ليلة القدر کومه شپه ده؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38621
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2010-09-05

ګرانو او متدینو دوستانو ، دا مبحث می زما د تألیف کړي کتاب ( قرآنی ریاضی ) څخه را اخیستی دی او لوستنی ته یې ستاسو پام رااړوم او هیله ده چی څه ناڅه ګټور وی ، ( ن . صمد ) .

الله تعالی د حضرت محمد (ص) امت له ټولو نه غوره (خيرامم) بللی او د نورو امتونو او قومونو په پرتله يې ډېر نعمتونه ورعطاء کړي دي. د دغو نعمتونو او اکرامونو څخه يو هم (ليلة القدر) دئ، چي فضيلت او اهميت يې د قرآنکريم او حديثونو څخه ثابت دئ. په قرآنکريم کي د دې سپېڅلي شپې د يادوني لپاره مستقل سورت وجود لري، چي (القدر) نومېږي او په هغه کي الله (ج) خبر راکوي چي قرآن په همدې شپه نازل سوی دئ. د القدر سورت په دې ډول دئ:
 "موږ دا (قرآن) د قدر په شپه نازل کړ او ته (اې محمده) څه پوهېږې چي د قدر شپه څه شي ده. د قدر شپه تر زرو مياشتو هم بهتره ده. په دې (شپه) کي ملايکي او روح (يعني جبريل) د هر کار لپاره د خپل رب په امر راکښته کېږي. په دې شپه د سهار تر رارسېدو پوري امان وي".

 مطلب دا چي په دې شپه ټول قرآنکريم په مجموعي توګه د (لوح محفوظ) څخه پر (سماء دنيا) باندي نازل سو، چي له هغه ځايه لږ لږ د څه کم ۲۳ کالو په موده کي پر رسول الله (ص) باندي د وحي په توګه راتی. د دې شپې د ښېګڼي لپاره صرف همدا خبره کفايت کوي چي د الله تعالی سپېڅلی کلام او وروستی کتاب (قرآن) په همدې شپه نازل سوی دئ. که څه هم په دې شپه کي نور ډېر برکتونه او فضايل هم سته، خو دا څومره ستر زېری دئ چي الله (ج) يې راکوي او فرمايي، چي د دې شپې عبادت تر يو زر مياشتو هم غوره او بهتر دئ. په بل عبارت د قدر شپه (ليلة القدر) د عفوي او بخښني شپه ده، مسلمانانو ته يوه خاصه تحفه ده او لنډه دا چي د دوږخ څخه د نجات او جنت ته د وړيا ورتګ موقع ده.

 په يو حديث کي راغلي چي الله تعالی په دې شپه (سماء دنيا) ته راکښته کېږئ او ږغ کوي چي "آيا څوک سته چي بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړي، تر څو ويې بخښم؟ آيا کوم پوښتونکی سته چي سوال يې ځواب کړم؟ آيا د رزق غوښتونکی سته چي په روزي کي يې برکت راوړم؟"نو هغه به کوم بدنصيب وي چي د دغسي مقدسي شپې په حاصلولو سره بيا هم په درانه خوب ويده وي، هغه ضايع کړي او وړيا ګټه ترې حاصله نه کړي؟

 د (قدر) څو معناوي دي. لومړی دا چي قدر تعظيم ته ويل کېږي، يعني دا چي د دې شپې ډېر قدر کېږي او الله تعالی په دې شپه د عبادت کوونکو خاص قدر کوي. دوهم دا چي د (قدر) معنا تنګوالی هم دئ، يعني دا چي د قرآنکريم له مخي په دې شپه دومره ډېري ملايکي او هم جبريل (ع) مځکي ته راکښته کېږي چي له امله يې مځکه بېخي تنګېږي او کوم ځای خالي نه پاتېږي او ځکه نو دا شپه ليلة القدر بولئ. درېيم دا چي د (قدر) معنی اټکل او اندازه هم ده، يعني دغه شپه د الله تعالی په وړاندي د ژوند او مړيني، سعادت او شقاوت، خير او شر او نورو چارو د کولو فرصت دئ چي فرشتو ته يې ورسپاري، هغه دا چي بنده ګانو ته کوم کوم شی په څومره مقدار سره ورکول سي، نو ځکه دا شپه ليلة القدر بلل کېږي. څلورم دا چي دغه شپه تر نورو ټولو شپو د ډېر قدر او منزلت شپه ده يعني په دې شپه قرآنکريم نازل سوی او د اسلام نور خپور سوی دئ. پنځم دا چي په دې شپه ځيني داسي پېښي سوي چي په نورو شپو کي هيڅ نه دي واقع سوي، لکه:

1. په دې شپه ټول قرآنکريم د سماء دنيا پر بيت المعمور باندي نازل سو (سورۀ قدر).
2. په همدې شپه ملايکي پيدا سوي دي او په جنت کي ونه کښېښودل سوه (مظاهر حق).
3. په همدې شپه د آدم (ع) د جوړښت مواد راغونډ کړه سول او په همدې شپه د بني اسرائيلو توبه قبوله سوه (در منثور).
4. په همدې شپه د بنده ګانو توبه قبلېږي او د جنت دروازې خلاصي وي (حديث).
5. په همدې شپه د سمندر اوبه خوږې محسوس کېږي (لکه سيدنا عباده چي فرمايي: ما د روژې پر ۲۷ مه د سمندر د اوبو خوند وکوت چي هغه بالکل خوږې وې) (تفسير ابن کثير).
6. عبدالله بن عباس (رض) فرمايي، چي د قدر په شپه کي د لوح محفوظ څخه د رزق، باران، مرګ، ژوند آن دا چي د حاجيانو تعداد هم فرشتو ته سپارل کېږي (روح المعاني).
7. د حضرت انس (رض) څخه روايت دئ، چي د قدر په شپه جبريل (ع) د فرشتو په يوه لويه ډله کي شاملېږي او مځکي ته راځي او هر هغه انسان ته سلام کوي چي په قيام او ذکرونو مصروف وي او د رحمت دعاوي ورته کوي (بيهقي – تفسير خازن).
8. د دې شپې د ډېرو ځانګړتياوو څخه يوه هم دا چي که په دغه شپه يو څوک په ايمان او يقين سره د ثواب لپاره قيام يعني لمونځونه وکړي نو د هغه ټوله ګناهونه به معاف سي (صحيح البخاري).
9. يو مؤمن په دې شپه ځکه د شيطان له سره په امان وي چي هغه تړلی وي.
10. 
هو! په دې کي هيڅ شک نسته چي د قدر شپه د روژې په مبارکه مياشت کي ده. دا شپه د روژې په ټولو شپو کي بهتره او افضله ده، حال دا چي روژه بيا په ټولو مياشتو کي بهتره او افضله مياشت ده. په بل عبارت، قرآنکريم د روژې په مياشت کي د همدې قدر په شپه نازل سوی دئ او دا پخپله د ليلة القدر عظمت ثابتوي.

 د ليلة القدر د شپې د تعينولو يا معلومولو په لړ کي د رسول الله (ص) ارشاد دئ، چي "د ليلة القدر پلټنه د روژې د مياشتي په وروستيو لسو ورځو په طاقو شپو ( يعني ۲۱مه، ۲۳مه، ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹ مه ) کي وکړئ".
 ځيني صحابه، مفسرين او علماء په دې عقيده دي چي ليلة القدر په غالب ګومان ښايي د روژې اووه ويشتمه وي.
 عبدالله بن عباس (رض)به فرمايل، چي دغه شپه د روژې ۲۳ مه يا ۲۷ مه ده (ابن کثير). په صحیح بخاری  کی د ابن عمر (رض) څخه روایت سوی چی : د نبی کریم (ص) څو تنو اصحابو خوبونه ولیدل چی د قدر شپه د روژې د میاشتی د وروستیو شپو څخه اوومه شپه ده ( یعنی اووه ویشتمه شپه ) . نو رسول الله (ص) وفرمایل چی : وینم چی ستاسی خوبونه د لیله القدر په هکله چی د رمضان وروستۍ اوومه شپه وی ، یو له بله موافق دي . په سنن ابو داود کي راغلي، چي ليلة القدر د روژې په هره مياشت کي وي او هغه د اووه ويشتمي شپه ده. حضرت ابي بن کعب (رض) د الله په قسم اخيستلو سره فرمايلي، چي په کومه شپه چي نبي کريم (ص) د قيام (يعني ولاړي) هدايت راکړ، هغه اووه ويشتمه شپه وه (روح المعاني). د حضرت معاويه (رض) او عبدالله بن عباس (رض) څخه هم کټ مټ روايت منقول دئ (ابن کثير). د مسلم شريف د يو روايت څخه معلومېږي چي رسول الله (ص) ته چي کله د قدر شپه ور وښودل سوه، هغه اووه ويشتمه شپه وه. نو ځکه په غالب ګومان اووه ويشتمه شپه ليلة القدر ده، چي اکثرو خلکو منلې ده او ابن مسعود هم قسم اخيستی چي هغه همدا اووه ويشتمه شپه ده (مسلم شريف، لومړی ټوک، حديث نمبر ۳۷۰).

 راځي چي اوس د قرآني رياضي او علم الاعداد له مخي دا ولټوو، چي ليلة القدر د روژې د مياشتي د وروستۍ لسيزي کومه طاق شپه ده. موږ پوهېږو چي الله تعالی خپل کلام او وروستی کتاب (قرآن) په بشپړ او جامع ډول را نازل کړی دئ. په دې الهي کتاب کي د هري مسئلې حل او د هر سوال ځواب سته، خو د عقل د څښتنانو عميق غور او تدبر غواړي (ص: ۲۹).
په قوي ګومان ليلة القدر د روژې اووه ويشتمه شپه ده. ځکه رياضي په دې هکله خپل وضاحت داسي څرګندوي:
1. لکه چي پورته وويل سوه، علمای کرام، ديني لويان او مفسرين اکثره د ورژې ۲۷ مه شپه تر ټولو افضله ګڼي.
2. په (القدر) سورت کي د (ليلة القدر) عبارت درې واره ذکر سوی دئ. دغه عبارت د (۹) حروفو څخه جوړ سوی دئ (يعني: ل + ی + ل + ت + ا + ل + ق + د + ر = ۹) اوس که دغه (۹) په (۳) کي ضرب کړو نو حاصل به (۲۷) سي.
3. ټول (القدر) سورت جمعاً دېرش کلمې لري. په دې کي د (هِیَ) کلمه (چي معنا يې هماغه شپه ده) اووه ويشتمه کلمه ده. هو! دا پخپله د نوموړي شپې سره يو عددي تړاو راښيي.
4. ويل کېږي چي ليلة القدر د روژې د مياشتي د وروستۍ لسيزي په طاقو شپو کي ده، چي هغه بايد يوه له ۲۱ مي، ۲۳ مي، ۲۵ مي، ۲۷ مي او ۲۹ مي شپې څخه وي. اوس که موږ د (القدر) سورت ته ښه غور وکړو، نو وبه ګورو، چي هغه پنځه آيتونه لري. دلته (۵) خاصه څرګندتيا لري، يعني: الف – ليلة القدر په وروستيو (۵) طاقو شپو کي يوه ده. ب: د القدر سورت (۵) آيتونه لري. دلته موږ ګورو چي د (ليلة القدر) عبارت په لومړني، دوهمي او درېيمي آيتونو کي ذکر سوی دئ، حال دا چي وروستي دوه آيتونه هغه نه لري. په دې حساب لومړنۍ درې ورځي ځکه د ليلة القدر څخه ووتلې چي په درو واړو (آيتونو) کي هغه ذکر سوي يعني اړونده شپه معينه نه سوه. په دې خاطر دغه درې واړه طاق شپې (يعني ۲۱، ۲۳، ۲۵) له حسابه وزي او ورپسې يعني مابعده يې هماغه شپه ده چي پر نوبت ولاړه ده چی ۲۷مه کېږي ځکه نو واضحاً دا اشاره کېږي چي هغه ښایی اووه ويشتمه شپه وی.
5. د سورۀ قدر په لومړنيو درو آيتونو کي د ليلة القدر عظمت او قدر معرفي کېږي. تر دغو لومړنيو درو آيتونو وروسته بيان بالکل بدلېږي يعني په وروستيو دوو آيتونو کي د فرشتو او روح (جبريل ع) رول بيانېږي. نو د دې دوو بيانونو د تړني نقطه هماغه څلورم آيت يا په طاقو کي ۲۷ دئ، چي په غير مستقيم ډول سره هماغه اووه ويشتمه شپه ده.
6. موږ وويل، چي (ليلة القدر) د نهو تورو څخه جوړ سوی دئ. اوس که موږ د (۲۷) عدد ارقام (يعني ۷، او ۲) سره جمع کړو نو همدا (۹) به راکړي، يعني:                              ۹ = ۷ + ۲
7. که د (ليلة القدر) د هر توري ابجدی قيمت وليکو او صفرونه ورڅخه وباسو، نو تر جمع کولو وروسته به (۲۲) راکړي، يعني: ل ۳۰ + ی ۱۰ + ل ۳۰ + ت ۴۰۰ + الف ۱ + ل ۳۰ + ق ۱۰۰ + د ۴ + ر ۲۰۰.
دلته ټوله صفرونه ايسته کوو او صحيح عددونه سره جمع کوو، يعني:
۳ + ۱ + ۳ + ۴ + ۱ + ۳ + ۱ + ۴ + ۲ = ۲۲
اوس د حاصل (يعني ۲۲) ارقام جدا جدا سره جمع کوو:
۴ = ۲ + ۲      ۲۲ 
په دې حساب ليلة القدر (۴ مه) شپه بللای سو، چي څلورمه شپه د طاقو له منځه (چي ۲۱ مه، ۲۳ مه، ۲۵ مه، ۲۷ مه او ۲۹ مه دي) هماغه اووه ويشتمه شپه کېږي.
فلهذا، قرآنکريم يو داسي کتاب دئ چي د عقل خاوندان بايد د هغه نښو ته ځير سي او غور ورته وکړي (۲۹: ۳۸).
 مأخذ :[ د « قرآنی ریاضی » د کتاب ۱۹۵ ـ ۹۹ مخونه ]