معدن ته په لانیتي ژبه (Archi) وائي، چي سوچه مانائي لوړه ده .
یو معدني مواد منیرالي مخلوط دی د ډبري او ترکیبي فلز څخه، چي دمعدن چیانو له خوا راکښل کېږي .
دغه معدن د فلزي ډبرو منیرال (Mineral) څخه او د خاورو او کاڼو څخه له ډېرو زمانو راهسي زیرمه سوی دی اورا ایستل کېږي، چي په لنډ ډول معدن ورته وائي . یوازنی فاکتور د راایستلو يي اقتصادي ارزښت دی دمعدني فلزو په صنعتي بازارونو کي .
د ویکيپېدیا (Wikipedia) تشریح .
معدنونه دمنیرالو نویو طبعي جوړښت او څرګنده ځای دی، چي د اقتصادي علاقې سره سم یو یا څو ارزښتي توکي (مواد) ځني په لاس راځي . له دغو منیرالو (Mineral) څخه ډېر یا لږ فلزات راباسي . دغه تفسیر
او تشریح د( UK Institution of Mining and Metallurgy) ده .
معدن ډېر یا لږ خاورین ډبرین فلز لرونکي منیرال (Mineral) یا منیرالي ګډښت (مخلوط) دی، چي د معدن چي یا د منیرال ترتیب کونکي له نظره څخه ګټه راوړنکي توکي (مواد) دي . دغه تفسیر د (James F. Kemp) په (۱۹۰۹) میلادي کال کي کړی دی،چي تر اوسه پوري خپل اعتبار لري .
معدن نوم دی عربي کړه ده، چي د فلزي ډبرو ځای ته وائي . په پاړسي ژبه ورته کان وائي . مانا يي دفلزي ډبرو یا منیرالوځای دی . په پښتو ژبه يي هم معدن بولي . منیرال (Mineral) لاتیني ګړه ده، چي تشریح ئي د غیرعضوي یو ډول فلزي ډبرو شتون
د مځکي پر مخ ته وائي،چي شتون ئي پر ځمکه معدن جوړه وي .
د معدنو په کار اچولو، را ایستلو او پیداکولو کي څو مختلف پوهان له مختلفو نظریو سره کار کوي ، چي یو معدن راو باسي . لومړی : معدن پوه یا ځمکپوه (Geologe) معدن پیدا کوي اندازه ئي د فلز په سلو کي ښیي .
وروسته بیا اقتصاد پوه (Economist) ئي ګوري، چي دغه پیداسوی معدن را ایستل ئي اقتصادي دي او که څرنګه؟ په صنعتي مارکیټونو کي بازار لري او که نه؟ خپل مصرف جوړه وي او ګټه کوي؟ وروسته تردا ټولو پوښتنو چي اقتصاد پوه ودغو ته مثبت ځوابونه پیداګړه؛ نو وروسته پر معدن دکار اجازه ورکول کېږي .
بیانو د معدنچیانو او دفلز ویلي کولو پوهانو (Metallurge) کار دی، چي دغه فلز د ویلي کولو له لیاري څرنګه له ډبروڅخه راوباسي .
معدنونه ډول ډول دي؛ نظر و فلزي ډبرو ته د فلزودشتون اندازه په ډبرو کي توپېر کوي . د ځینو فلزاتو په سلوکي ئي؛ برخه که دوه سلنه هم وي ښه معدن دی . بیا په ځینو کي که شل په سلو کي فلز هم ولري بې کاره معدن دی . له پورته تشریح څخه ښکاري، چي معدن تر معدنه پوري توپېر لري . لاندي ځیني فلزات ګورو :
لومړی : - لیتیوم (Lithium) چي کیمیائي نوم ئي (Li) دی؛په ځینو منیرالو کي شتون لري . مهم ئي دغه دي : (Amblygonit)، (Lepidolith)، (Petalit) او (Spodumen) دغه منیرالونه تر (٪۹) په سلو ک لیتیوم لري او په ځانګړې توګه (Amblygonit) . لیتیوم نور منیرالونه هم لري خو هغه نادر دي . لیتیوم تر ډېره ځایه په زیلیکاتي (Silicat) ډبرو کي شتون لري . لیتیوم دډېر وسپوکو الکالي فلزاتو څخه دی او رنګ ئي نقره ئي سپین دی . د ویلي کېدو د تودوخي درجه ئي ( C° ۱۸۱) ده . لېتیوم د بیتریو لپاره په کار ځي . د لیتیوم د بیتریو ولتاج ډېر لوړ دی او قوي انرجي لري . لیتیوم دالکترونیکي الاتو د بیتریو او د برقي موټرانو د بیتریو لپاره په کار ځي . لیتیوم د نورو فلزاتو سره ګډېږي او د مخلوط فلز اوصاف لوړه وي . څرنګه چي لیتیوم یو سپک فلز دی مخلوطات ئي هم سپک او ډېرکلک وي ؛ نو له دې کبله دالوتکو د جوړولو په تخنیک کي او د فضائي راکېټو په تخنیک کي په کار ځي . دلیتیوم څخه په درملنه کي هم کار اخلي . لتیوم کاربونات د روحي او دپرس ناروغانو د درملني لپاره په کار ځي . لیتیوم د ښېښو او کاشي د جوړولو لپاره هم په کار ځي .
دویم : - د اوران (Uran) معدني ډبرو یاني «اوران » منیرال (Uranmineral) ته (Brannerit)، (Uraninit) (Oxide)دی، (Torbernit) او (Cernatit) واي . دغه منیرالي نومان نظر و تړښت (ترکیب) ته دغیرو فلزاتو سره ورکړه سوي دي . د (Uran) (۲۳۰) منیرالونه تر اوسه پېژندل سوي دي . (Uran) یو رادیو اکتیف فلز دی . کیمیائي لنډ نوم ئي (U) دی . فلزي رنګ ئي نقره ئي سپین دی . درجه د ویلي کېدو ئي ( C °۱۱۳۳ ) ده . (Uran) تړښتي (ترکیبي) توکي (مواد) زهري دي . «اوران » په اتومي صنعت کي او اتومي برقي دستګا وو کي ډېر لوړ ارزښت لري .« اوران » په منیرالي ډبرو کي د ( ۰٫۳ څخه بیا تر ۲۰ ) په سلو کي شتونلري . « اوران » ډېر ایزو توپوونه (Isotop)لري .
درېم : - مس چي په لاتیني ورته (Cuprum) وائي کیمیائي لنډ نوم ئي (Cu ) دی . معدني ډبرو ته ئي (Chalkpyrit) وائي، چي د (۲۰ څخه بیاتر ۳۵)په سلو کي مس لري . د افغانستان د مسو معدن له دغو ډبرو څخه دی . (Chalkos) په یوناني ژبه مسو ته وائي . (Pyros) هم اور ته وائي . په لاتیني بیا (Pyrites) ډبره یا شګي ته واي . د مسو د ویلي کېدو دتودوخي درجه (C° ۱۰۸۳ ) ده . د مسو فلزي رنګ سور بخواندی طلائي دی . مس له درنو فلزاتو څخه دی . ملایم او نرم فلز دی په تخنیک کي ښه کار ځني اخستل کېږي .
څلرم : - المونیم چي لاتیني نوم ئي (Aluminium) دی او کیمیائي لنډ نوم ئي (Al)دی، چي معدني ډبرو ته ئي (Bauxit) وائي . په دغه معدني ډبرو کي د ( ۵۵ څخه بیا تر ۶۵) په سلو کي المونیم اوکسیدسته . دڅلور ټنه المونیمي ډبرو څخه دوه ټنه اوکسید راباسي او د دغو دوو ټنو اوکسید څخه یو ټن المونیم راباسي . المونیم دسپکوفلزاتو څخه دی او په تخنیک کي ډېر کار ځني اخلي . دویلي کېدو درجه ئي
(C ° ۶۵۸)ده
پنځم : - قلعي (کوټ » ته په لاتیني ژبه (Stannum) وائي کیمیائي لنډ نوم ئي (Sn) دی . د قلعي معدني ډبر ته (Kassiterit) وائي . دغه معدن د( ۲ څخه بیا تر ۵ ) په سلو کي قلعي فلز لري . قلعي له ددرنو فلزاتو څخه شمېرل کېږي . د قلعي د ویلي کېدو د تودوخي درجه ( C ° ۲۳۲) ده . دغه فلز سپین رنګ لري او ډېر نرم دی . په تخنیک کي ډېر کارځني اخلي .
شپږم : - اوسپني ته په لاتیني (Ferrum) وائي او کیمیائي لنډنوم ئي (Fe) دی، معدني ډبري ئي د ( ۳۰ څخه بیا تر ۶۵ ) په سلو کي اوسپنه لري، چي د را ایستلو وړ ده . او د درنو فلزاتو څخه شمېرل کېږي اود ویلي کېدلو درجه د حرارت ئي (C ° ۱۳۳۰) ده . اوسپنه که څه هم په طبعیت کي ډېره ده خو په تخنیکي صنعت کي ډېر مهم فلز دی .
بې اوسپني تخنیک مړ دی .
اخځونه :
۱ : - ویکیپېدیا Wikipedia)
۲: - مسلکي معلومات د فلزاتو د مسلک لپاره : ۹۰ مخ، ۹۲ مخ او۹۸ مخ
۳ : - د عمید فرهنګ دو ټوکه کتاب