اختر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38723
محمود.نړیوال
دخبریدو نیټه : 2010-09-07


دازمالومړی اخترووچه بایدپه کابل ښار کې مې تیرکړی وای، تیراخترونه په کلي کښې ډیرپه خوښۍ تیریدل که به څوک هرڅومره غریب هم ووخوپه اخترکښې به یې هڅه کوله چه دادرې شپې په خوښۍ تیرې کړي که به په کوم کورکښې په تیرونژدې وختونوکښې دویرکومه پیښه شوې وه نو په اخترکښې به ټول خلک یوځل بیادخواخوږۍ لپاره ورتلل،همداشان به که ددووتنوترمنځ کومه ترینګلتیا پاته وه نوداخترپه ورځ به پخلاکیدل ...په کورکښې تریوڅه خوږوخوړلووروسته ښارته ووتم،زماپه خیال کښې همغه دکلي خوشحاله اخترووچه دلته به هم وي...څوک به هګۍ جنګوي،څوک به په غوزانولوبه کوي اوڅوک به هم دخپلوخپلوانوکره داخترمبارکۍ لپاره ځي...خودباندې په وتلوسره له یوې هیښنده پیښې سره مخ شوم...دښاردلویې څلورلارې پرسرډله په خاورولړلي خلک په دې تمه ولاړووچه که څوک یې دمزدورۍ لپاره بوزي هاخواهغه بوټ ګڼډونکي هم خپله کوچنۍ هټۍ پرانستې وه...دقصاب پردوکان لاترنوروورځوډیرخلک راټول وو،لږوړاندې مې مخې ته یوکوچنی هلک اویوه ورسره کوچنۍ نجلۍ مخې ته ودریدل اودیوڅه ورکولوپه تمه یې کوچني لاسونه زماخواته رااوږده کړل...پوه نه شوم چه په مابه څه تیرشوي وی،په بیړه کورته ستون شوم اوله یوه نړۍ غمونو سره په فکرکښې ډوب شوم،باوروکړی چه دامې په ژوندکې یوه له ډیروترخوپیښواوناخوالوڅخه ده...اوس هم چه ملګري راته مخکې له مخکې داخترمبارکي راکوي اویاراته ډالۍ رالږي نوسترګوته مې همغه پیښه اواخترترسترګوسترګوکیږي اوځواب یې نه شم ورکولی...دټولې نړۍ مسلمانانوته په تیره بیاافغانانوته دنیکمرغیودبې شمیره کیدواوخوشحاله اخترپه هیله.