طنز
خدای دی وساته د خرسور افلاطون له مجلسه
ستاکولنګي زوی مني د خپلي پکې لور کښته
ستا له غنمو خپلو اوربښو ته ورکوي ډیره بها
خپله سترګې غوږ تړلی دی نه مني د بل چا
هره خپله خبره په زوره پر څوکۍ کښينوي
په سپین سترګي هغه تړي په ملا او مولوي
خپله هم پوهیږي چې په شي بوی نه وړي
په خپله خبره ولاړ وی شودې بولي توري
په هر خبره شي لکه کولنګی چرګ درته ببر
چالان وي مخ په لوړه لکه غورازه موټر
په هره خبره لکه پنبه پالوان لنګته اچوي
د سترګو اوبه یې وتلي کوي لوچکي
د داسې عاقل سره مجلس دی اوبه غلبیلول
دهغوی قانع کول دی هسې ځان غولول
سوډران به شي لکه کرکان درته یوه خوله
هغوی چي وویني د بدو د ناړو ښکلې فواره
خبره اوږدول له هغو سره ده کبیره ختا
ځکه تا هم په لج راولۍ چي ووایي ناروا
دداسی فیلسوفانو دی خدای وساتي تا
چې مالومات یې وي یوازې د کلي د ملا
په خبرو خبرو کې به فتوا درکړي دکافر
ان چې په عمر کې نه دی ویلی یو تکبیر
سره سکروټه دباندې نیسی غواړي ثبوتونه
د خپلو ناسمو خبرو درکوي پرله پسې جرتکونه
هغه غوړه مالو بنډاریانو ته ځان ښيي من من
که ترې بچ شوی شکر کوه د خدایه لمن لمن
بلا دی په تیاره کې د خبرو د خوشي کولو
بلا دی دخوشی خبرو په خوله کې د جوړولو
داسو اتلانو سره مه کوه بنډار او ناسته
چې سیاست پيل شو چټک ترې پاسه
کنه په پای کې بشی هم بوره هم بدنامه
هم به دی عصاب خراب وی هم یارانه
کنايي:
غنم ښکاره کول اوربښې پلورل( حیله او ختا ایستل)؛ سترګې او غوږ تړلی( بې خبره)؛سپین سترګي کول ( بی حیایی کول)؛خپله پکه لور د بل د زوی ښه ګڼل(خپل بد شی ښه ګڼل)؛برچ پر چا وهل( غوسه کیدل)؛بوی نه وړي ( نه پوهیږي)؛ د سترګو اوبه وتل( بې حیا کیدل)؛اوبه غلبیلول( بې ګټې کار)؛ ؛بوره او بدمانه( هم زوی مړ هم بدنامه)؛سره سکروټه باندې نیول( ژرکول)؛ په زوره خپله خبره په چا منل)،خبره په تیاره کې ایله کول( بې مطالعې یو څه ویل)؛ ځان من من کول( ځان لوی ګنل)؛لمن لمن ( ډیر زیات)