماتصویردي غلط اخیستي ، زمارنګ ، خوند ، صورت او سیرت دي نه دی لیدلی اونه يی ویني .
اې شاعره! اې سترګورخونابیناشاعره !
تازه تراوسه لانه یم لیدلی ، تا زماد اوښکوډکي سري سترګي او سپیره شونډان نه دي لیدلي.
ته زماشکیدلي ټنۍ ، څیري ګریوان، یبلي بښی ، لوڅ سر، ټناکي لاسونه او اسکیرلی بدن نه ویني .
تاته خوزه ډیرآسوده ، آرام اوښکلی ښکارم او زمابدبختي او بدرنګي دي نه ده لیدلي.
تاته خوزماقدسروه ، سترګي بادام ، شونډي لعلونه او اسکیرلی وجود نازولی ښکاري.
اې شاعره تاته وایم!
ته دانه ویني چي زه رټل کیږم ، وهل کیږم ، وژل کیږم او ترپښولاندي کیږم .
ته ما نه ویني چي مځکه مي زورور په خپل نوم اړولي ، باغ مي …. سنګرګرځولی، کورمي د سړک غاړي چاودني وران کړی اود جیب یوڅه خاوري ماوري راڅخه په سپینه ورځ غلو لوټلي.
ته مانه ویني چي ، زه له دي ویري چي راباندي کومه چپه ټاپه ونه وهل سي ، پاک کالي نه سم اغوستای، قلم په جیب کي نه سم ګرځولی، په کوم شخصي یاناشخصي دفترکي کارنسم کوای اوحتي خپل زوی ـ لور مکتب ته نسم لیږلی.
ته دلته د اجتماع په عمق کي پرتي  اجتماعي ، اقتصادي ، سیاسي او فرهنګي ناخوالي نه سي لیدای ، ځکه دا هرڅه خو له اجتماع سره ارتباط لري اوته سپین زړی شاعرخو د خپل شعري ریاضت په خلوتګاه کي تکي تنها ناست یي.

هو!
ته زمادغه واقعي څیره نه ویني ، ته زماداحالت نه محسوسوي اوزماپه دي بدرنګه تصویرخپل شاعرانه نازکخیاله مزاج نه ګډوډوي.
خواې شاعره !
زه همداسي یمه .