پښتني قبيلې و پېژنئ ! ٧٦ برخه (سرکاڼي)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38496
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2010-09-01

 

زموږ پښت پو هان او نسب پېژندونکي د سر کاڼي قبيله دپښتنو په سړ بني ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبيله ګڼي چې په الکو زيو ورګډيږي٠ داسې ويل کيږي چې ددوی اصلي ټا ټو بی کند هارو، خو وروسته بيا دځينو عواملو په وجه يې خپل اصلي ټا ټو بی پر يښی اوکو نړ ته راغلي دي اوددغه ولايت دسر کا ڼو په ولسوالۍ کې مېشته دي چې ددغې ولسوالۍ نوم هم ددوی دقبيلې په وجه د سر کا ڼي د ولسو الۍ په نا مه سره يا ديږي٠ دسر کا ڼيو ولسوالي د کو نړ په مر کزي بر خه کې پر ته ده چې په جنوب کې دپښتو نخوا سره ګډه پوله لري ٠ په دغې ولسوالۍ کې ٢٤٢٠٠ تنه او سيږي چې زيات شمېر يې په سر کاڼي قبيلې پورې تړلي خلک دي٠ دغې ولسوالۍ مر کزد سر کا ڼو کلی دی٠ (١)
دسر کا ڼيو شمال ته د کو نړ سيندبهيږي چې ددغې ولسوالۍ ډېرې لږې بر خې خړوبوي٠ په دغه سيمه کې وچکالي او د اوبو نشتوالی د خلکوډېره لويه ستو نزه ده او تقر يبا په سلو کې ٧٠ ځمکې يې دوچکالۍ او داوبو دنشتوالي له کبله شاړې او بنجرې پر تې دي، له همدې کبله يې ګڼ شمېر خلک بېوزله دي ٠ د سر کا ڼيوولسوالي د کونړ ولايت د مر کز اسعد اباد نه ١١ کيلو متره واټن لري ٠ ددوی په ولسوالۍ کې اووه لوی کلي شته ٠ (٢)
ددغې ولسوالۍ خلک سره له دې چې ځمکې يې لږې او بې اوبو دي نو په کرنې او مالدارۍ با ندې خپل ژوند مخ ته بيا يي٠ ددوی څاروي غواګانې ، پسونه، وزي او خره دي٠
سر کا ڼي ميلمه پا لو نکي، دعلم او پو هي مېنه وال او دخپل ګران هېواد افغا نستان سره ډېره مېنه لري ٠ دوی دانګريزي ښکيلاکګروسره دافغان- انګرېز په دري ګو نو جګړو کې په ميړ انه جنګيدلي او هم د روسي بلوسګرو په وړاندې يې خپل ټټرونه دهېواد دسا تنې لپاره سپر کړي او خپله هيوادنۍ دنده يې په زړورتيا او پښتو نولۍ سره سر ته رسولې ده٠ ددوی د هېواد پا لنې يوه ستر ګه بېلګه داده چې د روسانو سره په جګړې کې ددوی په سلو کې ٩٠ کورونه بمبار شوي او له مينځه تللي دي ٠ ددغې ولسوالۍ ډېر خلک اوس هم په پښتو نخوا او پا کستان کې دمها جرت شپې اوو رځې تيروي، په تېره بيا ډېر ځو انان يې په پا کستان او پښتو نخوا کې په مزدوريو او غر يبيو اخته دي ٠
دسر کا ڼيو په ولسوالۍ کې يوه ليسه او څولو مړ ني ښو نځي شته، خودښو ونکو شمېر يې لږدی٠ ددې ولسوالۍ خلک دڅښاک پاکې اوبه نلري او په سلو کې ٨٠ خلک يې دسيند له او بو نه دڅښاک او پخلي لپاره ګټه اخلي٠
د سر کا ڼو دولسوالۍ سر بېره يو شمېر سر کاڼي دکونړ ولايت په اسمار کې هم استو ګنه لري(٣)٠ همدا راز د کو نړ په ولايت سر بېره، سر کا ڼي دالکو زيو دقبيلې ديوه ښاخ په تو ګه دافغا نستان په لو يدېز او جنو ب لوېديز کې ستو ګنه لري ٠ (٤)
---------------------------------------------------------------
ما خذونه او منا بع :
١-http://en.wikipedia.org/wiki/Sirkanay_District
٢-http://www.aims.org.af/afg/dist_profiles/unhcr_district_profiles/eastern/kunar/sirkanay.pdf
٣-معلومات مختصر درباره اقوام و قبا يل سر حدي کشور، ٢٢ مخ٠
٤- پښتني قبيلې،١٦٥ مخ، دوهم چاپ، پېښور٠ددانش خپر ندويه ټو لنه٠