نیویارک تایمز:کابل بانک په سیاسي انګیزې جوړ شوی وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38750
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-09-09

NewYorkTimes: کابل بانک په سیاسي انګیزې جوړ شوی وو

سرچینه: د امریکې نیویارک ټایمز  ورځپاڼه

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د کابل بانک  په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپاڼې لیکلي چې کابل  بانک په هغه لومړي سر کې په سیاسي انګیزه جوړ شوی وو .

د مارشال  محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم او د کرزي ورور محمود کرزی  د دغه بانک بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي.

نیویارک ټایمز  لیکي چې دغو دوو شریکانو د بانک د جوړلو پر مهال هڅي پیل کړي چې د کرزي او مارشال تر منځ هغه ترینګلي اړیکي بیرته سمي کړي چې د سیاسي منډو ترړو پایله وي.

د بانک د جوړلو پر  مهال د مارشال او حامد کرزي اړیکې  ډیري خرابي وي حتی هغوي یو له بل سره هیڅ راز تعلقات هم نه ساتل.

د ورځپاڼي په لیکنه د مارشال ورور او د کرزي ورور هڅه وکړه چې د دغه شراکت له لاري د فهیم او کرزي تر منځ پخلاینه وکړي چې همداسي هم وشول.

نیویارک  ټایمز لیکي چې کرزی په سیاست کې عالي زدکړي کړي او مارشال یو جګړه مار دی او تحصیلات یې ندي کړي.

او دا یوازي کابل بانک وو چې د هغوي سیاسي انډیوالي یې بیرته سره ټینګه کړه.

نیویارک ټایمز لیکي چې مارشال په بشري حقونو تورن دی خو کرزی په کورنۍ جګړه کې رول نه لري.
نیویارک  ټایمز لیکي چې د کرزي او مارشال وروڼو د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو پرمهال لاس سره یو کړ او له کابل  بانک څخه یې په ملیونونو ډالر وایستل او دکرزي په کمپاین کې یې ولګول. .