امبور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38490
پوهنمل رحمت ځواکمن
دخبریدو نیټه : 2010-09-01

طنز 
هغه وخت چې كوچنى وم هغه همدا خبرې كولې، همدا د څرمنې بكس يې درلود او همدغې ځوروونكې چړې يې له كوچنيانو چيغې ويستې. هغه تل دا ډول خبرې كولې: (( زويه! په همدې چاړه مې ستا د نيكه سر كل كړى دى.))
له دې سره به يې چاړه په څنګل كښته پورته راښكوده او په دې راښكودلو خو يې د لاس ويښتان د سر جګولو ته نه و پرېښي او ښه ده چې په دغه بې واره بې واره راښكودلو يې لا د څنګل پوټكى نه و توږل شوى. اوس لا هم د هغه د څرمنې بكس د هغه پڅه چاړه او د هغه هماغه يو ډول خبرې چې په دې چړې ستاسو د نيكونو سرونه كل شوي دي، په خپل دوران پاتې دي.
د خپل كلي د خليفه برات خان په باب خبرې كوم د هغه چا په هكله چې د هغه د وينا له مخې د كلي د ټولو خلكو رازونه ورته مالوم دي. په دې مانا چې د ټولو د ميندو په ودونو كې ده دېګونه پاخه كړي او د ډولۍ ګانو وراګانې د همده په نغارو تودې شوي دي. بله دا چې برات خان ماما خو څو ځله زما تر مخه پخو كليوالو ته مخ ور اوړلى او ورته يې ويلي دي: تاسې هر يو مې په خانك كېنولي ياست... له دې سره به يو نيم د درناوي په دود سر وښوراوه او ژر به يې په ذهن كې راوګرځېده چې برات خان ماما ته خو په رښتيا د ټولو د كوچنيوالي او ځوانۍ رازونه مالوم دي او ان د كلي د معتبرو او سترو ښځو چينجن غاښونه هم د برات خان ماما په امبور ويستل شوي دي.
خو كله چې زه له كلي نه ښار ته د زده كړو لپاره راتلم نو د برات خان ماما په خوله كې يو غاښ نه كتل كېده او په زورونو زورونو به يې په ژامو خواړه وړه ول او مالومېدله چې نور نو د برات خان ماما ځاى د هغه مشر زوى سوات خان ته خوشې كېدونكى دى.  په هماغه وخت كې لا ځينو كلانكارو ځلميانو خپل پرېټونه په سوات خان چې ځان يې له پلاره ماهر ګاڼه جوړول. دا رښتيا هم وه ځكه چې برات خان په ټول عمر كې د خپلې ځوروونكې چړې په وسيله چې د زيات پڅوالي له امله به يې د سپينږيرو د څټ د پوټكو ګونځې د سر كوپړۍ ته رسولې لا د پرېټونو د جوړولو هډو هېڅ شوق نه و كړى او يو ځلې به يې د خلكو سرونه له ويښتانو پاكول. ما هم خپل وروستى پرېټ په سوات خان جوړ كړ او شكر مې وويست چې د برات خان ماما د چړې نه په امن شوم.
هغه وخت چې ما لوړې زده كړې تمامې كړې، نو دغه وخت مې د برات خان ماما ټولې خبرې بېخي هيرې شوې وې او وروسته له زيات هڅ وهلو نه مې كولاى شول چې د هغه ټيټه ونه، رنګړۍ سپينه ږيره او د څرمنې زوړ او سولېدلى بكس ذهن ته راولم.
خو كله چې له ډېرې مودې وروسته يو ځل بيا د كلي پر لوري روان شوم او لوړ مازيګر د خپل كلي مخې ته ورسېدم، نو هماغه د كلي په لوړ چينار او پيتاوي او د چينار ډډې ته په برات خان ماما او د هغه د څرمنې په زاړه بكس مې سترګې ونښتې او كله چې ورنږدې شوم بيا هم په هركلي او ښه راغلي كې د برات خان ماما هماغه يو ډول مانالرونكې او نه هيرېدونكې خبرې وې: (( هلكه! لكه چې كوچنيوالى دې له ياده وتلى داسې راته ښكارې لكه چې پرون مې په خانك كېنولى يې. پام د برات خان ماما زيار ګالنې دې له ياده ونه باسې.))  بيا يې هماغه چاړه په لاس راښكوده او له دې سره زما د سر ويښتانو ته په يوه شېبه كې د چړې پڅه خوله ورياده شوه او په سر مې نېغ نېغ ودرېدل!!!

٣٠-٩- ١٣٦٨