نــــــــــــــړۍ په انسانانو اباده سوه، اباده ده او بېله شکه به اباده وي .
ښـــــــــــــــــه او بـــــد ټول د انسانانو د بېلابېلو کړنو او عملونو په نتیجه کي رامنځته کیږي . په غرب کي ټول اوسېدونکي د خپلو کړنلارو له برکته د خوښي، هوسايي، آرامي او سوکالي څخه برخمن سوي دي، خو له بده مرغه بیا په ځینو آسیايي هیوادونو،خصوصاً زموږ په لراوبر پلرني ټاټوبي کي نننۍ بدمرغۍددغه سیمي د اوسېدونکو د بې اتفاقيو نتیجه ده .
اوسمهال په نړۍ کي ډېر زیات بېلابېل کلتورونه شتون لري، همداډول ددغه ډیرو کلتورونو په نتيجه کي د انسانانو ترمنځ په راکړه – وړکړه کي بـــــــــېــــــــلوالی هم لیدل کیږي .
په لنډ ډول کولائ سو، د نړۍ ټـــــــــول انسانان پر دوو برخو وویشو . يوه ډله یې هغه خلګ دي، چي د نـــــــــــــورو خلګو عیبونه پټوي، که یې وس ورسیږي، مرسته ورسره کوي . بله ډله یې هغه ډله ده، چي د دوست او ملګري په اړه تر نورو خلګو پوري یو منفي معنی لرونکی انځور جوړوي .
ددغه دوو ډلو خواص او نښي په ماشومانو کي هم لیدل کیږي . دا معلومه او واضح خبره ده، چي ماشومان هم هر یو ځانته بېل خوی او خواص لري . ځیني یې آرام وي، که د نورو وس په ورسیږي، نو يې هرومرو ټکوي، او ځیني نور بیا ډېر شوخ وي او نور ماشومان دې ته نه پرېږدي، چي دده منفي ټکي و یــــــــــو مشر ته بیان کړي .
زه چي مـــــــــــــاشوم وم او کله چي ډېــــــــــــــر لږ د ښو او بدو ترمنځ په توپیر پوه سوم، نو به مي کله – کله د مشرانو ځیني غوره خبري په ذهن کي پاتېدې .
تازه مي لیک او لوست زده کړئ و، ډېــــــــــــــر خوښ او خوشحاله وم . ارمان مي درلودئ، چي نور د (( سدو او زمرک)) د کتاب لوست پرېږدم او لوی کتابونه ولولم . طبیعي خبره ده، چي یو چا تازه لیک او لوست زده کړئ وي، نو د تکړه لیکوالانو د لیکنو په پيغام ژر نه سي پوهېدلائ.
د لیک او لوست د زده کړي د وخت څخه مي ډېر وخت تېر سوئ و، چي د ارواښاد محمد ګا خان مومند بابا(( لنډکۍ پښتو او پښتونواله)) نومي کتاب مي پرانیست او ومي لوست . اراواښاد استاد عبدالرؤف بېنوا دذکر سوي کتاب په اړه لیکلي، چي دا رساله :
د پښتو او پښتونوالي لنډه نماینده ګي کوي .
د پښتو او پښتونوالي حقیقي مفهوم لوستونکو ته ښيي .
او ...
دنوموړي کتاب د څو پاڼو لوستلو وروسته د ارواښاد بېنوا صاحب دغه خبري ماته په ثبوت ورسېدلې.
*** *** ***
د ډیرو نورو اروپايي او پرمختللو هیوادونو په څېر هالنډ هم ښې فعاله رسنۍ لري . په هالنډ کي دډیرو نورو ورځپاڼو سره ترڅنګ یوه هم (( فولکسکرنت = Volkskrant)) ده، چي په هالنډ او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي لوستونکي لري . د افغانستان کړکېچن حالات نه یوازي د هالنډ د ولسي ورځپاڼي، بلکي د نړیوالو رسنیو پام کله – کله خورا مهمو او اساسي ټکو ته وراړوي او د افغانستان په شاني د هیواد په باب لیکنو کي یې خورا ساعت تېر وي او ددې هیواد پر هر اړخ ډېر څه لیکلائ سي.
نن سهار مي د هالنډ ولسي ورځپاڼي (۲۰۱۰ز کال د اګسټ ۱۶ – مه نېټه) په لومړی صفحه کي د ورځپاڼي تر نوم هم لـــوړ لاندي جمله ولوستل :::
" افغانی فیلسوف جاوید : زه په خپل هیواد شرمېــــــــــــــــــــږم، ۱۶ – مه صفحه . "
دغه جملې مي تلوسه ډېره زیاته کړه، چي په ۱۶ – مه صفحه کي به څه لیکل سوي وي، ډېر ژر مي پاڼي واړولې ، نو مي د هرات د ستر مسجد جامع سره د فیلسوف جاوید یو لوی انځور ولیدئ .
چي درښتیا سي، نو تلوسه مي لا ډېره سوه، هغه په دې چي غوښتل مي ژر و نړیوالو ته د افغانستان په اړه د فیلسوف په پیغام خبر سم، چي څه یې ویلي دي .
هلته د فیلسوف حیات الله جاوید سره مرکه نشر سوې وه، ډيــــــــــري پوښتني سوي وې او د فیلسوف لخوا لږ مثبت جوابونه ورکول سوي وه . دا چي آیا فیلسوف رښتیا د حقیقت څخه د لیرو شیانو په اړه ږغېدلئ و که یا؟ ددغه پوښتني جواب ته راځم :::
دفیلسوف څخه پوښتنه سوېده، چي : " افغانستان ولي په دومره ډیرو مشکلاتو کي غرق دئ ؟"
دې پوښتني ته د فیلسوف جاوید جواب بې اندازې زیات خواشینی او د خپګان پر کور مېلمه کړم . تاسو ته مي ددې پوښتنی ځواب راژباړلئ، چي په لاندي ډول دي :
“ غم او بدبختي د بېلابېلو قومونو او قبایلو نتیجه ده . په افغانستان کي کابو د ټولو رامنځته سوو مشکلاتو سرچینه د افغانستان جنوب دئ، چیري چي پښتانه اوسیږي . پښتانه هغه څوک دي، چي شاوخوا پنځوس کاله مخکي کوچیــــــــــان وه او اوس په ښارونو کي ژوند کوي .
خو نوموړي تر اوسه پوري ددې سره اموخته سوي نه دي، چي د نورو خلګو سره راکړه – ورکړه څنګه وکړي . دوی وايي چي نور ټول قومونه یې دښمنان دي . همداډول پښتانه ډېر ژر ډاریږي او د بهرنیانو څخه بیا په یو بېل طرز ډارن دي .
په دې کي خو شک نسته، چي ښايي ځیني ښه خلګ به هم پکښي وي، خو له بده مرغه یې تاسو خپله په مېډیا کي وینئ، چي پر بهرنیانو زیاتره حملې د پښتنو لخوا کیږي .
پښتانه د طالبانو پیغام رسونکي دي .
ګورئ، په شمال کي شخړي ډیري کمي او یا هیڅ نسته، هلته په ځانګړې توګه تاجکان او هزاره اوسیږي . هزاره او تاجکان د جنګ او جفا خلګ نه دي .
د جنوبي افغانستان د ځانځاني کلتور ریښي خورا ټینګي دي . زه یو تن پېژنم، چي کلونه کیږي د یوې نړیوالي مرستندویه ټولني سره کار کوي، کورسونه یې تعقیب کړي دي او څو ځلي یې غرب ته سفرونه هم کړي دي .
خو آیا ددغه کس سویه او زده کړه ددې سبب سوي دي، چي نوموړی پخپل لــــــــور درس ووايي؟ جواب : يــــــــا.
هغه خپله وايي چي ماندینه یې یو کال د کور څخه نه ده وتلې، بلکي نوموړی خو دغه خبره مخامخ د غرب اوسېدونکو ته نه کوي .
زه خپله هزاره یم او د یوې پښتنې سره مي واده کړئ دئ . زه او زما ماندینه دواړه د خپلي کورنۍ سره اړیکي نه لرو، ځکه چي زموږ کورنۍ ددوو بېلابېلو قومونو د خلګو ترمنځ واده نه قبلوئ . نوره کیسه مو خورا غمجنه ده . “
د فیلسوف جاوید ددغه ځواب او د مرکې د نورو ځوابونو د لوست څخه وروسته مي د ماشومتوب ددورې په یوه ناټاکلي وخت او ځای کي په ذهن کي پاته سوې د مشرانو غوره خبره رایاده سوه، چي وايي : " پردی نه خپليږي" .
ددې سره ترڅنګ ارمان راته ودرېدئ، چي کاشکي دغه کیسه په ماشومتوب کي پېښه سوې وائ او ددغه فیلسوف ذکر سوئ چلند زما سره په ماشومتوب کي یو بل ماشوم کړئ وائ . زه یو آرام او دغه فیلسوف یو شوخ ماشوم وائ، دغه شوخ ماشوم خپل منفي ټکي لیري کولائ او زما مثبت ټکي یې منفي کولائ، نو مي د ماشومانو په نړۍ کي یو انقلاب راوستلئ وائ . په داسي حال کي چي تل یو شوخ ماشوم ځي آرام ماشوم وهي، زمــــا غوندي یو آرام ماشوم به د کلي شــــــوخ ماشوم ډبولئ وائ .
خـــــــــــــو اوس مي د ماشومتوب د دورې څخه ډېر مزل کړئ، څوک وهلائ نه سم، د چا سره جنګ نه سم کولائ، بلکي په دغه ټولو کړکېچنو حالاتو کي فقط او فقط یو شی راپاته دئ، هغه دا چي زه به خپله په قلم جنګ کوم او نورو وروڼو ته به د قلمي جنګ بلنه ورکوم .
هېره دي نه وي، چي د مرکې د لوستلو وروسته مي د ارواښاد محمد ګل خان مومند بابا د کتاب هغه جملې هم رایادي سوې چي وايي :
" کــــــــــــــه یو پښتون په خپل کاله کي نه وي او نژدې خپل هم ونه لري، د هغه د مـــــــــال او د ناموس ساتنه، د کاله خدمت یې حتی چي د کاله لګن (مخارج) یې پر کلیوالو او ګاونډیانو دی، پښتو همدغسي معامله د هرچا په حق کي لازمه کړې ده، چي دپښتنو په سیمي کي پروت وي، که څه هم پښتون نه وي اوبل څوک وي . (۲۱ – مه صفحه)
پښتو د پښتنو د نارینه وو بګړۍ او د ښځو ټیکری او پوړنی دئ . (۲۱ – مه صفحه) "
اوس د مومند بابا د زمانې سره په پرتله زیاتره شیانو بېل شکل خپل کړئ دئ او پخپلو کلیوالو او هیوادوالو کي بدلون راغلئ دئ . دا چي په هیواد کي مو هزاره نړیوالو ته قصداً یو منفي معنی لرونکی انځور جوړوي، نو به زما سره ددغه هیوادوال په اړه کومه خاطره پاته وي؟
د يادوني وړ ده، چي د ۲۰۱۰ د ا پريل په مياشت کي هم دغه ورځپاڼي د پښتنو په اړه د افغانستان له شمال څخه د يوه غيرپښتون پښتني ضد خبري خپرې کړې وې، چي د بېلتون او نفاق اچولو رنګ يې له ورايه معلومېدئ . پښتون قام په دې سيمه کي د خپلو لږکيو وروڼو قومونو سره د کشر ورور په څېر چلند کړی دی مګر دغه کشر ورور چي د پرديو په ملتيا يا د خپل مشر ورور سترګي ايستلي يا هغه وخت چي پښتني کلي او کورونه د امريکايي BM52 په بمونو کي لولپه کېدله ، د جميعت او نظار شورا د مشرانو غوندي کسانو به د رسنيو په مخ کي ويله چي موږ امريکايانو ته وايو چي (( غتی غت بمونه واچوي غتی غت )) مانا چي موږ امريکايانو ته وايو چي په دې بمونو يې چاره نه کيږي ،پر پښتنو لوی لوي بمونه وغورځوئ.
د بهرنيانو په لمسون په دې سيمه کي ځينو ډلو تل د پښتنو سره د ميرې د زوی سلوک کړی دی، خو موږ اوس ددغو ډلو څخه ددې غچ نه اخــلـو، په دې سيمه کي د بدبختيو له منځه وړلو اول شرط يووالی دی ، ددې خاوري لږکي به نن وي که سبا په دې پوه سي چي د پرديو کټ تر نيمو شپو دی ، امريکايي ډالر او امريکايي عسکر تر قيامته ددوی تر څنګ نسي دريدلائ، خو پردې خاوره به دغه قومونه د تل لپاره یو ځای سره اوسيږي او دا کار به د اتفاق په رڼا کي شونی وي .
که د فليسوف صاحب غوندي خلکو ته موږ نمک حرام وايو، خو خپل ولس ته بلنه ورکوم چي پرمختګ او برياليتوب مو هغه وخت په برخه کيږي، چي پښتانه د جګړې څخه د قلم او تعليم خوا ته مخ واړوي .
د لیکلو نېټه :
۲۰۱۰ز کال د اګسټ شپاړلسمه = د روژې مبارکي میاشتي شپږمه