د ځنګل پاچا پړانګ ټول حيوانات په يوه ميدان کې راغونډ کړي وو او ورته لګيا و:
- دلته مې د دې لپاره راټول کړي ياست چې د دې غله ګيدړ په اړه پرېکړه وکړ، څه موده وړاندې يې د يوه سوی غلا کړې ده او په پټ ځای کې يې ساتلې وه .
په دې حال کې هد هد (ملا چرګک) په الوتو الوتو د پړانګ لوري ته ځان راورساوه، د ونې پر يوه ښاخ کښېناست او وويل :
- اې واکمنه، اې واکمنه !
- پړانګ: څه خبره ده هدهده؟ نه مې پرېږدې چې خپله پرېکړه اعلان کړم!؟
- (هدهد يې په خبره کې لکه د تروو مچ غوندې ورولوېد) اې واکمنه! له ماسره يو بېړنی خبر دی چې ځنډول يې د ټولو په زيان دي ... له سفره همدا شېبه راستون شوم، يقيني خبر مې راوړی .
- پړانګ: اې هوښياره هدهده، ووايه څه خبر دې راوړی؟ !
- هدهد: له دې ځايه ډېر ليرې مې د داړونکو حيواناتو يوه ډله وليده چې زموږ د پاچاهۍ پر لور را روانه وه، زموږ د ځنګل په اړه يې ويل چې : دا يو بې ساری ښکلی او شتمن ځنګل دی، هرڅه په کې موجود دي، داسې ښکاري چې زموږ پر پاچاهۍ بريد ته راغلي ول .
پړانګ وغوړمبېد، د اواز انګازه يې ټول ځنګل په سر واخيست او راټولو شويو حيواناتو خپل ځانونه چوملک کړل، د پړانګ له غږ نه وترهېدل، د ځنګل هر ګوټ ته خبر ورسېد چې ښايي پر ځنګل د حيواناتو د يوې ښکېلاکګرې ډلې له خوا بريد وشي، ټول په خپلو غارونو، ځالو او پټنځايونو ننوتل، خو د پړانګ بېړنۍ ناستې ته ټول رابلل شوي حيوانات د ده له وېرې چوپه خوله ولاړ وو يوه او بل ته يې مړې مړې سترګې وړاړولې .
پړانګ وويل: ګيدړ ولچه کړﺉ چې له دې ستونزې خو سمدلاسه خلا شو .
ګيدړ وويل: اې واکمنه، زه يو حکيمانه نظر لرم، که اجازه راکړې له راتلونکې بلا به وژغورل شو،
- پړانګ: ته، اې غلګنه ګيدړه! ته خو بايد لومړی د خپل ځان، زندان او برخليک په اړه سوچ وکړې... ويې نيسۍ
- ګيدړ: اې واکمنه! زما مشره! له خپل جرم نه توبه ګار يم، هيله کوم زما خبره واوره بيا چې هرڅه کوې جنابه !
د واکمن وزيرانو وويل: د ځنګل واکمنه! دا به غوره وي چې خبره يې واورو، ښايي چې د ناورين د مخنيوي او د ستونزې د حل کومه لاره ورسره وي.
پړانګ هم د سر په ښورولو سره د خپلو وزيرانو خبره بابېزه وانه چوله او ګيدړ ته يې د خبرو کولو اشاره وکړه .
ګيدړ وويل: زه پلان لرم واکمنه چې زموږ ځنګل ته ټولې هغه راتلونکې لارې بندې کړو، چې د دښمن د راتلو خطر ترې کېږي، او يوازې يوه لارې پرانيستې پرېږدو، په مخه کې به پراخه خندق وکيندو واښه ماښه او خځلې به پرې واچوو، موږ به نه ورنيژدې کېږو، کله چې زموږ دښمنان ورته راورسېږي، په کې وبه لوېږي، سمدلاسه به پر دوی بريد وکړو، له يوې خوا به مو دوی ته شکست وکړی وي، او له بل پلوه به موږ ته يوه تياره مړۍ په لاس راشي .
دې پلان ته د ځنګل پاچا هم حيران شو، خوشاله شو او ګيدړ ته يې وويل:
- که چېرې په دې پلان کې بريالي راوختو، تاته به بخښنه وکړم.
ګيدړ پرې راغبرګه کړه: مننه د ځنګل پاچا، زه هم ژمنه کوم چې بيا به غلا نه کوم .
ټولو حيواناتو خپل هست او زيست راوويستل او د خندق د کيندلو چارې په درز کې روانې وې، مرغانو او هدهد لاره څارله .
مرغانو وليدل چې له ليرې بړبوکۍ روانه ده او تر شا يې لښکر تر سترګو کېږي، په دې وخت کې نو د خندق چارې هم پای ته رسېدونکې وې، ځنګل ته همدا يوه لاره خلاصه وه، خو بريدکوونکي حيوانات څه خبر وو چې ځنګل ته دا لاره نه، بلکې کړکومه (تلک) دی .
د ځنګل ټول حيوانات څک ولاړ وو او پر يرغلګر دښمن د پاچا د بولۍ شېبې يې شمارلې، کله چې دښمن د ځنګل څنډې ته رانژدې شو، ټولو پرې بريد وکړ، ډېری بريدګر په لښتي کې ولوېدل او پاتې نور يې په شا ترهېدلي وتمبېدل . . .
ريښتيا هم د ګيدړ پلان حکيمانه او بريالی و، ځکه چې جګړې ته د ځنګل د حيواناتو اړتيا پيدا نه شوه او خندق د وښمن د ځپلو او تمبولو لپاره بس و.
ګيدړ غلا کړی سوی خپلې کورنۍ ته وسپاره، او له همدې شېبې نه ګيدړ د ځنګل مخلص حيوان شو . . .