فقر يا دټولي نړۍ ګډ غم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3859
هدایت الله هدایت - استراليا
دخبریدو نیټه : 2005-10-14

هدایت الله  هدایت

 د اکتوبر ۱۵ مه۲۰۰۵ 

« تر څو چې فقر وي ، واقعي آزادي  وجود نلري »

 زموږ دپېړۍ تر ټولو لويه بشري تراژدي او غميزه فقر او بېوزلي ده  . فقر او لوږه زموږ د پېړۍ دوې  داسي مهم او تراژيک واقعيتونه دي چې د نړۍ د اوسني حاکم سياسي سيسټم په نتيجه کې د بشريت د راتلونکی هوسا سرنوشت او پايښت  په مخه کې  د يو لوی ګواښ په څیر  پاتي دی  .

د نن ورځي په اصطلاح متمدن او ډيموکراټيک دوران کې ،  هر کال په ټوله نړۍ کې   په ميليونونه انسانان د هغه څه د کمبود په خاطر له مينځه ځې چې په نورو پر مختللو هېوادونو  کې د  اضافي موادو په څير ايسته غورځول کيږي .

نن سبا په همدې متمدنه او ډيموکراټيکه نړۍ کې د يو ميليارډو په شاو خوا کې  انسانان دورځي د يوه ډالر نه کم او درې ميليارډه يې په درو ډالرو خپله  ورځ سبا کوي . د يو ميليارډ نه زيات کسان دڅښاک د صحي اوبو نه  محروم او څه ناڅه دوه نيم ميليارډه انسانان  دصحي او طبي امکاناتو نه بې برخي  دي .  هرکال ۵ ميليونه ماشومان د لوږي نه مري او نور ۱۲ ميليونه  د  ژوند د لومړنيو اړتياو د لاسته راوړلو  په خاطر خپل ځانونه خرڅوي . فقر په هر کال کې  سل ميلیونه ماشومان دزدکړي  و پرېښودلو ته اړباسي .  د ملګرو ملتو د ګزارش په حواله همدا اوس  په نړۍ کې درې لکه ماشومان  د لوږي په خاطر د سرتيرو په څير  د دېرشو نه  په زياتوجګړو کې برخه لري .  د هغوی نه د خپل ماشومتوب سپېڅلتیا  غلا سوې او دې  ته اړ سوی دي  چې په خپل ژوند لوبي وکړي .

دغه  بربنډه او نور ډېرو زورونکي ارقامو ته  پاملرنه چې زموږ ددوران  يو تريخ واقعيت ، داوسنۍ نړۍ يوه ټولنيزه غميزه او د درمندو ټولنو لويه تراژيدي ده ، انسانانو ته څه احساس ور پيداکوي . ددې غميزي  د له مينځه   وړلو او امحاء دپاره دنړۍ  مخکښه هېوادونه   چې دانساني ارزښتونو او د ټولنيز عدالت او د موکراسۍ  دتأمين  د پاره چيغي وهي  د عمل په ډګر کې څه  کوي او څه يې کړي دي؟

د٢٠٠٠ زرم  ميلادي کال په سپټمبر کې  د ملګرو ملتو د زريزي په پرمختيايې سندباندي چې   د نړۍ  د اکثرو هېوادونو لخوا لاسليک و سو، په هغه کې  راغلي دي چې  په  ټوله نړۍ کې  دفقر او لوږي  دکمبلي ټولول  يود هغولومړنيو اهدافو نه  ګڼل  کيږي  چې همدا اوس بايد تر ﻻس ﻻندي ونيول سي . دا سند وايې چې   تر ٢٠١٥ م کال پوري دهغو کسانو  شمېره بايد و نيمايې ته را ټيټ  سي کوم چې  ورځنی عايد يې  د يوه ډالر نه لږ دی  . خو په ډېر ه خواشينۍ سره د هغه وخت راهيسي بیا تر ننه پوري دځېنو لاسته راوړونو نه داسی برېښي چې ددې طرحي تطبيق ان  تر پخوا لا هم ډېر شاته پاتې سوی دي . د نړۍ د مخکښو دولتونو اوسني سياستونه د بشري د ګډو غوښتونو سره هيڅ راز پيوستون او همآهنګي نده پیدا کړې . بډای هېوادونه د خپلو باد راوړلو شتمنيوو نه ډېر لږه برخه و بهرنيو مرستو او دغريبو او ناداره هېوادو د خلګو د ژوندانه و لوړولو ته جلاکوي ، هغه هم په داسي حالت کې چې ددې مرستو و شرائطو ته به  غاړه ږدي  !.

 خودبلي خوا  بيا  د نړۍ  د پوځي  لګښت کلنۍ  بودجه د ٩٠٠ مليارډه ډالرو نه اوړی . ددې مبلغ نه نيمايې برخه  يعني ٤٥٠ ميليارډه ډالره يوازي د امريکا په متحده ايالاتو پوري اړه پيدا کوي . حال داچې ددې هېواد د پرمختيايې مرستو اندازه دپنځوسو نه بيا  تر٦٠  ملياردوډالرو  نه زياتيږي .

ددوهمي نړۍ والي جګړي نه را وروسته، د امريکا متحده ايالاتو د بېلابېلو وجوهاتو په خاطر په نړيواله کچه  د نړۍ  په سلو کې ٩٠ مرستو ته اوږه ورکړې وه، حال داچې دغه رقم  بيانن چې دنړۍ د يواځنۍ ځبر ځواک په  توګه يې سررا پورته کړی دی  په سلو کې و١٥  ته راټيټه کړی ده . امريکا د نړۍ د بډايو هېوادو په سرکې د خپل ملي نا خالص  توليد نه يوازي  په سلو کې٣ ١، ۰ ودې کار ته جلا کړې ده . خو ددې  په مقابل کې د امريکا د سپيني ماڼۍ دبودجې د ادارې داحصايې له مخې د عراق جګړې تراوسه ٣٠ ١ مليارډه  ډالره خوړلي دي او سپينه ماڼۍ لا په دې هڅه کې ده چې نور ۱۰۰ ميليارډه  ډالر ه د عراق او افغانستان و جګړو ته جلا کړي .  هغه هم د مرستي په نامه! .

ځيني هغه پرمختيايې هېوادونه چې د پوځي لوړو مصارفو په لحاظه د ډېرو لوړو هېوادو په کتار کې ښکېل سويدي د مثال په توګه هند، هغوي بيا په دې هکله بل شاني فکر کوي .  په هند کې ددې هېواد دږغ  اوخبر رسولو وزير جايپال ردي وايې چې که هند او پاکستان پرېکړه وکړي چې د خپل پوځي او دفاعي لګښت برخه په سلو کې پنځوس را ټيټه کړي، نوکېداې سي چې دغه هېوادو نه يوازي د راتلونکو پنځو کلو په اوږدو کې فقر او بېوزلي د بېخه له مينځه يوسي .

نن  فقر، د امنيت د ټينګولو دپاره يو ډېر ستر چلنج ګڼل کيږي  و  هغه ته توجه او پاملرنه د دموکراسۍ د غزېدو نه ډېره مهمه او د فوريت اندازه يې ډېره لوړه ده . کله چې  ولسونه د ځان او د خپلو اولادو او کورنيو نه د فقر او لوږي نه  تشويش ولري او د هغه د ليري  کولو توان او وس ځيني اخيستل سوی وي نو څرنګه به وکولاې سي  چې هغوی د دموکراسۍ و اصولو ته زړه نيژدې  او یا د هغه مراعات دي وکړي؟ نن ورځ په ميليونونو انسانان د خپلو هېوادونو نه و تيښتي ته اړکيږي تر ځو و کولاې سي په بډايو هېوادو کې  د ژوند د پايښت دپاره ځانته  نوې فرصتونه او امکانات  برابر کړي . خوآيا د هېوادو په کچه د فقر او لوږي د مينځه وړلو د پاره دغه کار کارنده بلل کېدای سی!

د فقر د له مينځه وړلو سره د بډايو هېوادو سطحي چلند او د هغه نه  ګټه اخيستل د نړۍ دولسونو په زړونو کې  دهغوی نه یو  ډېر وحشتناکه څهره  پرې ايښې ده . د نړۍ خبري رسنۍ چې قریب ټوله یې د لويو یهودې پانګه والو او شتمنو په ولکه کې راغلي دي  ودې نړېوالي ستونزي ته  په پلان سوي  بې مسؤليتۍ او بې غورۍ سره چلند  کوي  . دنړی دغه رسنۍ او ډيري معتبري مجلې او ورځپاڼي او نوري خپرونی خپل ټول  توان او د خپلو خپرونو لويه برخه يوازي  و دې ټکي ته را اړوی  چې د يوې معيني کوچنۍ بډايې ډلي د خوښۍ او دهغوی دافسانوي ژوند د غټولو دپاره څه وړاندي کي  . هغوی  خپله  ټوله پاملرنه د ودونو، طلاقونو، عشق او عاشقۍ او د سينمايې لوبغاړو او نورو بډايو اوشتمنو کسانو د ژوندانه انځورونو  ته را ګرځوې او داسي ښيې چې ګواکې په نړۍ کې  واقعي ژوندون  همدغه دی .  دغه رسنۍ په  ډېره بې شرمۍ سره دداسي شيانو و خپرولو ته ملاتړي چې و نړېوالو ته وښيې د هاليود د پلاني هنرمند د واده مصرف څومره ميليونه ډالره وويا دی اویا په  څومره ميليوني ډالري کور کې ژوند کوي ، خو خپلي سترګي يې بیا پر هغوژونديو تراژيدیو باندي تړلي دي چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې او دنړۍ په اکثره پرمختيايې هېوادو کې په ميليونونو انسانان د  فقر او لوږي د مصيبتونو   سره لاس او ګرېوان دي او د ځان او د خپلو اولادو د مرګ ننداره کوي  .

د نړۍ رهبران د ٢٠٠٥ کال په سپټامبر کې په نيويارک کې راغونډ او د ملګرو ملتو په  پراختيايې ناسته کې يې ګډون وکړ .  په دغه غونډه کې هغوی دا وښودله چې د فقر د له مينځه وړلو د پاره اوس هم اميدونه سته او دا انساني شومه غميزه نده هېره سوې . خو هغوی ددې شومي انساني غميزي اصلي عامل او و جوهات نه دي په ګوته کړي . د پخوا راهيسي امريکا د نړۍ دډېر بډاېو هېواد په سر کې په دوديز ډول  دا غوره ګڼلې ده چې دهېوادو په اړه  تل په ځانګړي توګه او د خپلو ګټو په خاطر چلند وکړي . دغه هېواد  خپلي مرستي اوکومکونه په مستقيم ډول و هغو  ټاکلو هېوادونو ته ورکوي  چې دغه  مرستي او کومکونه  د هغوی د سياسي انګېزو  او اهدافو و تطبيق  ته لاره هواره وي او یا پدې ډول دغه هېوادونه د امريکا د اوږدمهالو  ګټو د تأمين سره ځانونه عياره وي .  خو د نړۍ دنن ورځي  دشرايطو سره  داسي  يو اړخيزه  چلند د فقر سره د نړيوالي مبارزې د معياري او اخلاقي اصولو سره  نه سر خوري ، نه کارنده ده  او ډېر په دې باور دي چې  راتلونکي  هم نلري .

نن  د فقر او لوږي سره مبارزه يوه نړیواله او اوږد مهاله  پروژه ده چې و بنيادي حل او د ټولو نړيوالو بازيګرانو و مرستي او همکارۍ ته اړتيا لري . يوازي مالي ملاتړ کافي ندی . د فقر دله مينځه وړلو عوامل بايد د ټولنيز پر مختګ،  د ټولنيز عدالت او ترقي د بهيره  سره سم يوځاي لاره ووهي . نړيوال پرمختللي هېوادونه اوټولني کولاې سي او بايد د بېوزلو هېوادو سره داسي مرستي وکړي څو هغوی په دې و توانوي د خپل ملي اقتصاد په ودي او پر پښو درولو کې برخه واخلي ، د خپلې خوښي ادارې په توانولو کې و خپلو ولسونو او بچيانو ته د کار ، تعليم او د هغوی د سلامتۍ دپاره  لازم شرايط برابر کړي . د مدني ټولني اساسات   په لومړي سر کې د ټولنيز عدالت په تأمين او د بېوزلو  هېوادو سره د هر اړخيزي اقتصادي مرستو په چوکاټ کې را و  غوړوي .

 کله چې په نړۍ کې درې ميليارډه انسانان په شدید فقر کې ژوند کوي  او ټولنيز عدالت ددوی د ژوند نه کوچ کړی دی نو که ددې فقر عوامل پيدا نسي اود هغه د له مينځه وړلو دپاره کار و نسي،  دهر څه انتظار کېداي سي .  نلسون مانډيلا دغه د سولي او مقاومت لوی انسان او د سولي د نوبل د جايزې ګټونکی وايې  " تر څو چې فقر وي، واقعي خپلواکي وجود نلري ."