Telegraph: د حقانې آشتي نا‌ پذیره ډله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38457

دخبریدو نیټه : 2010-09-01


 

سرچینه: د لندن چاپ ټلګراف ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د لندن  چاپ تلي ګراف ورځپاڼې په خپله ننۍ  ګڼه کې د افغانستان بیلا بیلو سیمو ته د حقاني د ترهګرې ډلي د ریښو د غزیدو په باب یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې د حقانې ډله چې له طالبانو او د پاکستان له فوج سره نږدې اړیکې لري په تیره میاشت کې یې  څو څو ځله دافغانستان په دننه کې ستر بریدونه تر سره کړل.

د ورځپاڼې په لیکنه چې دغې  شبکې د افغانستان له څورلسو جنوب او جنوب ختیځو ولایتونوڅخه یولسو هغو ته خپلې ریښي ور غزولي دي.

اوس واشنګټن پاکستان ته ددغلې ډلي د شکایت له برخې تر ستونې په تنګ شوی او پاکستان هم له حقانې سره په مبارزه کې  د امریکا شکایتونو باندي غوږ ندی ګرولی.

ورځپاڼه لیکي چې د دغې شبکې اصلي مرکز میرانشاه ښار دی.

په ختيځ افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو یوه قوماندان ټلګراف  ورځپاڼې ته ویلي چې د حقانې ډلې اوس له لوی پکتیا څخه هان تر کابله پوري خپلې ریښې   غزولې او د دغو ولایتونو په اوږدو کې په ډيروسیمو کې ګرځنده  ټیمونه او اقامت  ځایونه لري.

که څه هم پاکستان، ناټو او افغان چارواکې د ګډو ستونزو د هوارولو لپاره هلي ځلي کوي خو داسي ښکاري چې د دغوشریکانو تر منځ د دری اړخیزو ناستو پایلې د کابل  دحکومت د منلو وړ نه دي.
تلګراف لیکي چې د حقان ډله اوس مهال په شمالي وزیرستان کې د موټرو، قیمتې کاڼو او ځمکې له سوداګري څخه پيسې تر لاسه کوي.

د لندن  چاپ تلګراف ورځپاڼه لیکي چې سراج الدین حقانې او د هغه ورور بدرالدین حقانې چې دمشر  حقانې زامن دي آشتي ناپذیره انسانان شمیرلای شو.