کوچيان جټان نه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3839
ليکونکۍ : حبيب غمخور
دخبریدو نیټه : 2005-10-10

حبيب الله  غمخور  - سويډن
دروان زکال داکتوبر په څلورمه ورځ په يوه انتر نټ پاڼه کي چي په روسي او فارسي ژبونشرات لري په افغانستان کي دملي شورا له پاره دټاکنو درايو دشمير په هکله تر دغه نامه لاند چي ((دټاکنو دگډدفتر دمعلوماتو پر اساس تر اوس دراتلونکي پارلمان لپاره کانديدانو ته ورکړه سوي رايي 86په سلو کي شميرل سوي دي ،....))

دوي دهر ولايت دکانديدانو درايو په هکله ځيني ارقام ليکلي دي ،څرنگه چي دپارلمان لپاره دکوچيانو استازو هم ځانونه ټاکلي دي دوي کوچيان د(( څگانو)) په نامه نومولي دي ، په پښتو ژبه کي څگان ته چي روسي لغت دۍ (( Цыганы )) جټان وايي .

زه نه پوهيږم ددغه خبر ليکونکۍ چي دافغانستان په اړوند نشرات لري ولي يې تر اوسه دداشان مشهور قوم (کوچيان) دنوم سره چي په روسي ژبه په کوم نامه يادېږي ندۍ اشنا . اول خوبه دغه بي پروا او ناخبره ژورنالست ته په روسي ژبه دکوچيانو نوم وليکم بيا به نوره تبصره پر وکړم . په روسي ژبه کوچيانو ته ((کاچيونيکي )) кочевники ) ( وايي ، روسي پښتو قاموس دمسکو چاپ 286 پاڼي ته دي مراجعه وسي .

فکر کوم دغه ښاغلي ته دافغانستان په هکله لکه يو شمير نور هر څه بې تفا وته دي ،هر نوم چي يې زړه غواړي په افغانستان کي پر يو قوم اېښودلاي سي او يا هغه ته خطاب کولاي سي ،ارزو مي داده چي داښاغلي ټول افغان ولس ته زموږ دهيواد دچارواکو په سترگه ونه گوري ، چي هر څه يې تر چوکۍ قربان کړي دي ،که له افغانانو او افغانستان سره هر څومره سپکاوۍ کيږي دوي ورته چوپ پاته دي ځکه نه غواړي يو بهرنۍ هم خفه کړي ،فکر کوي ممکن هغه دبل بهرني سره اړېکي ولري او ماله دغي څوکۍ نه ليري کړي .
موږ که غريب يو نوبي غيرته سوي نه يو خپل وطن او ولس تر هر څه راباندي گران دۍ ،چاته مو په بده سترگه ندي کتلي ،غواړو چي نور هم موږ ته دبي عزتۍ په سترگه ونه گوري .
په روسي پښتو قاموس کي دکوچي نوم په تفصيل سره واضح سوۍ دۍ او هلته په روسيه او ټولو روسي ژبه ويونکو هيوادو کي يو ماشوم هم پوهيږي چي دکوچيانو او څگانانو تر منځ مځکه او اسمان ترپير شته . درنو لوستونکو نه غواړم تاسو ته څه درزده کړم مگر دمسلي دروښانتيا لپاره چي دا کار دا ښاغلي په تير وتنه نه بلکي قصدأ او دسپکاوي مه څير کوي ((څگانان )) تاسو ته په څو جملو کي در وپېژنم .
څگان په ټول پخوا ني شوروي او اوسنۍ روسې کي هغه توکم دۍ چي دروسي اصلي اوسېدونکي نه دي له ((مالداوي )) څخه چي اوس يو مستقل هيواد دۍ او دپخواني شوري اتحاد يو جمهوريت و دلته راغلي دي ځکه هلته ډير اوسېږي ،داچي ريښه يي په رومانيا او له هغه ځايه په بل ملک پوري تړل کيږي اوس مسله رانه اوږديږي او دهغه څيړل زما ددغي ليکني موخه هم نده ،دقانون پر اساس په پخوا ني شوروي او اوسنۍ روسيه کي دوي دهيواد له نورو قومونو سره مساوي حق لري ،مگر دا حق ورکول له شوروي وخت نه رانيولي بيا تر اوسه په روسيه کي دکاغذ پر مخ پاته سوۍ دۍ ،ښه دا ددوي کار دۍ په موږ پوري اړه نلري .

داډله خلک اوس دپخواني شوروي جمهوريتونو په ټولو هيوادوکي تيت دي ددوي سره دوخت ددولتونو لخوا دانصاف څخه ليري چال چلندپايله داسوې چي ثابت داوسيدو ځاي نلري ، البته په دوي کي هم داسي کورنۍ سته چي اوس ښاري سوي او دکور خاوندان دي ،زه دانسان په توگه دوي ته احترام لرم ولي داچي دژوند شرايطو او اقتصادي ناخوالوددوي عادت گرځولی چي غلا وکړي او جيبونه ووهي ( کيسه بري ) او بل کار نلري دا هغه څرگند حقيقت دۍ چي زه يي بايد وليکم ،دوي هم دښار په واټو او دکليو په کوڅو کښي پورته کښته گرځي او هر لاروي ته وايي ، راسه چي پال دي وگورم . ددوي ښکار هلته دمرکزي اسياد ساده زړه خاوندان او يا روسي انجوني چي دخپلي خوښي ځوان ځيني خفه سوۍ وي يابله کومه دغلا او يا عشقي ستونزه ولري دوي ته مراجعه کوي او دوي ييې فال گوري .
ددوي ټول کړه وړه زموږ دجتانو سره برابر نه دي ولي ډير سره نږدې دي . دبيلگي غټ ټکۍ يې دادۍ چي زموږ اوستاسو په وطن کي جټان دکوچنۍ اهنگرۍ کارونه هم کله ناکله تر سره کوي خو هغوي بيا داکار نه کوي .
دا څگان په ټوله شرقي او غربي اروپا کښي ژوند کوي ،ولي دژوند کوله شيوه يي فرق لري مگر په ټولو هيوادو کي په همدغه نامه يادېږي ، تنها کله ناکله دژبو دتلفظ په شکل کي تو پير وي . دمثال په توگه په سويډن کي دوي ته چي د((څيگېنري )) په نامه يادېږي له نورو سره يو شان حق ورکړه سوۍ دۍ اوله همداشان ښيگڼو نه برخوردار دي لکه نوروگړي ، دهسپانيا ،پخوانۍ يوگوسلاويا او يو شمير نورو هيوادو په پرتله ډير ښه ژوند لري ،په لکس موټرو او لکس بنگلو کي اوسي ،ولي بيا هم خپل عادت يي نه دۍ پراېښۍ په دري ژبه کي وايي : عادت که در شير در ايد به مرگ بر ايد يعني که هر څه لري بيا هم غلاو ته که گير ورسي زړه ښه کوي ، دژوند شيوه او لباس اغوستل ،روابط ،ناسته پاسته يي له نورو سره فرق لري ،او خلک يوه اندازه په ټيټه سترگه ورته گوري کوښښ کوي چي هغوي يې په تعمير کي گاونډۍ نه وي . دوي ته په ټولنه کي په ټيټه سترگه کتل دکوم تعصب له مخي نه دي متاسفانه ددوي کړو وړو دا مقام ددوي په ورپه برخه کړۍ دۍ . دا چي ولي دوي داسي دي ډير نور لاملونه لري چي اوس يې دڅېړلو وخت ندۍ . فکر کوم اوس لږ معلومات پيدا سو چي ((څگان )) څوک دي .تاسو قضاوت وکړۍ ،ايا کوچيان داسي دي ؟؟؟ ځکه پر موږ افغانانو بد تأثير کوي کله چي کوچيانو ته څوک د(( څگان )) خطاب وکړي .

که دکوچي او يا پوونده کليمي مفهوم څېړو نو داټکۍ هم بايد په نظر کي ور سره ولرو چي دتاريخ په اوږدو کي چاته په کوم نامه ږغ سوۍ دۍ ،او يانومول سوۍ دۍ . هر هغه چاته چي ديوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي کوچۍ نشو ويلاي .

زمو ږ په هيواد کي نور لږه کي قومونه شته چي دروسي يا اورپايي څگان پشان چلند ورسره سوۍ دۍ هغوي افغانان دي خو دهغوي دژوند دحالت وښه والي ته هيڅ ډول پاملرنه نده سوي ،ځکه هم تر اوسه داسي خوار زار ژوندکوي او دژوندله عادي انساني نعماتو څخه محروم ساتل سوي دي . هغه قومونه دادي : جټان ،گوجر اوجوگې .

ددغو قومونو دژوند د ډول، دود ،دسترو او رواج تر منځ کاملا فرق شته . هر يو توکم په بيله ژبه خبري کوي او بيل کلتور لري . جوگي توکم له بخارا څخه راغلي او جټان د مرکزي اسياله لاري همدغه دڅگانو سلسله ده که څه هم ځيني واي له هند يا هندي کشمير نه راغلي ،خو زه پدې باور يم چي دڅگانو څوکورونه دپخوا نيو شاهانو تر منځ په جگړو کي دافغانستان په لور را اوښتي دي او اوس دلته دڅوسو کلو راپدې خوا اوسي او هغوي هم ځانونه افغانان بولي .گوجر هم هغه مهاجر دي چي په افغانستان کي داوسېدو لوي اوږد تاريخ نلري هغوي له هند نه ډير پخوا راغلي دي .

دوي يوهم پوونده ندي يعني دپسونو او وزو رمې نلري او نه يي درلودې . يوازي گوجرو دبزو . آسانو او غويو په روزنه بوخت دي . هغوي مځکي نلري ډيري کمي مځکي دهيواد په شرقي سيمو او دبدخشان په شاوخاوا کي په راوروسته کي پيدا کړې دي . گوجر او جټان پر خپله ژبه سر بيره په پښتو او دري (هغسي دري) چي په دوي کي مروجه ده خبري کوي . دا دري واړ ه قومونه په وړوترکاڼيو اهنگريواو لاسي صنايعو په توليد مصروف دي . دوي ډير کوچني قومونه دي ،ددوي ډير والۍ ځکه مشکل دۍ چي دوي خپلي پيغلي بل چاته نه ورکوي او نه هم خپل ځوان ته دبل ټبر نه پيغله ودوي . دهيواد دنورو قومونو دخلکو په انډول دژوندخواريو او ستونزوله دوي نه دشوق او عشق احساس دۍ .، ځکه يي شمير کم دۍ حتا داسي امکان شته چي جوگيان او جټان به دوخت په تيرېدو سره ورک سي ، او گوجربه لاتر يوه وخت پوري د يووړوکي قوم په توگي پاته وي . دگوجرو اړېکي له پښتنو سره تر نورو قومونو زياتي دي کله چي نور له دوي نه غټ قومونه له دوي سره ظلم او تادا شروع کړي په هغه وخت کي پښتنو ته پناه ور وړي . دوي تقريبأ ميشت قوم دۍ ،ولي جوگيان او جټان ټول عمر له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کيږي ،هر چيري چي پسي پلاس راوړاي سي اويايي کاروبار ښه وي هلته ځي ، جوگيان په اخلاقي فساد ډير اخته دي له همدې لارر هم په لويو ښارونو کي ځانته ډوډۍ پيداکوي .که چيري په ښاروکي ددوي لپاره دژوندکول شرايط برابر وي دوي هلته کډه کوي . همدلته غواړم ووايم چي له گوجرو سره دپارلمان او ولايتي شورا په ټاکلو کي له حد نه زيات ظلم وشو او ددوي ته دولت دافغانانو دنورو قومونو پشان حق ور نکړ . که زموږ ښاغلي چارواکي هم کوچيان ،گوجر ،جټان او جوگيان سره گډوي بيانو دروسي ژورناليست څه گناه نشته . وايي (( کفرگر از کعبه خيزد کجاماند مسلماني )) . ددغو پورته نومول سو قومونو خصوصيات يوهم په کوچيانو کي نشته ،د کوچيانو غوڅ اکثريت په پښتو ژبه خبري کوي .
تاريخ ليکونکي وايي دانسانانو دکوچي توب دغه شيوه دميلاد څخه دمخه ددوه زرم کال په پاي کي راشروع سوې ده ،داچي په ټوله نړۍ کي دکوچيانو په دود دژوندکولو نور قومونه هم خورا ډير دي چي هغو ته هم کوچيان ويلسوي دي او هلته يې هم ريښي تر اوسه لا پاته دي ،چي ان له اروپانه تر امريکا هم رسيدلي دي .
زموږ په هيواد کي کوچيان دپښتنو د قومونو هغه برخه ده چي دڅوزرو کالو راپدې خوا يي دڅارويوله روزني ، اودهغوي دمحصولاتو له سوداگرۍ او تورو کيږديو سره مخه ښه نده کړې .

کوچي يا پونده هغه چاته ويل سوي دي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو ،وزو په روزلو بخت وي او دخپلو څارويو دروزلوپه خاطرد څړځايونو او ورشوگانو دپيداکولوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باردوړلو راوړلو په منظور اوښان هم روزي .دډيرو پيسو خاندان يي ماري اوښان چي ډير قيمت لري دځان لپاره ساتي ، چي ديوه ځاي نه بل ځاي ته پر هغه سفر وکړي لکه ځيني خانان چي ښايسته آسان لري . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتو او هغو دخرڅلاو له لاري پوره کوي .
دکوچيانو دنوم ريښه دانگليسي ژبي (Nomandes) ))پوري رسيږي ،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) چي ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري ،ځکه د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی .
کوچيان داوسېدو ځاي ته مېنه وايي ، ددوي دکال دټولو موسمونو مېني ، دتگ راتگ عنعنوي لاري معلومي وي همدا لامل دۍ چي اوس هم کله نکله دکوچيانو او نورو ميشتو قومونو تر منځ ددغو ورشوگانو پر سر جگړې پېښيږې .
کوچيان پرلاندي دريو ډلو وېشل سوي دي لکه :
اول : عبوري کوچيان ،دا هغه کوچيان دي چي په ژمي دپاکستان په لور دکرښي نه هاخوا تلل او په دوبي دهيواد په داخلي ورشوگانو او څړ ځايونه چي دډيرو پخوا زمانو راپدې خوا ددوي دورشو گانو په نامه يادي سوي دي چي له پنجشيره نيولې بيا داسي د پغمان غرونه ،دباميان ،غزني ،دايکنډي ،خاص اروزگان ان دغوراتو پوري رسېږي او کوچيانو ورته سيا بندوايه يعني (سوړ ) ځاي .

دوهم : غير عبوري کوچيان ،دا ډله کوچيان په وړي او ژمي کي دهيواد په دننه کښي له شرقي سيمو نه تر مرکزي او غربي سيمو پوري تگ راتگ کوي .
دريم : نيمه کوچيان ،دا هغه گروپ کوچيان دي چي نيم کور يې په وړي کي دڅارويو درمو سره دغرو لمنو ته ځي او نيم کور يي پر خپل ځاي پاته وي . دا ډول کوچيان اکثره دافغانستان د شمالي او شمالي غربي ولاياتو په مربوطاتو کي ژوند کوي . د ،ملکي زيو ،عليزيو ،نورزيو ،ازبکو ،بلوڅو ،ترکمنو ،قرغزو ،فيروز کوهيانو ،جمشيديانو او ايماقواونور قومونه چي اوس يي نوم په فکر کي نه راگرځي د دهرات ،بادغيس ،غور ،فارياب ،قندز،سرپل ،سمنگان ،جوزجان،کاپيسا ، بغلان،او بلخ دولاياتو په سيمو ژوند کوي . ددغو کوچيانو محصولات غالۍ ،کمبلي ،دقرقل پوستکۍ ،شيدې ،غوړي دي . دهيواد دشمالي ولاياتو نيمه کوچيان څاروي يوازي دقرقل دپوستکو او غاليو داوبدلو لپاره روزي ، دهيواد په شمال کي داسحاق زي کوچيانو لويه برخه اوسي .
پدغو او نورو ولاياتو کي غوڅ اکثريت کو چيان پښتانه اود سوني مذهب پيروان دي . پښتانه کوچيان هم پر دو لويوڅانگو وېشل سوې دي لکه دوراني او غلجي ،ددوي تر منځ په ژبه دود او دستور کي کوم ترپير نسته تنها لکه نور نوپښتانه پر دغو دولويو او بيا وړو پښو(څانگو) وېشل سوي دي .
دعبوري کوچيانو دوړي د موسم او غير عبوري کوچيانو دژمي او دوبي څړځايونه يا ورشو گاني دڅوسو کلو راپدي خوا معلومي دي چي دهيواد له شرقي سيمو شروع بيا تر مرکزي سيمو ،جنوب کي کندهار ،زابل ،هلمند ،فراه ،اوغربي سيمي په بر کي نيسي .دعبوري کوچيانو لوي قوم احمدزي کوچيان دي چي نه څانگي لري ،ناصر ،دولتزي ،اتمانزي ،سينزي ، عرب ،تر ه خيل او دشرقي سيمو ملاخيل کوچيان هم په ژمي دپيښور په لور تلل . داجرستان ملاخيل بيا دننه په هيواد کي تگ راتگ کوي . تره کي او اندړ کوچيان هم له ډير پخوا نه دکرښي څخه دتېرېدونه مخ اړه ولۍ ، دهيواد په داخل کي په دوبي سړواو ژمي بيرته دغزني ،زابل سيمو ته راگرځي .دا کوچيان ټول له يوه مخه پښتانه دي ټول پسونه ،وزي او اوښان ساتي ،محصولات يي وړۍ ،پوستکۍ ،غوړي ،شيدې ،او غوښي دي . دکوچيانو دنورزو او اڅکزو قومونو زياته برخه دکوچي توب دژوند نه لاس په سر سول يو شمير يي سوداگر ي ته مخه کړه او يو شمير يي دارزگان ، کندهار او کرښي نه هاخوا ميشته سول . دغه دوه قومونه اوس دکندهار ،پاکستان هند او دوبۍ دسوداگرۍ په کاروبار اخته دي ،دوي اوس ددغه شان سوداگرۍ ډيره ښه تجربه لري ،دهيواد اکثره دکباړي دوکانونه ،او لوي مرکيټونه ددوي پلاس کي دي . بيله هرات نه چي هلته لږ نورزي نيمه کوچيان دي نور ټول نورزي او اڅکزي ميشته سول ،البته ددوي په ميشته کيدوکي دولت کوم رول نه لاره ، دوي خپله دالار ځانته غوره کړه ،فکر کوم عمده لامل به يې ددواړو هيوادو تر منځ دکرښي پر يوه او بله خوا اوسيدل وه . پښتانه کوچيانو له ډيرو پخوا زمانو دتجارت او يا دتجارو دمالونو دوړلو راوړلو سره سروکار درلود؛ دوي له منځنۍ اسيا،ايران او هند نه يو اوبل ځاي ته دتجارتي مالونو په وړلو راوړلو کي لوي لاس درلود ،ځکه کوچيان زړ ه ور او جگړه مار خلک وه ، له دوي نه هر بي لاري او غل ويريده .

دکوچيانو دا افسانوي ژوند چي په ښو ورشوگانو او دنگو دنگو غرونو په لمنو کي تيرېده زياتي ستونزي يې هم لرلې . دوي تر اوسه دسواد ،روغتيايي مرستو ،پاکو اوبو ،دوا درملو او نورو هغو شيانو څخه محروم دي کوم چي دانسان دژوند دپايښت لپاره ستر ارزښت لري .
کو چيان چي دقيق شمير يي هيچاته ندۍ معلوم داټکل پر اساس ددوي شمير له دونه تر دريو ميليونو پوري رسېږي پدي وروستۍ لعنتي کورنۍ جگړه کي تر بل هر چا زيات زيانمن سوه ؛ دغو پنځه ويشت کالو جگړې په سلهاوو زره کوچيان له څارويو نه خلاص کړه . هغه چي همداوس څاروي نلري غواړي څاروي او توره کږدۍ ولري ،اوخپل پخوا نۍ ژوند شروع کړي ،خو متاسفانه ددولت لخوا دکوچيانو دژوند دبيارغوني (اعاده ) کولو لپاره ددوي سره مالي مرسته ونه شوه چي دوي څاروي رانيسي او ژوند ته دوام ورکړي ؛ دوي ته تل هغه وعده ورکړه سوې ده چي وايي (( بزک بزک نه مر جوي لغمان ميرسد )) دا چي دا دلغما ن اوربشي به کله رسيږي زه خپله نه پوهيږم . دپرديوله پيسو څخه څه ناڅه په کليو او ښاروکي کوم کارونه تر سره کيږي ولي دهيواد دا څوميليونه انسانان چي دنورو هيوادوالو پشان مستحق دي او ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري دټولو چاروکو هير دي . ټولو حکومتونو دکو چيانو سره د مرستي ،دهغوي ماشومانو ته دليک لوست دذده کولوپه خاطر دگرځنده او ثابتو مکتبونو ،ليليه ښوونځيو د جوړولو ،گرځنده کلينيکونو ،په ژمنيو او دوبنيو څړځايونو کي دموقتي روغتونو جوړولو په دغو څړ ځايونو او ددوي پر عنعنوي لارو باندي دژوروڅاگانو دکيندلو او بلا خره دهغو دميشته کولو دومره وعدي ورکړه سوي دي چي يوه يي لاتر اوسه نده پلې سوې . دهيواد په کچه تر بل هر چا زيات همدا اوس دکوچي ميندو او ماشوم دمرگ کچه لوړه ده .

زه نه پوهيږم چي اوس دقومونو او قبايلو وزارت ،دکوچيانو رياست او دکوچيانو شوراپه څه مصروف دي ؟
خداي دي وکړي چي پارلمان ته ددوي واقعي استازي تللي وي ، او هغوي دا امکان تر لاسه کړي چي چارواکي له يوه مخه تر گيوان ونيسي او دکوچيانو دا دري ، څلور کاله خوړل سوۍ حق ددوي له ستوني راوباسي .که داکار ونسي نو دکوچيانو چاره دي هم دملک دنور ولس په شان خداي وکړې .
فکر کوم په دغه لنډه تشريح به دا ښاغلۍ او نور ښاغلي چي کله کله هغوي هم کوچيانو ته توهين کوي ،کله يي پاکستانيان او کله وايي دځانگړي حق مستحق ندي پدي سر خلاص سوج وي ، چي کوچيان دافغانستان دپښتون قوم يوه برخه ده کوم چي دژوندددوام لپاره يي د څارويو دروزلو له لاري دژوند تر سره کولولار ټاکلې ده . که پښتانه ،ازبک ،تکمن ،بلوڅ ،ايماق ،قرغز ،فيروز کوهيان او جمشيديان کوچيان دي يو توکم هم ((څگن)) يعني (جټ ) ندۍ هيله مند يم چي ښاغلي ژورناليستان په راتلونکو ليکنو او څېړنو کښي هر څه پخپل نامه ونوموي .